"د افغانستان د کال خبریال " سيالي-۹۷.

۱۴ سلواغه ۹۷

کابل-- د بېلا بېلو خبري رسنيو محترمو راپور ورکوونکو/فلمبردارانو، عکاسانو او ايډيټرانو د پاملرنې وړ!

د افغانستان د خبريالانو مرکز په پام کې لري چې د خبريال د ورځې په وياړ د يوې رقابتي برنامې په ترڅ کې (د کال خبريال) وټاکي.


د شرایطو وړ کسان
خبریالان، انځور اخیستونکي او اډيټوران چې باوري دي په روان کال کې يی د خبریالۍ په ډګر کې لاسته راوړنې درلودې، د شرایطو وړ کسانو په کتار کې شمېرې.
- هغه تحقیقي راپورونه چې د بدلون او د چارواکو د غبرګونونو لامل شوي وي.
- کارنده رسنیز فعالیتونه چې د رسنیو د لا پرمختګ او د رسنیز بهیر د ښه والي سبب شوي وي.
- هغه شفاف راپورونه چې له رسنیو څخه پټ پاتې وي.
- د بشري حقونو، مېرمنو او ماشومانو اړوند هغه راپورونه چې د اصولو مطابق وي.
- له افغانستان څخه هغه نوښتګر راپورونه او خبرونه چې د نورو رسنیو په تېره بیا د نړیوالو رسنیو د پام وړ ګرځېدلي وي او د هغو پربنسټ بیا راپورونه او خبرونه جوړ شوي وي.


د نوماندۍ شرطونه
په یوې کورنۍ او نړیوالې رسنۍ کې کاري تجربه
هغه راپور، مطلب او انځورونه چې دې سيالۍ ته رالېږل کېږي، باید د افغانستان په اړه وي.
راپور، مطلب او هغه انځورونه وي چې په روان ۱۳۹۶ کال کې په یوې کورنۍ او یا هم بهرنۍ رسنۍ کې خپاره شوي وي.
د دې رقابتي برنامې ګډونوال باید افغان وي.


د غوښتنلیک څرنګوالی
هره خبري رسنۍ کولی شي یو تن دې رقابتي برنامې ته نوماند کړي او یا هم غوښتونکی کولی شي په مستقیمه توګه خپل غوښتنلیک واستوي.
غږیز او یا هم انځوریز رپوټونه د هغې له لیکنې سره، لیکل شوی رپوټ او یا هم د مطلب او د انځورونو سافټ په دې نښه این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید له لینک سره واستول شي.


جایزه
(افغانستان د کال خبریال لوح) او ۱۰۰۰ دالر نقدي جایزه
د افغانستان د کال خبریال، د خبریال د ورځې د کب ۲۷مه په یو لړ سترو او شاندارو مراسمو سره چې په هغې کې به لوړپوړي دولتي چارواکي او د رسنیو د ټولنو استازي هم برخه ولري، ستایل کېږي.
دغوښتنلیک وروستۍ نېټه د کب (حوت) ۲مه.