د حکومت کابینې د حوت ٢٧ د خبریال د رسمي ورځې په توګه تاﺉيد کړه

د حکومت کابینې د حوت ٢٧ د خبریال د رسمي ورځې په توګه تاﺉيد کړه

۱۵ حوت ۱۳۹۷

بالاخره کوښښونو نتیجه ورکړه او د حکومت کابینې د حوت ٢٧ د خبریال د رسمي ورځې په توګه تائید کړه او ټاکل شوې ده چې د ملي ورځې په عنوان د هیواد په تاریخ کې ثبت شي.

په ١٣٩٢ لمریز کال د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د خبریالۍ مسلک اهمیت، خلکو ته د خبر رسونې په برخه کې د خبریالانو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو او د رسنیز ډګر قربانیانو نه په کتو په يوه نوښتیزې طرحې د خبر رسونې له متخصصانو سره په مشورې د حوت ٢٧ د خبریال د ورځې په نوم ونوموله او له هغه وخته يې هر کال په بیلابیلو مراسمو کې لمانځي او په دې مناسبت د رقابتي سیالۍ له لارې د افغانستان د کال خبریال هم انتخابوي او ستايي یې.

ددغې ورځې د رسمي کېدو طرح تېر کال د خبري بنسټونو د فدراسیون په ناسته کې مطرح شوه چې له بحث او بررسۍ وروسته تاﺉيد او د ملي ورځې د ثبت په مناسبت د قانوني مراحلو د طی په خاطر د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ولېږل شوه.

په همدې لړ کې تېره اونۍ د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې له سرور دانش، لوړ پوړو دولتي چارواکو او خبري بنسټونو فدراسیون په ناسته کې په دې طرحه موافقه وکړه او اطلاعاتو او کلتور وزارت ته هدایت وشو چې هغه قانوني طی مراحل کړي.

د یادونې وړ ده چې د حوت ٢٧ د لمریز کال د پای ته رسیدو سره په سمون، د رسنیو داخلي سازمان کلنۍ بررسي، د رسنیو او خبریالانو د کاري وضعیت په اړه د کلني راپور سره د سمون په خاطر دغه ورځ د خبریال د ورځې په نوم ونوموله.

د جمهوري ریاست د اعلاميې په اساس تېره ورځ په ارګ کې له محمد اشرف غني سره په ناسته کې په دغه طرحه موافقه وکړه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه چې د خبریال ورځ د ملي ورځې په توګه د هیواد په تاريخ کې ثبت کړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د حکومت د کابینې له دغه اقدام څخه د خوښۍ څرګندونې په ضمن کې د خبري بنسټونو د فدراسیون او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ملاتړ او ددغه ورځې د رسمي کېدو په خاطر مننه کوي او هیله من دي چې حکومت د ازادو رسنیو د ودې او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه په جدیت سره اقدام وکړي.