خوست ولایت-۱۳۹۲

د خوست ولايت خبريالانواو د رسينو كاركوونكو له دولت غوښتنه وكړه چې هغه كسان مجازات كړي چې خبريالانويې يې وژلي او يايې هم ورته ستونزوې جوړې كړي دي، دوى پر خبريالانو هم غږ وكړ چې خپل فعالتونه د ژورناليزم له اصولوسره برابر او په ريپوټونوكې د خپلو احساساتو له داخليدو ځانونه وژغوري.

د خبريالانو دا ناسته له مجازات خونديتوب ته د پای ټکي كيښودلو تر شعارلاندې جوړه اوپه خوست كې د محلي، ملي اونړيوالو رسنيو استازو او خبريالانو ګډون كړى وو،  دوى وايي چې له تېرو شلو كلونو په هيواد كې په بېلابېل ډول شپږ څلويښت خبريالان وژل شوي خو تراوسه يې د يو قاتل ته هم سزا نه ده وركړل شوې، او له نننى ناستې يې هم موخه دا ده چې نور دې په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په هيواد كې له خبريالانو سره د زور زياتي كوونكي په سزا  ورسول شي.

همداشان د خوست ميډياسنټر مشر او د ارياناټلويزيون خبريال محمدرسول عادل له دولت غوښتنه وكړه چې نوردې ولس ته په دې دوكه نه وركوي چې د شوي جرم او مجرمينو د لټون په موخه يې پلاوى ټاكلى بلكې په عملي ډول دې سر غړونكو ته سزا وركړل شي، نوموړي له خبريالانوهم غوښتنه وكړه چې خپل ژورناليستيك فعاليتونه د ژورنالېزم له اصولوسره سم پرمخ يوسي او له خپلو احساساتو دې كار نه اخلي.

د ياد ولوده چې له تېرو شلو كالونو په هيواد كې نهه ويشت خبريالان په هدفي ډول وژل شوي، اولس يې په چاودنو، بريدونو او نورو پېښو كې خپل ژوند له لاسه وركړى او ده نور يې په ګاونډي هيواد پاكستان كې په نښه شوي خو تراوسه د خبريال كوم وژنكي ته سزا نه ده وركړل شوې.