د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د ۲۰۰ افغان خبریالانو پرانیستی لیک

«په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ترسره  شویو جرمونو څخه د سزا معافیت پای ته ورسوه»

کابل، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۹

د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني

ارګ(جمهوري ریاست)، کابل

د استولو بڼه: د ایميل له لارې

ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني،

موږ د دې لیک لاسلیکوونکي خبریالان چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې کار کوو، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیزوکار کوونکو پر وړاندې د ګواښونو او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه د معافیت کتلور دوام په اړه زيات اندېښمن یو او د دې کار دوام په هیواد کې د خبریالانو د مسلکي کار د پرمختګ او د بيان ازادۍ برخه کې زیان اړونکی بولو.

موږ د حکومت او د رسنیو د ګډې کمېټې(د خبریالۍ او رسنیزو بنسټونو فدراسیون) هڅې چې د ولسمشر د دویم مرستیال په ریاست د خبریالانو د ګواښ او تاوتریخوالي د قضیو، په ځانګړې توګه د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو دوسیو د بررسۍ او څېړنې په برخه کې ترسره شوې دي ستاینه کوو، مګر په هیڅ دلیل یې پوره نه بولواو په دې باور یو چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګوښ د دوام ترڅنګ، د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه معافیت کلتور هم دوام کړی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز او د همکارو بنسټونو موندنې ښيي چې د وروستیو دوه لسیزو( له ۱۳۸۰لمریز کاله تر ۱۳۹۹ لمریز کال) په شاوخوا کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي له زرو ډیرې پېښې رامنځته شوې دي، چې پکې ۱۱۵ تنه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي چې درې پېښې يې په روان کال کې شوي دي.

د لویې څارنوالۍ شمیرې څرګندوي چې تر اوسه پورې د ۳۱ وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو پورې تړلې قضیې دې ادارې ته رسېدلې او برسي شوي دي، چې د هغې له جملې ۶ قضیو کې د ابتدائیه محکمې له لورې پرېکړې، ۲ قضیو کې د استناف محکمې پریکړې او یوه قضیه هم سترې محکمې راجع شوې ده او یواځې په ۶ قضیو کې وروستۍ پرېکړې اورول شوي دي.

دې شمېر ته په کتو، لیدل کېږي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه معافیت سلنه شاوخوا ۹۵ سلنې ته رسیږي.

موږ د دې لیک لاسلیک کوونکي خبریالان د افغانستان له دولت څخه غواړو، چې د افغانستان دولت رهبرۍ شورا باید د خبریالانو او رسنیو امنیت ته د جدي پاملرنې ترڅنګ، د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي څخه د معافیت کلتور په ځانګړې توګه هغه پېښې چې په وروستیو دوه لسیزو کې پېښې شوي او خبریالان پکې وژل شوي، د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې له لارې ورته په ګډه رسېدګي وکړي او په دې برخه کې دې د عمل یو داسې پلان چې معلوم وخت ولري اعلان کړي. کیدلای شي دا بهیر لاندې برخې ولري مګر محدود نه دي:

  • لکه څنګه چې د خبریالانو او رسنيزو کارمندانو په وړاندې ترسره شوې برخه په تروريستي او غېرقانوني وسله والو ډلو پورې تړل کېږي، او زياتره هغه موارد چې رسيدګي ورته نه ده شوې، همدا ډول پېښې دي. متهم شخص تر څېړنې لاندې ونيول شي او په هغه صورت کې چې د پېښې عامل ژوندی نه دی، نو سازمانوونکي اشخاص او يا اړونده ادارې دې وپېژندل شي او معرفي شي او په دې برخه کې دې د هېواد د قوانينو سره سم عدالت تامين شي.
  • د خبريالانو په ګواښولو او تاوتريخوالي تورن چارواکي، دولتي کارکوونکي، امنيتي ځواکونه او زورواکي دې پرته له استثناء له قانوني کړنو لاندې ونيول شي.
  • د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي قضیو د رسېدنې قانون د اجرا د څرنګوالي د څارنې لپاره دې د ثبت او معلوماتو وړاندې کولو يو ځانګړی مرکز آنلاین ډیټابیس د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې تر نظارت لاندې جوړ شي او هرې دوسیې ته د رسېدنې بهیر برخه کې دې له خنډ پرته د پرمختګ د اندازې په اړه دې معلومات ورسوي.
  • ولسمشر او د دولت رهبري ارګانونه دې د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ لپاره دې خپل پرېکنده سياسي ژمنتيا څرګنده کړي او ډاډ دې ورکړي چې هغه خلک به مجازات شي چې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو په وړاندې د ترسره شويو جرايمو ته د رسيدنې قانون د اجرا په برخه کې بې غوري او يا کم کاري کړې ده.                 

په درناوي

دلاسلیک کوونکو ادرس

پښتو اعلامیه

فارسی اعلامیه

پرانیستی لیک فارسی

پرانیستی لیک انګلیسي

دفترونو ته کاپی:

  • د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح
  • د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش
  • د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني
  • د مشرانو جرګې رئیس، فضل هادي مسلمیار
  • د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات، سید یوسف حلیم
  • لوی څارنوال، محمد فرید حمیدي
  • د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییسه اغلې شهرزاد اکبر

نړیوالو بنسټونو ته کاپي:

  • یوناما( په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي)
  • یونسکو استازولۍ
  • د اروپایي ټولنې استازولۍ
  • له ازادو رسنیو د ملاتړ سیاسي استازولۍ( پرته له اروپایي ټولنې)
  • له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو