د میترا تلویزیون خبریال وهل ډبول غندو.

د میترا تلویزیون خبریال وهل ډبول غندو.

۲۹تله ۹۴

چاریکار: د افغانستان خبریالانو مرکز پروان ولایت کې د پولیسو افسر لخوا د میترا تلویزیون خبریال وهل ډبول غندي او له ځایې ادارې غواړي چې د پېښې جدي پلټنه وکړي.

شایق قاسمي ویلي چې یوه اونۍ کېدله چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره امنیه قومندانۍ ته ورتلو؛ خو له دې امله چې د پاسپورټ ترلاسه کولو پروسه کې غیر قانوني پیسې اخسیتلو په اړه یې راپور خپور کړی و، ده ته د پاسپورټ ورکولو څخه ډډه کوله.

قاسمي پژواک ته وویل: « تیره ورځ امنیه قومندانۍ دننه د پاسپورټ شعبې ته د مراجعې پرمهال د پولیسو یو چارواکي لخوا وهل شوی او د څپېړې ګزار پرې شوی دی.»

خو د پروان ولایت امنیه قومندان د دې پېښې پخلي ترڅنګ ویلي چې دې خبریال له پولیس سره شخړه کړې ده.

پروان ولایت کې دافغانستان خبریالانو مرکز استازی احمدهنایش د دې خبریال وهل ډبول له قانون څخه ښکاره سرغړونه بولي او زیاتوي که چیرته د قانون سره په ټکر کې کوم کار شوی هم وي؛ پولیس د چا د وهلو حق نه لري.

د افغانستان خبریالانو مرکز له ولایتي ادارې څخه غواړي چې دا قضیه په کلکه توګه وڅیړي او په ورته وخت کې امنیتي مسوولین اړ دي ترڅو پولیس پدې پوه کړي چې ښاریانو او په ځانګړې توګه خبریالانو سره چې د ولس غږ دی؛ د چلند کولو لار ښوونه وکړي.