کلنی راپورـ۱۳۹۸

کلنی راپورـ۱۳۹۸

کلنی راپورـ د وري له  ۱ مې د کب تر ۲۷ مې ۱۳۹۸

په خبریالانو او د رسنيو کار کوونکو باندې برید، ګواښو، فشار او ډارول

پېلامه

تقریبا د ۱۳۹۸ کال په زیاتره میاشتو یعنې د کب میاشتې تر دویمې نیټې چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه « د تاوتریخوالي کمښت اوونۍ» د دواړو لوریو ترمنځ اعلان شوه، د جګړو او تاوتریخوالي لوړې کچې د ۱۳۹۷ کال په څیر په بیلابیلو ولایتونو کې دوام پیدا کړ.

د دې ویجاړوونکي جنګ دوام، چې د ښې حکومتولۍ او د هېواد د اقتصادي حالت غوړېدا ته یې زیان واړولو، زیات قربانیان لري او د هېواد د رسنیو ځوانه ټولنه د یوې زیانمنې شوې کتلې په توګه مخکې له  مخکې له فشار سره مخ ده او هغې ته یې زیان اړولی دی.

په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان حکومت د حالت د ښه والي لپاره د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې له لورې خبریالانو سره د تاوتریخوالي او ګواښ پېښو ته د رسېدګۍ برخو کې زیاتې هڅې وکړې او همدارنګه یو لړ مهم کارونه هم ترسره شوي چې د هغې له جملې کولای شو د کابېنې له لورې د خبریالانو د امنیت او خوندیتو طرحې تائید او د بیان ازادۍ له نړیوال ائتلاف سره د افغانستان یوځای کېدل دي یادونه وکړو

مګر له دې هڅو سره سره؛ د تاوتریخوالي کچه او د خبریالانو ګواښل لا زيات شوي دي او په وروستیو ۱۲ میاشتو کې د هېواد رسنۍ د زیات رواني او جسمي فشار سره مخ شوې دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې څرګندوي چې په ۱۳۹۸ کال کې د  طالبانو په شمول وسله والې ډلې، امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس، دولتي چارواکي او زورواکي هم د خبریالانو او رسنیو د تاوتریخوالي، ګواښ، ډارونې او ځان سانسورونې اصلي عاملین دي.

سربېره پرې؛ تېر کال  د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرایمو له سزا څخه معافیت په پراخه توګه دوام موندلای و، معلوماتو د لاسرسي برخه کې محدودیت یواځې دا نه چې کم شوی نه دی بلکې په دې برخه کې د محدودیتونو له زیاتوالي د خبریالانو شکایتونه مخ په ډېرېدو دي.

د سوداګریزو اعلانونو او د نړیوالو له لوري د مرستو کمښت له امله د رسنیو او خبریالانو د ستونزو زیاتېدل او له فعالیت څخه د یو شمېر رسنیو پاتې کېدل یا د رسنیو د کار کوونکو کمښت او ګوښه کول او یا د اقتصادي ستونزو دوام له امله د هغوی د معاشونو کمښت په دې کال کې د مهمو مسایلو څخه دي.

د روغتیایي بېمي او تقاعد حق څخه د ډېرو خبریالانو پاتې کېدل، د خبریالانو مسلکي رزونې ته کمه پاملرنه، د قرباني شویو خبریالانو کورنیو اقتصادي ستونزې او یا هغه خبریالان چې د کار پرمهال له ستونزو سره مخ شوي یا ناروغه شوي او وزګار دي، د کار او درملنې لپار د  يو کاري او درماني بیمې نظام او د حکومت له لورې د یو ملاتړي مېکانیزم نشتون، په ۱۳۹۸ کال کې د رسنیو ټولنې له لویو ستونزو څخه شمېرل کېږي.

د راپور لنډیز

د افغانستان خبريالانو تېر راپوره په ۱۳۹۸ کال کې د ستونزو د تشخيص، ننګونو، د تاوتريخوالي شميرنې، تهديدونو او په خبريالانو باندې د فشار په اړه و.

يادې پېښې ددغه بنسټ استازو د موندنو په اساس په کابل او ولايتونو کې جوړې او بررسي شوې دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز په تېرو ۱۲ مياشتو کې، د رسنيو او خبريالانو په وړاندې  د ۱۱۶ په شاوخوا کې قضيې چې وژنې، زخمي کيدل او پرلپسې پېښې لکه؛ فزيکي تاوتريخوالی، توهين او سپکاوی، تهديد، فشار، د خبريالانو ويرول او په خبريالانو او ودانيو باندې حمله او ورانکاري عملونه پکې شامل دي. همدارنګه یې په ټول هیواد کې اطلاعاتو ته محدودیت لسګونه پېښې هم ثبت کړي دي. د ۱۳۹۷ کال د ۹۲ پېښو په پرتله په ۱۳۹۸ کال کې، پرته له دې چې د قربانیانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی وي، په دې برخه کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، تهدید او ځورولو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز ثبت شوې شمېرې څرګندوي چې په ۱۳۹۸ کې ۵ تنه چې درې خبریالان، یو تخنیکي کار کوونکی او یو د رسنیو امنیتي کار کوونکی دی په هېواد کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 (غبرګولی۲۲) د زابل ولايت په قلات ښار کې د ملي راډيو تلويزون امريت تخنيکي کارکونکی سخي بلوچ، (چنګاښ۲۰) په کابل کې د شمشاد راډيو تلويزون ساتونکی عبدالرؤف ايملزی، (۱۰چنګاښ) د پکتيا ولايت په ګرديز ښار کې د ګرديز غږ راډيو خبريال نادرشاه صاحب زاده(۲۲چنګاښ) په قندهار کې د هېواد راديو خبريال عبدالحميد هوتکي(۳ تلې) ، او د مرغومي په ۱۲نېټه د هلمند ولايت کې د سمون راډيو وياند صفر محمد اتل په لښکرګاه ښار کې ووژل شول. سربېره پر دې په دې موده کې حد اقل ۲۲ تنو نور په نورو تروريستي او جنايي پېښو کې زخمي شوي دي.

هر څومره چې د رسنیو ټولنې د قربانيانو شمېر د ۱۳۹۷کال په پرتله د ملاحظې وړ (۱۵تنه) کم شوی دی، مګر د پنځو خبريالانو او د رسنيو ټولنې د کارکوونکو وژل کېدل په داسې حال کې چې د حکومت او نړيوالو سرچينو په وينا، د خبريالانو په وړاندې د تاوتریخوالي اصلي عاملین داعش ډله په افغانستان کې سرکوب شوې ده، د خبريالانو په وړاندې د تهديد او تاوتريخوالي د ميزان لوړوالی دا ښايي چې د خطر سطحه لا زياته شوې او په افغانستان کې د خبريالي کار درنده بيه لري.

د افغانستان دخبريالانو مرکز له لوري ثبت شوې شمېرې ښايي چې په ۱۲ وروستيو مياشتو کې د رسنيو د وژل شويو او زخمي شويو کارکونکو سربېره د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي، تهديد او سپکاوي پېښو د ملاحظې وړ زياتوالی کړی دی. چې ۲۸رپېښې د تهديد، ۳۲ سپکاوي، ۸ د نيولو،۱۱ د تښتولو، ۶ د وهل او ټکولو او ۴ د وسله والو حملو پېښې شاملې دي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د راپور په اساس، د طالبانو ډله د يو خبريال او د رسنۍ د يو کارکونکي په وژلو، نامعلومه کسان د دوه خبريالانو او د رسنۍ د يو کارکونکي په وژلو مظنون تورن شوي دي. همدارنګه د زخمي کېدلو په پېښو کې، طالبان د ۱۴ خبريالانو او رسنيو کارکونکو په زخمي کولو، نامعلومه کسان په ۶ پېښو او داعش په ۲ پېښو باندې تورن شوي دي.

په ۱۳۹۸ کال کې د خبريالانو د تهديد په ۲۸ پېښو کې، نامعلومو کسان په ۸، د دولتي مقامات په ۶، طالبان په ۵، زورواکي په ۵ او پوليس په ۴ پېښو تورن دي. د خبريالانو د سپکاوي او توهين په ۳۲ پېښو کې، ملي پوليس ځواکونه په ۲۱ پېښو،  د رياست جمهوري ساتونکي په ۴ پېښو، زورواکي په ۴ پېښو او دولتي مسؤلين په ۳ پېښو تورن شوي دي.

همدارنګه د تښتونې په پېښو کې يې ټولې ۱۱ پېښې د طالبانو له لوري ترسره شوي دي، چې خبريالان ورسره له يوې تر دوه ورځو پورې بنديان و او د زنداني کېدلو ۸ پېښې د ملي امنيت له لوري ترسره شوي دي. سر بېره پر دې په دې موده کې په خبريالانو باندې د نامعلومه وسله والو له لورې د برید ۳ پېښې، يوه پېښه د طالبانو له لوري ترسره شوي دي.

په ترتیب سره په ټولو اته زونونو کې خبریالانو او رسنیو سره د تاوتریخوالي، ګواښ او فشار شمېرې

پلازمينه زون(کابل): د پلازمنيه زون په دې راپور کې  چې پکې د کابل، پرون، پنچشېر، کاپیسا او مېدان وردګ ولایتونه شامل دي، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې  د ۳۸ پېښو شاهد و. په دې پېښو کې یوه د وژنې( د وسله والو طالبانو د حملې پرمهال)، ۱۶ ټپیان( ۱۵ پېښې د طالبانو او یوه هم نامعلومه وسله والو)، د وهلو ټکولو ۲ پېښې( ۱ پېښه د جمهوري ریاست د ساتونکو او ۱ د نامعلومه وسله والو)، د ګواښوونې ۸ پېښې( ۲ د زورواکو، ۳ د دولتي چارواکو، ۲ د نامعلومه وسله والو، ۱ طالبانو)، او د خبریالانو د سپکاوي او توهین ۱۱ پېښې( ۸ د پولیسو په وسیله، ۲ جمهوري ریاست ساتونکو، ۱ د دولتي چارواکو په وسیله) ترسره شوې وې.

شمال زون: په دې زون کې چې بلخ، فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونه پکې شاملېږي، د تاوتریخوالي د ملاحظې وړ پېښو لرونکی دی. د ۱۳۹۸ کال په جریان کې د ۱۲ پېښو له جملې د یو خبریال ټپي کېدل(طالبانو له لوري)، د وهلو ټکولو ۳ پېښې( ۱ د ملي اردو ځواکونو له لورې، ۱ د حکومتي مسوول له لورې)، د ګواښ ۳ پېښې( ۱ حکومتي مسوول، ۱ پولیس، ۱ نامعلومه کسانو له لورې)، د خبریالانو د سپکاوي او توهین ۵ پېښې(۴د ځورواکو له لورې، ۱ د دولتي مقام)، په یو خبریال د وسله وال برید یوه قضیه او د یو خبریال د یرغمل نېونې یوه پېښه شوې ده.

شمال ختیځ زون: په دې زون کې چې د بدخشان، تخار، بغلان او کندز ولایتونه شامل دي، د ۱۱ پېښو راپور ورکړل شوی دی. له دې پېښو څخه ۷ یې د ګواښ دي، چې ۳ د پولیسو، ۳ د نامعلومه وسله والو او یوه پېښه د یو سیمه ییز چارواکي له لورې رامنځته شوې ده. پر دې سربېره په وروستیو ۱۲ میاشتو کې د وسله وال برید یوه پېښه او د یرغمل نیونې دوه پېښې په دې زون کې ثبت شوې دي.

سوېل زون: په دې زون کې چې د کندهار، هلمند، ارزګان او نیمروز ولایتونه پکې شامل دي، ۱۹ پېښې پکې ثبت شوې دي. له بده مرغه په هېواد کې د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو د وژنې له ۵ پېښو څخه یې ۳ هغه(  په زابل کې د ملي راډیو تلویزیون د د تخنیک کار کوونکي سخي بلوچ وژل کیدل، د هېواد راډیو تلویزیون د خبریال عبدالحمید هوتکي وژل کیدل او هلمند کې د سمون رادیو تلویزیون خبریال صفر محمد اتل وژل)، د هوتکي په قضیه کې طالبان او د بلوچ او اتل قضیو کې نا معلومه وسله وال متهم شوي دي. همدارنګه په دې کال د طالبانو سرک غاړې ماین چاودنې له امله هلمند کې یو خبریال ټپي شو چې له څو میاشتو وروسته یې روغتیا ښه شوې ده.

د خبریالانو د وژنې او ټپې کېدو پېښو سربېره، په ۱۳۹۸ کال کې د خبریالانو د وهلو ټکولو دوه پېښې( د ملي اردو ځواکونو له لورې)، د ګواښ ۴ پېښې(۲ د وسله والو طالبانو، ۱ پولیس سرتېرو، ۱ زورواکي شخص)، د توهین او سپکاوي ۸ قضیې( ۷ د پولیسو سرتېرو، ۱د سیمه ییز چارواکي) او د وسله والو طالبانو له لورې د یرغمل نېونې یوه پېښه ثبت شوې ده.

سويل ختیځ زون: سويل ختیځ زون کې چې پکې خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونه شامل دي خبریالانو د ګواښوونې او تاوتریخوالي ۱۶ پېښې ثبت شوې دي. په دې پېښو کې یوه د وژنې( د پکتیا په ګردېز ښار کې د ګردېز غږ راډیو خبریال نادر شاه صاحب زاده) او یوه ټپي په غزني کې ثبت شوې ده چې دواړه پېښې د نامعلومه کسانو او جنایي پېښو په نوم سره یادې شوي دي.

د تېرو ۱۲ میاشتو په جریان کې، په دې زون کې د خبریالانو د ګواښ ۳ قضیې راپور شوې دي چې په دوه قضیو کې طالبان او په یوه قضیه کې یوتن دولتي مقام تورن شوی دی. پردې سربېره په دې موده کې د پولیسو له لورې د خبریالانو د توهین او سپکوونې ۳ قضیې او د ملي امنیت ځواکونو لورې په موقت ډول د ۲ خبریالانو بندي کول او د وسله والو طالبانو له لورې د ۶ خبریالانو د یرغمل نیونې ۶ پېښې راپور شوې دي چې په پای کې تر دوه ورځو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

لوېدیځ زون: په ۱۳۹۸ کال کې په لویدځ زون کې چې د هرات، بادغیس او فراه ولایتونه پکې شاملېږي ۱۰ پېښې ثبت شوې دي. په دې کال کې د دوه خبریالانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی چې د دواړو ترسره کوونکي نا معلومه کسان یاد شوي دي. همدارنګه د هرات ولایت د یو مشهور دیني عالم له لورې د خبریالانو د ګواښ یوه پېښه، د دنیا نو تلویزیون پر ودانۍ لاسي بم پېښه ثبت شوې چې پکې وسله وال طالبان تورن شوي دي. همدارنګه په فراه ولایت کې په روان کال کې د تعلیم اسلام راډیو ۶ تنه کار کوونکي وسله والو مخالفانو سره د اړیکې په تور د ملي امنیت له لورې نیول شوې دي.

ختيځ زون: ختيځ زون چې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولايتونه پکې شامل دي. د تېرو کلونو په پرتله يې سږ کال امنيتي شرايط ښه شوي دي او د تاوتريخوالي او تهديد پېښې پکې کمې راپور شوي دي. په تېرو ۱۲ مياشتو کې، ۶ پېښې راپور شوي دي چې په يو خبريال وسله واله حمله چې زخمي شوی و پکې، ۲ د تهديد (۱ د طالبانو له لوري، ۱ د يو زورواکي له لوري) او ۳ د خبريالانو د سپکاوي او توهين پېښې (د پوليسو په واسطه) پکې شاملې دي.

مرکزي زون: مرکزي زون چې د باميان، غور او دايکندي ولايتونه پکې شامل دي، او په معمولي ډول له ښه امنيت څخه برخمن دي، ۴ پېښې پکې راپور شوي دي چې دوه پېښې پکې د جمهوري رياست د ساتونکو له لوري د دوه خبريالانو د سپکاوي او توهين دي، په غور کې يو سيمه يز خبريال باندې د وسله والې حملې ادعا، او د بامیانو د والی له لوري د يو نړیوال خبريال د تهديد پېښه پکې شامله ده.

پرمختګ، ستونزې او ننګونې

په ۱۳۹۸ کال کې په حکومتولۍ باندې د نيوکو باوجود، د خبريالانو د امنيتي اندېښنو د وضعيت ښه کولو په لاره کې د حکومت عمل، تر يوه حده له پرمختګونو سره مل و، مګر په هيڅ وجه رضايت بښونکی ندی. په دې کال کې له مهمو اقدامونو څخه کولی شو د کابينې له لوري خبريالانو د خونديتوب او امنيت د مقررې د طرحې تاييد او د بيان ازادۍ د نړيوال ائتلاف سره د افغانستان يوځای کيدل ياد کړو. سربېره پر دې د رسنيو او حکومت ګډې کميټې د خبریالانو او رسنيو د خونديتوب او امنيت په برخه کې د خبريالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او تهديد پېښو د بررسۍ او رسيدګۍ په خاطر د حکومتي بنسټونو د ځواب ورکولو د ښه والي په اړه يې مياشتنۍ ناستې دايرې کړې دي.

مګر د افغانستان دخبريالانو مرکز موندې ښايي؛ دغه کوښښونه ندي توانيدلي چې د تاوتريخوالي او تهديد لوړ ميزان را کم کړي، او په عین حال کې د خبريالانو په وړاندې د سزا څخه د بښنې کلتور هماغسې دوام لري. په وروستيو دوه لسيزو کې د زرو په شاوخوا کې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو تر څنګ، حد اقل ۱۰۹ خبريالان او د رسنيو کارکونکي په افغانستان کې او دوه افغان خبريالان په پاکستان کې وژل شوي دي، مګر د لويې څارنوالۍ له لوري ښودل شوې شمېرنې ښايي چې تر اوسه ددغو وژل شويو څخه يې د شپږو تنو نهايي احکام صادر شوي دي. او له سزا څخه د بښنې کلتور په پراخه اندازه چې په سلو کې له ۹۰ څخه زيات دي باقي پاتې دي.

په همدې ډول د تاوتريخوالي، تهديد او سپکاوي له ۱۰۰ څخه د زياتو ثبت چې له جملې يې ۵ د وژنې دي، د هېواد د رسنیو ټولنه په ۱۳۹۸ کال کې دا ښايي چې په افغانستان کې  د خبريالۍ کار څومره له خطره ډک دی او څومره اوږده لاره يې په مخ کې ده، څو خبريالان وکولی شي په خوندي شرايطو کې کار وکړي.

د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښايي چې نا امني، په مختلفو ولايتونو کې د خبريالانو په وړاندې لویه اندېښنه شمېرل کېږي. ددغه بنسټ يوه تازه بررسي چې د ليندۍ او سلواغې په مياشتو کې يې د هېواد په ټولو اته زونونو کې له ۲۰۰ څخه د زياتو خبريالانو سره د خبرو په ترڅ کې ترسره کړي دي؛ ښايي چې خبريالان او رسنۍ په جدي شکل له مستقيمو او غير مستقيمو امنيتي تهديدونو سره مخامخ دي. له ښاري مرکزونو څخه بهر خبريالان له غټ امنيتي خطر سره مخ دي. دغه تهديدونه په مستقيم ډول د طالبانو په ګډون د دولت د مخالفو وسله والو، جنايت کوونکو او زور واکو له لوري ترسره شوي دي. د هېواد په جنوب او شمال کې د طالبانو له لوري ۱۰ خبريالانو تښتونه چې له يو څخه تر دوه ورځو پورې د دوی په بند کې وو د امنېتي حالت سختوالې او ژور والی په ډاګه کوي؛ هغه ډار چې په خبریالانو کې د مسلکي کار په اړه ویره پېدا کړې او ځان سانسورونې ته یې زمېنه برابره کړې ده او د دې لامل شوی چې د دوی تګ راتګ، په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو ته ستونزمن کړي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د تازه موندنو پر اساس، د کابل جلال اباد د لويې لارې په ګډون، د فيض آباد او تالقان لويه لاره، خوست او کابل لویه لاره او د باميان لويې لارې ځينې برخې چې په نسبي ډول يو څه د خبريالانو لپاره امن دي، اکثره لويې لارې او نور مسيرونه د خبريالانو لپاره امن ندي او خبريالان په زياتره پېښو کې له ښارونو څخه بهر د سفر نه ډډه کوي او په ضروري پېښو کې په پټ ډول او د امنيتي خطر په قبلولو سفر ته ځي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوې څېړنې پر بنسټ، د خبریالانو دریمه لویه ستونزه، مالومات ته په لاسرسي کې محدودیت دی. د ځينې دولتي بنسټونو لکه کورنیو چارو او مالیې وزارت له لوري رسمي لیکونه او یا د قضایي، مالي او اقتصادي بنسټونو له لوري د مالوماتو له ورکولو ښکاره ډډه په هېواد کې د مالوماتو د ازاد لاسرسي په برخه کې د محدودیت بېلګې دي چې په دې یوه کال کې رامنځ‌ته شوې دي.

په دې برسئ کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د خبریالانو څرګندونې ښايي چې دې محدودیت د باکیفیته کار او د خبریالانو مسلک تنګ کړی او د دې لامل شوی چې په سم ډول خپل اطلاعات د رسنیو مخاطبانو په واک کې ورنه کړل شي.

درسنیو مالي ستونزې بله لويه ستونزه ده چې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو له کموالي او د سوداګریزو اعلانو د کموالي له امله رامنځته شوی دی. دا مشکلات د دې لامل شوې دي چې یو شمېر رسنۍ خپل فعالیت بند کړي او د خپلو کار کوونکو د شمېر او یا هم د هغوی د معاشونو د کمښت برخه کې جدي او پرېکنده پرېکړې وکړي.

د روغتیا او کاري بیمې او یا هم د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو لپاره د تقاعد حق نه شتون نورې هغه لویې ستونزې دي چې په دې برسۍ کې ځای پرځای شوې دي او په دې برخه کې د خبریالانو شکایتونه نه دي اورېدل شوي.

وړاندېزونه

د تاوتریخوالي لویې کچې او د خبریالانو پر وړاندې شته ګواښونوته په کتو او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرایمو څخه د معافیت کلتور چې کچه یې ۹۰ سلنې ته رسېږي، وړاندېز کېږي چې د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې له لورې دې په اړه بېړني اوجدي کارونه ترسره کړي او د حکومت رهبري دې په دې برخه کې د عمل یو داسې پلان چې معلوم وخت ولري اعلان کړي. کیدلای شي دا بهیر لاندې برخې ولري مګر محدود نه دي:

  • د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي د قضیو د ثبت یو مرکز دې جوړ شي او هرې دوسیې ته د رسېدنې بهیر برخه کې دې پرمختګ او خنډونه رسنیز شي؛
  • که چېرته تاوتریخوالی د یوې تروریستي ډلې او یا غېرې مسؤلې وسله والې ډلې له لورې ترسره شوې وي او یا د بېلګې په توګه د هغې ترسره کوونکی ژوندی نه وي، پلانوونکی او یا پلانوونکي دې مشخص شي او د قانوني پلټنې لاندې دې ونیول شي.
  • د دولت رهبري/ حکومت دې د خبریالانو او رسنیو له ګډې کمېټې څخه د خبریالانو د ګواښ او تاوتریخوالي دوسیو ته د رسېدنې برخه کې بشپړ سیاسي ملاتړ اعلان کړي او دا دې روښانه کړي چې په دې برخه کې به د لږ غفلت او بې غورۍ له امله د قانون له حکمونو سره سم چلند وکړي.

د رسنیو او خبریالانو د مالي ستونزو د کمښت برخه کې وړاندېز کېږي چې حکومت د رسنیو او خبریالانو د حقونو له ملاتړو بنسټونو سره په همکارۍ د هېواد له قوانېنو سره سم د عمل یو داسې مېکانيزم ترلاس لاندې ونیسي چې کیدای شي د د رسنیو له لورې د برېښنا او اوبو او رسنیو له لورې د مخابراتي خدمتونو د بېو کمښت پکې شامل شي، د فریکونسي جواز ثبتولو او یا ځنډولو بیو کمښت، او یا د سوداګریزو اعلانونو سپارل دي.

په عین وخت اړینه ده چې حکومت دې د یوې دومداره طرحې له مخې د خبریالانو د ملاتړ د تازه جوړ شوي صندوق اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د خبریالانو فدراسیون د حکومت او رسینو له ګډې کمېټې څخه غوښتنه کړې ده چې د دې صندوق مدیریتي کارونه دې د اړوندو ادارو استازو سره یوځای وڅېړل شي مګر له بده مرغه چې د صندوق د کار روڼتیا برخه کې عملي ګامونه نه دې اخیستل شوي.

حکومت باید ژمنه وکړي چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق څخه د ناسمې مدیریتي استفادې او د کارونو روڼتیا په برخو کې به شته شکایتونو ته رسېدګي کوي د صندوق لپاره د اړینې بودیجې په چمتو کولو سره، د جګړې او تروریزم قرباني شویو خبریالانو د کورنیو له غړو او په اوږ مهاله ناروغیو اخته کسانو او یا هغه شمېر خبریالانو ته چې کار نه لري د مرستې او لاسنیوي زمېنه برابروي.

د کار او تقاعد قانون عملي کول له نورو اړینو کارونو څخه دي چې حکومت یې بايد له رسنیو او اړوندو ادارو سره په همغږۍ عملي کړي څو په دې برخو کې د خبریالانو اندېښې لرې شي.

معلوماتو ته د لاسرسي او په دې برخه کې د دولت له لخوا زیاتېدونکو محدودیتونو ته په کتو، وړاندیز کېږي چې په دې برخه کې دې د معلوماتو د لاسرسي قانون چې دوه کاله مخکې یې په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ او په هغې کې معلوماتو د لاسرسي قانوني لارې او د محدویتونو له منځه وړل ځای پرځای شوي، بايد له کوم شرط پرته پلی شي.

په پای کې د هېواد روانې جګړې ته په کتو او په داسې شرايطو کې چې له اقتصادي او ښوونيز فقر سره يو ځای پراخه اداري فساد او وژنې، له مخدره موادو څخه استفاده او په عين حال کې د نظام په داخل کې د سياسي اشخاصو اختلافونه او سياسي اپوزسيون په پراخه ډول شتون لري، سوله بايد د افغانستان دولت، اپوزيسيون او طالبانو اصلي لومړيتوب شي.

مګر د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک او په هېواد کې د جنګ ښکېلو لوریو ترمنځ د خبرو د پېليدو ضرورت ته په کتو باید څرګنده کړو چې د هیواد رسنیو ټولنه د جګړې اصلي قربانيانو په توګه د سولې غوښتونکي دي او په جديت سره له هغې  ملاتړ کوي. مګر هغه سوله چې په هغې کې ازاداو رسنيو او د بيان ازادۍ ملاتړ او احترام ته لومړيتوب ورنکړل شي، بريالۍ نه ګڼي او له ښکېلو لوريو غواړي چې د یوې سرتاسري سولې لپاره په هېواد کې د خبريالانو مشروع اندېښنو ته چې د بیان ازادي او ازادو رسنيو په برخه کې يې لري پاملرنه وکړي.

پای