کلنی راپور-۱۳۹۴

د ۱۳۹۴ کلنی راپور

کابل، ۲۷ کب ۱۳۹۴

پېلامه

په هیواد کې د وسله والو مخالفانو د خوښځت ډېرېدو، د نا امنیو پراختیا او د خلکو اقتصادي ستونزو زیاتېدو له اړخه ۱۳۹۴ کال د افغانستان خلکو او دولت لپاره یو له ننګونو ډک کال و.

لازمي په داسې یو حالت کې د هیواد رسنۍ د یو تاثیر لرونکي مګر اغېزمنې کتلې په توګه له ستونزو او جنجالونو ډک کال تجربه کړې.

په دې کال کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې پام وړ تاوتریخوالی زیات شو او تر دې چې رسنۍ هدف وګرځول شوې او د یو شمېر رسنیو دفترونه ولټول شو.

تر ټولو مهم، لومړی ځل په تېرو ۱۴ کلونو کې، وسله والو طالبانو په ښکاره توګه دوه  رسنۍ وګواښلې او د هغوی په نظامي ګڼلو سره یې هغوی ته ګواښ وکړ چې د دې دواړو رسنیو کار کوونکي او خبریالان به د وسله والو طالبانو له حملو څخه خوندي نه وي.

له بده مرغه، وسله والو طالبانو په یو تروریسټي پېښه کې د دې دوه رسنیو څخه د یوې رسنۍ د کار کوونکو موټر هدف وګرځاوه.

په دې کال کې د دوه اونیو لپاره کندز ښار د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې و، چې پر مهال یې د یو شمېر رسنیو دفترونه ولوټل شو او کار کوونکي یې امن سیمو ته وتښتېدل.

په دې کال کې د وسله والو طالبانو د زیات ګواښ سربېره، د داعش په نوم نوې پېدا شوې ډلې په مستقیم او غیري مستقیم ډول د خبریالانو او رسنیو مسوولینو ته ګواښونه پېل کړل او تر دې چې د خپلو تروریستي کارونو تبلغیاتو لپاره یې د «خلافت» په نوم راډیو جوړولو سره خبریالان له دې لارې په مرګ ګواښول، ګواښونه یې وکړل او په ختیځ کې یې د څو رسنیو په دفترونو بمي چاودنې پلان کړې.

د نا امنیو دوام او د تاوتریخوالي زیاتوالي، په ځانګړې توګه د وسله والو طالبانو وروستی ګواښ چې د یو شخصي ټلویزیون کار کوونکو په موټر یې حمله وکړه؛ د دې لامل شوی دی چې رسنۍ او په ځانګړې توګه خبریالانو د خپل مسلکي کار پر مخ وړلو کې له ستونزو سره مخ شي.

د نا امنیو پراخوالی او تازه کواښوونه د دې لامل شوي دي چې خبریالان او د رسنیو کار کوونکي له کاره لاس په سرشي او یا هیواد خوشې کړي.

په همدې وخت کې د دې بهیر دوام د خبریالانو په مسلکي کار باندې منفي رواني اغېر پرېښودلې، په ځانګړې توګه په سوېلي، سوېل ختیځ او شمال ختیځ کې چې د زیاتو نا امنیو او نښتو شاهد و، او د ځان سانسور کونې لپاره یې زیاته زمېنه برابره کړه

مګر په داسې حالاتو، په ځانګړې توګه د کال په دویمه نیمایي کې، د ملي وحدت حکومت د ازادو رسنیو د فعالیت ښه والي په موخه، معلوماتو ته د لاسرسي او د رسنیو کار کوونکو او خبریالانو د ملاتړ او ساتنې په موخه د ستاینې وړ لوی کارونه تر لاس لاندې نیولي دي، چې تر دې دمه د خپل دې ډول کارونو او د هغې عملي کېدو برخه کې شته جدیت ته په کتو ترسره شوي ښه کارونه بې مخینې دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز اوسنی راپور کې په وروستي يو کال کې د ستونزو تشخيص، ننګونې، د تاوتريخوالي شمېرې، تهديدونه، او په ازادو رسنيو او خبريالانو باندې فشار شامل دي.

دا پېښې په کابل او ولایتونو کې دافغانستان خبریالانو مرکز استازو د موندنو په اساس چمتو او تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د راپور لنډیز

 مرکز خبرنگاران افغانستان در ۱۲ ماه اخیر ۱۴۳ قضیه خشـونت، تهدیـد، توهین و فشار علیه خبرنگاران و رسانه‌ها را در سراسر کشور ثبت کرده است.

د افغانستان خبریالانو مرکز په ټول هېواد کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د تاوتریخوالي، ګواښ، سپکاوي او په رسنیو او خبریالانو د فشار ۱۴۳ قضیې ثبت کړي دي.

دا شمېرې چې په ۱۳۹۳ کال کې ۱۰۴ وې ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیې.

د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې ثبت شوې شمېرې څرګندوي چې په دې کال کې خبریالان او د هیواد رسنیو برخې فعالان د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۱۰ پېښو سره مخ شوي دي؛ چې د ۱۳۹۳ کال د تاوتریخوالي د ګواښونې ډک چلند او فشار ۱۰۳ پېښو سره د پرتلنې له اړخه ، دوه چنده زیاتوالی ښیي.

در سال ۱۳۹۴ تعداد خبرنگاران و سایر کارمند رسانه یی جان باخته با یک مورد افزایش نسبت به سال قبل، به ۱۰ رسید که از آن جمله هشت تن از جمله چهار فعال رسانه یی زن در حمله انتحاری طالبان بر مو‌تر حامل کارمندان تلویزیون طلوع کشته شدند.

په ۱۳۹۴ یم کال کې د خبریالانو او د رسنیو برخې وژل شوو فعالینو شمېر د تېر کال په نسبت، د یوې پېښې د زیات ترسره کېدو له امله ۱۰ ته ورسېد، چې د هغې له ډلې د طلوع تلویزیون د کار کوونکو پر موټر د وسله والو طالبانو ځانمرګی برید چې د څلورښځینه فعالینو په ګډون پکې ۷ تنه ووژل شول.

د یوې سیمه ییزې راډیو ویاند چې یو وخت کې یې د بې سرحده ډاکټرانو خیریه بنسټ سره هم کار کاوه، په کندز کې د دې سازمان په روغتون باندې د بهرنیو ځواکونو په هوایي حمله کې ووژل شو، په ننګرهار کې د ملي راډیو ټلویزیون یو خبریال په ننګرهار کې د نا پېژانده وسله والو له لورې ووژل شو.

سربېره پر دې دا شمېرې د ۱۶ خبریالانو د ټپي کېدو، د خبریالانو او رسنیزو فعالینو د موقت نیونې ۱۷ پېښو او د لنډې مودې لپاره د نورو څلور تنو بندي کولو، د فزیکي تاوتریخوالي په ځانګړې توګه د وهل ټکولو ۴۰ پېښو، د لفظي تاوتریخوالي او سپکاوي ۱۳ پېښو او د ګواښ ۷ پېښو ترسره کېدو څرګندونه کوي.

مرکزي حوزه چې په دې راپور کې د کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، بامیان، غور، دایکندي، لوګر او میدان وردګ ولایتونه پکې شامل دي، په دې کال کې د «چهارشنبې د تورې شپې» ټروریسټي پېښې پرته په کابل کې د خبریالانو او ر سنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي کموالی څرګندوي مګر د هغه راپورنو له امله چې په یو ډول د زورواکو ګټې له خطر سره مخ کوي د رسنیو په دفترونو د بمي حملو او خبریالانو او رسنیو باندې فشار راوړل لا هم شته دی.

د دې بهیر دوام له کابل پرته په دې حوزه کې، ځان سانسور کونې سره مرسته کړې ده.

مګر په شمال زون کې چې بغلان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، بلخ، سمنگان، فاریاب او جوز جان ولایتونه په کې شامل دي، روان بدلونونه په ځانګړې توګه د کندز ولایت په مرکز کې روان حالت د اندېښنې وړ دی.

په کندز ښار د وسله والو طالبانو برید او د دوه اونیو لپاره په دې ښار د هغوی کنټرول له امله رامنځته شوې خپلسري د څو رسنیو د دفترونو لوټل، دې ولایت څخه د خبریالانو ډله ییزه تېښته او د ۱۳ راډیو ګانو، یو ټلویزیون او یوې سیمه ییزې ورځپاڼې غیرې فعالېدو باندې تمام شول.

د امنېتي ځواکونو له لورې د دوهم ځل لپاره، د دې ښار نیولو وروسته لا هم تر اوسه رسنیز فعالیت او د خبریالانو کار عادي حالت ته نه دې ګرځېدلی.

په لوېدیځ زون کې چې د بادغیس، هرات، غور او فراه ولایتونه په کې شامل دې، له نېکه مرغه فزیکي تاوتریخوالی په کې کم شوی مګر خبریالانو سره بده رویه په ځانګړې توګه د امنېتي ځواکونو له لورې د لېدو وړ زیاته شوې ده.

سوېل زون چې په کې هلمند، کندهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل او رزګان په کې شامل دي په ۱۳۹۴ کال کې د تېر کال په توپیر خبریالانو سره تاوتریخوالي کې کموالی راغلی دی مګر په لرې پرتو سیمو کې لاهم ګواښ په لوړه کچه په خپل ځای پاتې دی.

مګر په ختیځ زون کې چې ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونه پکې شامل دي د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی د لیدو وړ زیات شوی دی.

د نوې راښکاره شوې ډلې داعش، د زورواکو فعالیت زیاتوالي او د ځمکو غاصبینو شتون د دې لامل شوی، چې په دې کال کې د رسنیو دفترونه ډیر موخه وګرول شي او د خبریالانو پر وړاندې مستقیم اوغیري مستقیم ګواښونو کې زیاتوالی راشي.

په ټوله کې د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې څرګندوي چې د خبریالانو په وړاندې د لوړ پوړو دولتي چارواکو فزیکي تاوتریخوالی کم شوی، په داسې حال کې چې د ګواښ او فشار ګراف زیاتوالی ښیيي.

په دې کال کې د ولسمشر له لورې معلوماتو ته د لاسرسي قانون توشېح سربېره، په ولایتونو کې دولتي مقاماتو عملاً په خپل وخت د معلوماتو له ورکړې ډډه کړې ده تر دې چې په زیاتو مواردو کې والیانو دولتي ادار ته لارښوونه کړې چې د والي له تائید او اجازې پرته له رسنیو سره خبرې ونه کړي، دغه وضعيت له رسنيو سره د محلي ادارو د تړلې فضا په هماهنګۍ کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې په متعدد مواردو کې طالبانو رسنيو ته د معلوماتو په ورکړه کې غوره عمل کړی دی.

امنېتي ځواکونه اوس هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسوول دی. دا کار د امېتي ادارو او خبریالانو ترمنځ د مسلکي همکاریو د کمرنګه کېدو لامل کیږي.

امنېتي مسوولین باید خبریالانو سره چلند د امنېتي ځواکونو ښوونیز نصاب کې شامل کړي او هغوی ته باید د خبریالانو حقوق او کاري واکونه روښانه کړي.

معلوماتوته د لاسرسي قانون توشېح، رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو کمېسیون لغوه کول، له رسنیو او وینا ازادۍ څخه د ولسمشر، اجرائیه رئیس او د ولسمشر لومړي مرستیال جدي ملاتړ د ۲۰۱۵ کال لومړیو شپږو میاشتو کې له لویو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي.

مګر حکومت باید خبریالانو ته د کار لپاره د خوندي زمېنې په برابرولو، د خبریالانو د مسلکي خوندیتوب برخه کې شته ستونزو لرې کولو او د حکومت او رسنیو ترمنځ د اړیکې ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دا هغه موضوعات دي چې د ملي وحدت حکومت دواړو مشرانو د ټاکنو پرمهال د یو هوکړه لیک په لاسلیکولو سره هغې ته خپله ژمنتیا ښکاره کړې وه.

له يو شمېر ملاحظې وړ ميرمنو سره چې په رسنيو کې دندې لري، نامناسب او حتی په ځينو وختونو کې له تاوتريخوالي ډکې کړنې صورت نيسي.

دې ډول چلند ښځینه کار کوونکو ته کار کول ستونزمن کړي دي او په ځیني وختونو کې هغوی سره دا ډول چلند د جنسې استفادې لپاره ترسره کیږي.

په ولایتونو کې دا کار ډیر عام دی. د ښځو پر وړاندې د داسې چلند ترسره کول په رسنیو کې د ښځو د کمرنګه کېدو لامل دی.

حکومت باید دې موضوع سره جدي چلند وکړي او مېرمنې له داسې حالت سره د مخ کېدو پر وخت باید خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنو ته خبر ورکړي.

د نړیوالو مرستو کمښت، اقتصادي ودې شاه تګ او سیاسي بې ثباتۍ دا ستونزه منځ ته را وړې ده، زیاتره رسنۍ په ځانګړې توګه هغه رسنۍ چې په ولایتونو کې فعالیت کوي له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوانې دي.

حکومت باید د رسنیو لګښت کمولو په موخه د برېښنا بیې او حکومتي فیسونو د مثال په توګه د فریکونسي فیس او نور برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.

په هغه وخت کې چې رسنیو سره په دې برخه کې مرسته ونه شي، یوشمیر زیاتې رسنۍ، په ځانګړې توګه یوشمیر ولایتي رسنۍ مجبوریږي چې خپل نشرات ودروي.

د رسنیو او بیان ازدۍ ارزښتونو سره د نړیوالې ټولنې مالي او اخلاقي ملاتړ په وروستیو کلونو کې کم رنګه شوی دی.

د ډیموکراسۍ پروسې په غښتلې کولو، ښې حکومتولۍ او د حقونو د بهبود په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د رسنیو رول ته په کتو نړیواله ټولنه باید له رسنیو څخه ملاتړ ته په خپلو ستراتیژیو کې لومړیتوب ورکړي.

د رسنیو ازادۍ په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا د دې لامل کیږي چې، د بیان ازادۍ مخالفین په ډاډه زړه له کومې ویرې پرته په زیاته کچه د بیان ازادۍ وځپي.