کلنی راپور-۱۳۹۵

۱۳۹۵ کال افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو حالت په اړه د افغانستان خبریالانو مرکز کلنی راپور.

۲۹ کب ۱۳۹۵

پېلامه

د خلکو مالي حالت کمزورتیا، د وسله والو خوځښتونو پراخېدل او له اټکل ډیر د امنیت خرابېدو له امله ۱۳۹۵ کال افغان حکومت او ولس لپاره له ننګونو ډک کال و.

لازمي په داسې یو حالت کې د هیواد رسنيو د یو تاثیر لرونکي مګر اغېزمنې کتلې په توګه له ستونزو او جنجالونو ډک کال تجربه کړې.

د خبریالانو او رسنیو لپاره د ګواښ، فشار او تاوتریخوالي دې کال کې د تیر کال شمیرو ته په کتو د پام وړ کمښت لیدل کیږي خو د نا امنیو د کچې پراخېدو سره د ګواښ کچه په همغه پیمانه ډیره شوې ده.

تېرکال ځینو رسنیوته د وسله والو طالبانو ښکاره ګواښ او د یوې رسنۍ کارکونکو په موټر باندې د دې ډلې لخوا ځانمرکې برید ترسره شو، د امنېتي سرچینو د مالوماتو له مخې دا ګواښ کم شوی نه دی بلکې برعکس زیات شوی دی.

په ۱۳۹۵ کال کې د وسله والو طالبانو له زیات ګواښ او فشار سربېره د داعش په نوم نوې ښکاره شوې ډلې، په مستقیم او غیري مستقیمه توګه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ګواښنې ته دوام ورکړ؛ چې د دې ګواښونو دوام تر اوسه خبریالان په مسلکي او کار ترسره کولو برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په ورته وخت کې د مالي ستونزو له امله د یوشمېر رسنیو فعالیت ودرید او دا چاره په ځانګړې توګه هغو ولایتونو کې چې دغه ستونزه پکې زياته وه تر اوسه همداسې دوام لري، چې د رسنیو کار کوونکو شمېر او يا يې د هغوی میاشتنی معاشونه کم کړل.

خو په دا ډول حالاتو کې یو څه مثبت کارونه هم شوي دي په ځانګړې توګه د قانون جوړونې، د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب لپاره اقدامات پېل شوي چې هیله ورکوونکي دي.

د راپور لنډیز

د افغانستان خبریالانو مرکز اوسني راپور کې د ستونزو په ګوته کول، ننګونې، د تاوتریخوالې پېښې، ګواښونه او فشار چې له تیر یوکال راهیسې افغان خبریالان او رسنۍ ورسره مخ دي.

دا راپور په کابل او ولایتونو کې د افغانستان خبریالانو مرکز موندنو او اسنادو پر اساس تیار او تر بحث لاندې نیول شوی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز په ۱۳۹۵ کال کې د تاوتریخوالي، سپکاوي، ګواښ او فشار ۹۵ قضیې خبریالانو سره او همدارنګه په بېلابېلو ولایتونوکې د رسنیو په دفترونو شوې حملې ثبت کړي دي.

تیرکال د تاوتریخوالي ۱۹۱ پېښې ثبت شوې وې، چې د تاوریخوالي په کچه کې د ملاحظې وړ کمښت څرګندوي.

د افغان ژورنالستانو مرکز لخوا ثبت شوي ارقام ښیی، چې په 1395 کال کې د ژورنالیستانو او رسنیو د وژل شویو کارکونکو شمېره 7 پېښو ته راټيټه شوې، تېر کال د وژلو ۹ پېښې ثبت شوې وې.

د لوګر ولایت ملي پیغام راډیو مسوول مدیر محمد نصیر مدثر، هلمند ولایت کې د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر،زابل ولایت کې د ملي راډیو ټلویزیون خبریال محمد یعقوب شرافت، د امریکا ملي راډیو( ان پي آر) خبریال ډیویډ ګیلکي،او ذبیح الله افغان همکار یې په هلمند، د ولسي جرګې راډیو ټلویزیون خبریال نورالله او کار کوونکې فریدې په کابل کې په امنېتي او تروریستي پېښو کې خپل ژوند بایللی دی.

سربېره پر دې، راجستر شوي مالومات په ګوته کوي چې اته ژورنالیستان او د رسنیو فعالین ټپیان شوي، درې ژورنالیستان بنديان شوي، د فزیکي تاوتریخوالي ۴۰ پېښې په ځانګړې توګه وهل ډبول، د رسنیو په مرکزونو ۵ وسله والې حملې او یا بمي بریدونه او په ۳۲ قضیو کې په مرګ د خبریالانو ګواښل او سانسور لپاره په رسنیو او خبریالانو باندې فشار را وړلو پېښې وې چې ثبتې شوې دي.

په خبریالانو او رسنیو کار کوونکو باندې شوې ۷ بمي چاودنو څخه شپږ وسله والو طالبانو ترسره کړي او بله یوه چاودنه د نامعلومه وسله والو په نوم ثبت شوې ده خو د دولتي چارواکو او ځایي سرچینو په حواله څلور خبریالانو د وسله والو طالبانو له خوا شوې حملو کې ټپي شوي او څلور نور د ناپېژانده وسله والو لخوا ټپي شو وو.

۵۹ قضیې یا ۵۸ سلنه پېښې د دولت له لورې ( په عمده ډول د حکومتي چارواکو او کار کوونکو، د ملي امنیت او پولیسو)، ۱۵ قضیې یا ۱۹ سلنه د نا معلومه کسانو، ۱۱ قضیې یا ۱۲ سلنه د زور واکو او نامسووله وسله والو او۱۰ قضیې یا ۱۱ سلنه پېښې د وسله والو طالبانو لخوا ترسره شوې دي.

رسنیو او خبریالانو سره د تاوتریخوالي، ګواښ، او فشار شمېرې

مرکزي زون چې په کې د کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، بامیان، غور، دایکندي، لوګر او میدان وردګو ولایتونه شامل دي، د تاو تریخوالي ډیرې ۵۷ پېښې، چې د ۳ وژنې او فزیکي تاوتریخوالي شاهد وو، چې په دې زون کې په ځانګړې توګه د کابل په سهېل کې دې پېښو د ځان سانسور کونې سره ډېره مرسته کړې ده.

په شمال زون کې تغیرات چې بغلان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، سمنګان، فاریاب او جوزجان پکې شامل دي ۱۲ اندېښمنونکې پېښې تجربه کړي دي.

په کندز ښار د وسله والو طالبانو دوه یم ځلي برید او ګډ وډیو دېته زمینه برابره کړه، چې په ډله ییز ډول خبریالان او د رسنیو کار کوونکي له دې ولایت څخه وتښتي، چې په پایله کې یې ډیرې ځايي رسنۍ وتړل شوې.

د کندز ښار څخه د وسله والو طالبانو له ویستل کېدو شپږ میاشتې وروسته لاهم د خبریالانو او رسنیو فعالیت په دې ښار کې عادي حالت ته نه دی ګرځیدلی.

لودیځ حوزه کې چې بادغیس، هرات، غور او فراه ولایتونه په کې شامل دي له نېکه مرغه فیزیکي تاوتریخوالی کم شوی او تر اوسه کومه پېښه پکې نه ده ثبت شوې.

اقتصادي ستونزې او معلوماتو ته لاس رسي برخه کې شته محدویت په دې حوزه کې د خبریالانو او رسنیو لپاره لویې ستونزې وې.

په ۱۳۹۵ کال کې جنوبي زون کې چې هلمند، کندهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان ولایتونه پکې شامل دي ۱۱ پېښې ثبتې شوې دي، چې د تیر کال په نسبت ډیر کموالی ښیی.

ډیرې دا پېښې په هلمند او زابل کې شوي دي په ځانګړې توګه د زابل خبریالانو تل د ځایي ادارې له کمزورتیا او د رسنیو پر ازاد فعالیت د فشار له کبله شکایت کړی دی.

کندهار کې د ښې حکومت ولۍ او ښه امنیت له امله حالات ښه شوي دي خو په ټوله کې د دې زون په لرې پرتو سیمو کې د ګواښ کچه هماغسې لوړه ده.

ختیځ زون کې تېرو ۱۲ میاشتو کې نا امنۍ زیاتې شوي دي، چې ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان پکې شامل دي

داعش په نوم نوې ښکاره شوې ډلې سره د جګړو ډېرېدل، د ځمکو غاصبینو او زور واکانو فعالیتونو زیاتېدو د رسنیو او خبریالانو په کار سیورې غوړولی دی.

ننګرهار کې د رسنیو په د فترونو حملې شوي دي او په مستقیم او غېري مستقیم ډول د خبریالانو ګواښونه زیاته شوې، چې ځان سانسور کونه هم ورسره زیاته شوې ده.

په دې زون کې د تاوتریخوالي ټولې ۷ پېښې ثبت شوي چې د امنېتي ځواکونو لخوا د لنډ وخت لپاره د یو خبریال تر نیولو پرته ټولې پېښې د وسله والومخالفینو او ځایي زوراکو سره تړاو لري.

په ټوله کې د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښیي چې د خبریالانو سره د فزیکي چلند او ګواښ کچه د تیر کال په پرتله کمه شوې ده خو په مستقیم او غیري مستقیم ډول د رسنیو ګواښونې ګراف پورته تللی.

سره له دې چې په ۱۳۹۵ کال کې د خبریالانو او رسنیو امنیت او خوندیتوب لپاره امنیت شورا ځانګړی طرزالعمل جوړ کړ او همدارنګه یې د ولایتې کمېټو پر جوړیدو سربېره د رسنیو ټولنوغوښتونوسره سم قناعت بخښونکی فعالیت نه دی ترسره کړی.

په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانو د عملي کیدو سره سره، دولتي چارواکي په ځانګړې توګه ولایتونو کې خبریالانو ته د مالوماتو ورکولو مخه نیسي.

ستونزې، ننګونې او پدې برخه کې وړاندېزونه

لکه څنګه چې مخکې یادونه وه شوه د تاوتریخوالي کچه په ۱۳۹۵ کال کې د تېر کال په نسبت کمه شوې خو د نا امنۍ په زیاتېدو سره په رسنیو او خبریالانو فشار زیات شوی دی.

د ګواښونو ډیرېدو او قانون حاکمیت برخه کې شته کمزوریو ته په کتو وړاندیز کیږي، چې حکومت دولتي کار کوونکو او امنېتي ځواکونو ته د ازادو رسنیو د فعالیت ارزښت، د هغوي امنیت او خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاس رسي برخه کې عامه پوهاوی ورکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښېي، چې په تېرو پینځلس کلونو کې ۶۸ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي، چې د دغه پېښو ۹۰ سلنه عاملین له سزا ورکونې معاف دي.

حکومت د امنیت تامین لپاره یوې یوې قضیې ته په جدي شکل رسیدګي وکړي او باید اجازه ورنه کړي چې له سزا معافیت په کلتور بدل شي.

د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو وروسته د رسنیو مالي ستونزې ډیرې زیاتې شوي دي.

هرات چې له کابل وروسته ډیر شمیر محلي رسنۍ لري د مسوولینو وروستۍ اعتراضیه ناستې یې وښوده ، چې درسنیو مالي ستونزې او ننګونې تر کومې کچې پراخې شوي دي.

له ازادو رسنیو ملاتړ په موخه د یو منظم مېکانیزم جوړول، د کاري اسانتیا په ځانګړې توګه د منظمې برېښنا شتون به د رسنیو زیات سقوط مخنیوی وکړي او د بیا ځلي فعالیت پېل لپاره به هم ګټور تمام شي.

د رسنیو کار کوونکو او خبریالانو د روغتیایي او کاري بېمې نشتون دې برخه کې نورې لویې ستونزې دي چې د برخه کې لیدل کیږي؛ د دې ډول بیمو نشتون له امله زیات شمیر خبریالان او د رسنیو کار کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

وړاندیز کیږي چې حکومت له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ټولنو سره په ګډه مېکانیزمونه جوړ او په دې برخه کې تر لاس لاندې ونیسي او کم ترکمه د هغې عملي کیدو نېټې پورې د خبریالانو ملاتړ صندوق جوړ کړي.

له بلې خوا هیواد کې د رسنیو شمېر ته په کتو، د ښځینه کار کوونکو شمېر زیات شوی نه دی بلکې د تبعیض، ناسم چلند، د مناسب چاپیریال نشتوالی، د کار او تعلیم لپاره د مناسب او برابرو فرصتونو له کبله کم شوی نو اړینه ده چې دا موضوع جدي ونیول شي.

د افغانستان په څېر فساد ځپلو او له جګړو را وتلو هیوادونو دولتونو سره څېړنیزه خبریالي ډېره مرسته کوي خو لاهم دا پروسه محدو ده او نوې ده.

د دولت مشران باید څېړنیز راپورنو نه تعقیب کړي، او وښیې چي د پلټونکو راپورونو موندنو ته درناوی لري او د دې راپورونو په اساس د فساد کمولو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې اهمیت ورکوي.