کلنی راپور-۱۳۹۶

کابل، ۲۷ کب ۱۳۹۶

۱۳۹۶کال د تېر کال په څېر د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو او په هېواد کې د جنګ او خلکو اقتصادي ستونزو زياتوالي سره د افغانستان دولت او خلکو لپاره له ننګونو ډک کال و.

چې د هيواد رسنيو پکې د اغېز لرونکې مګر زيانمنې کتلې په ډول تر هر چا ډېرې ستونزې تجربه کړې

په دې کال کې په خبريالانو باندې تهديدونو، فشار او تاوتريخوالي په کمي او کيفي لحاظ زياتوالی کړی دی او دغه ستونزې او ننګونې د لا ډېرې اندېښنې وړ دي.

داعش په افغانستان کې د يوې تازه پديدې په ډول په خبريالانو باندې د ځاني تهديداتو لمنه پراخه کړې ده.

په عين حال کې په ۱۳۹۶کال کې د ازادو رسنيو په ګډون د داخلي رسنيو اقتصادي ستونزې چې د نړيوالو مرستو په کموالي سره رامنځته شوي دوام لري چې د رسنيو کاري ځواک يا د خبريالانو د معاش کموالي سبب ګرځيدلي دي.

 مګر په داسې شرايطو کې ځينې مثبت اقدامات لکه د رسنيو او خبريالانو د امنيت او خونديتوب په برخه کې د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې فعاليت، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د بهبود په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تعديل، او د مالياتي جرمونو بښل هيله بښونکي دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز اوسنی راپور، چې پکې د ١٣٩٧ کال د غير دولتي رسنيو او خبريالانو باندې د فشار، تهديد، ننګونو، تاوتريخوالي او ستونزو تشخيص پکې شامل دی.

دغه پېښې د افغانستان خبريالانو مرکز د موندنو په اساس په کابل ولايت ثبت او تر بررسۍ لاندې نيول شوی دی.

د افغانستان خبريالانو مرکز په تېرو ١٢مياشتو کې ، د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي، تهديد، سپکاوي، فشار او ويرې او يا په رسنيزو تاسيساتو باندې د بريدونو ١٦١ قضيې په مختلفو ولايتونو کې ثبت کړي دي. چې د ١٣٩٧ کال کې ٩٥ ثبت شويو پېښو په نسبت زياتوالی ښايي.

د افغانستان خبريالانو مرکز له لوري ثبت شوې شمېرې ښايي چې په ١٣٩٧ کال د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو د وژنې تعداد ٢١ تنو ته رسيدلی دی، او حداقل ٧٥ تنه نور زخمي شوي دي، چې تر اوسه بې سابقې دي.

په دې کال کې يواځې د جدي ٩ پېښه کې د صدای افغان رسنۍ (آوا) ٩ تنه کارکوونکي چې له جملې يې  د صحي مطالبو ليکونکی غلام رضا بيک، ليکونکي او شننونکي سيد خادم حسین هاشمي، عبدالرؤف مهدوی، سيد خداداد احمدي، محمد رضا بهرامي و سيد عدليب ضيايي، د رسنيو ښوونې مسؤل، سيد حسين حسيني د اړيکو مسؤل او ددغې رسنۍ د امنيتي چارو مسؤل اختر علي نظري له شهور خبريال سيد مهدي موسوي سره يو ځای د داعش په بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړل.

په دغه بريد کې د رسنيو ١٨ کارکونکي زخمي شول، دوه مياشتې مخکې د ورته بريد په ترڅ کې په شمشاد تلويزون د بريد په ترڅ کې چې داعش يې مسؤليت په غاړه واخيست ددغې رسنۍ يو ساتونکيی ووژل شول او شاوخوا ٢٠ خبريالان او د رسنۍ نور کارکونکي زخمي شول.

په همدغه مياشت کې د يوې سياسي څېرې د ملاتړو په مراسمو کې يوې انتحاري حملې کې د راه فردا تلويزون کمره مين ووژل شو او راپور ورکونکې يې په شدت سره زخمي شو.

له دې وړاندې د جوزا مياشتې په مرکز کې په يوه تروريستي حمله کې د رسنيو څلور کارکوونکي چې له جملې يې د ملي راډيو تلويزون د تخنيک برخې کارکونکی، د طلوع تلويزون د (IT) برخې مسؤل، د بي بي سي دفتر موټر چلونکی او د پرس ټي وي کمره مين ( په ايراني ژبه کې انګليسي تلويزون) په ځانمرګي بريد کې چې د فضله موادو يو ټانکر موټر په واسطه ترسره شو ووژل شول.

دغې پېښې شاوخوا ١٣ زخميان درلودل.

په جلال اباد کې د ملي راډيو تلويزون په ودانۍ د ثور مياشتې تروريستي پېښه چې په داعش پورې تړلې ډلې ترسره کړی و ددې سبب شوه چې دننګرهار راډيو تلويزون کارکوونکي عبدالغني، عبدالطيف، زين الله او محمد امير شينواری خپل ژوند له لاسه ورکړي او ددغې رسنۍ يو موټروان زخمي شي.

همدارنګه په هغه ځانمرګي بريد کې چې د اسد مياشت کې په کابل کې وشو، د افغانستان ورځپاڼې د توزيع مسؤل عبدالحميد رمضاني ووژل شو.

د دلوې مياشتې کې د نامعلومو وسله والو د بريد له امله چې بټي کوټ ولسوالۍ کې د ننګرهار ملي راډيو تلويزون کارکوونکو په موټر وشو د دغه تلويزون کمره مين او راپور جوړونکی زخميان شول.

بغلان ولایت کې د نا پېژانده وسله والو په حمله کې د تنویر تلویزیون مسوول مدیر سخت ټپي کیدل او کابل کې د عراق په سفارت د داعش وسله والې ډلې په حمله کې د ایران د ملي راډیو ټلویزیون خبریال ټپي کیدل له نورو لویو پېښو څخه دي چې په دې کال کې ترسره شوي دي.

سربېره پر دې، د ثبت شوو شمېرو له مخې له ۱۰ دقیقو نیولې تر ۱۵ ورځو پورې د خبریالانو موقتي نیولو ۱۵ پېښې، د فزیکي تاوتریخوالي په ځانګړې توګه د وهل ټکولو ۲۷ پېښې، د سپکاوي ۲۳ پېښې او د رسنیو او خبریالانو فعالیت باندې د اغېز او سانسور په موخه د ګواښولو، مستقیم او غیري مستقیم فشار ۱۸ پېښې ذکر شوې دي.

د خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو د وژنې له ۲۱ پېښو څخه ۱۶ یې داعش وسله والو او ۵ پېښې وسله والو طالبانو پورې اړه لري، د دې راپور په اساس په داسې حال کې چې د رسنیو کار کوونکو او خبریالانو د ۴۱ تنو د ټپي کېدو مسوول داعش وسله وال، د ۱۳ پېښو مسوول طالبانو او د پاتې درې پېښو ترسره کوونکي ناپېژانده وسله والو پورې اړه لري.

د سپکولو او توهین ټولې ۲۳ پېښې د حکومت له لورې په ځانګړې توګه د ولسمشر د ساتونکو(پي. پي. اس) له لورې ترسره شوي دي او د ګواښ ۱۸ پېښو څخه ۱۰ پېښې د امنېتي ځواکونو په ځانګړې توګه د پولیسو، شپږ پېښې د وسله والو طالبانو له لوري او دوه پېښې د ناپېژانده وسله والو له لورې د راډیو ګانو دفترونو سوځولو باندې تمامې شوې دي او د موقتي نیولو او زنداني کولو شپږو پېښو سره د حکومتي چارواکو رول ډیر دی، چې د هغې جملې درې پېښې د ملي امنیت، دوه د پولیسو، دوه د ملي اردو او نورې درې پېښې د غیري دولتي بنسټونو له لورې په ثبت رسېدلي دي.

په دې راپور کې په مرکزي حوزه کې د خبريالانو د تاوتريخوالي، تهديد او فشار شمېرې چې د کابل، پروان، پنجشېر، کاپيسا، باميان، غور، دايکندي، لوګر، او ميدان وردګ ولايتونه پکې شامل دي د ١٠٩ په شاوخوا کې د تاوتريخوالي چې له جملې يې ١٧ د وژنې پېښې ثبت شوي دي چې د کابل ښار کې د تروريستي ډلو د فعاليتونو د زياتوالي سره مل و.

شمالي حوزه چې د بغلان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، بلخ، سمنګان، فارياب او جوزجان ولايتونه پکې شامل دي هم د تاوتريخوالي ٢٣ پيښې راپور شوي، زياتره يې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ګواښ په اړه وې.

په لويديځه حوزه کې چې د بادغيس، هرات، فراه او نيمروز ولايتونه پکې شامل دي، له نېکه مرغه فزيکي تاوتريخوالی کم شوی او په دې اړه يواځې څلور پېښې ثبت شوي دي.

په دې حوزه کې د خبريالانو او رسنيو د خاوندانو عمده اندېښنې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د اقتصادي ستونزو او ننګونو په اړه دي.

په ١٣٩٧ کال کې په جنوبي حوزه کې چې دهلمند، قندهار، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني، زابل، ارزګان ولايتونه پکې شامل دي ١٢ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله يې لږ زياتوالی کړی، چې زياتره يې د غزني، ارزګان، قندهار او هلمند کې پېښې شوي دي او په زابل او يادو ولايتونو کې خبريالانو د رسنيو په ازاد فعاليت باندې د فشار څخه شکايت کړی دی.

په دې موده کې کندهار ولايت د ښې حکومتولۍ او امنيت په دليل، ښه وضعيت درلود، مګر په لرې پرتو سيمو کې ګواښونه لا هماغسې په لوړه سطحه کې قرار لري.

په تېرو ١٢ مياشتو کې په ختيځه حوزه کې نا امنيو چې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولايتونه پکې شامل دي اوس هم له انديښنې خالي ندي، له داعش سره د جګړې شدت، د زورواکو او ځمکو د غاصبينو دفعاليتونو زياتوالی د رسنيو او ازادو خبريالانو پر فعاليت باندې سيوری غوړولی دی.

په ننګرهار کې په رسنيزو تاسيساتو باندې بريدونه وشول، او د خبريالانو مستقيم او غير مستقيم تهديدونه لا زيات شوي دي چې سانسور ته يې لا ډېره زمينه برابره کړې ده.

په دغه حوزه کې ثبت شوې پېښې زياتره په وسله والو مخالفينو او يا ځايي زورواکو پورې مربوطې دي.

په ټوله کې د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښايي چې په ١٣٩٦ کال کې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو وژنه او د تاوتريخوالي او ډېر زياتوالی د تېر کال په پرتله د اندېښنې وړ دی، چې زياتره يې اطلاعاتو ته د لاسرسي او نا امنۍ په برخه وې.

په دې کال کې د خبريالانو د خونديتوب او امنيت په اړه د رسنيو او حکومت ګډې کمېټې کوښښونه ګټور ول او  کوم لومړني ګامونه چې د تاوتريخوالي، سپکاوي، او ناسم رفتار د پېښو په اړه اخستل شوي هيله بښونکي دي.

په ١٣٩٧ کال په دې برخه کې د ستونزو، ننګونو، او وړانديزونو ميزان د تېر کال په پرتله زيات شوی او په عين حال کې د نا امنۍ او پر خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو باندې د فشار لمنه پراخه شوې ده.

د قانون حاکميت ضعف او تهديدونو زياتوالي ته په کتو وړانديز کېږي چې دولت بايد د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو د امنيت او خونديتوب لپاره جدي اقدامات ترسره کړي، او همدارنګه دولتي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو ته بايد د هغوی له حقوقو دفاع او اطلاعاتو ته د لاسرسي په خاطر د ازادو رسنيو د فعاليتونو اهميت په اړه بايد معلومات ورکړل شي.

د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښايي چې په وروستو دوه لسيزو کې په هېواد کې ٩١ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي چې ددغو پېښو ٩٠ عاملين له جزا معاف شوي دي.

دغه وضعيت ته په کتو حکومت بايد د عدالت د تامين لپاره دغو پېښو ته په جدي توګه رسيدګي وکړي او له جزا څخه د بښلو کلتور پای ته ورسوي.

سربېره پر دې ليدل کېږي چې د نړيوالو مرستو په کموالي د رسنيو اقتصادي ستونزې لا زياتې شوي دي.

له رسنيو د ملاتړ په منظور د منظم ميکانيزم رامنځته کول او د د منظم برق او په متوازن ډول رسنيو ته د تجارتي اعلانونو سپارلو په شمول د کاري اسانتياو رامنځته کول به له ازادو رسنيو سره د سقوط په مخنيوي کې مرسته وکړي.

 د خبريالانو لپاره د صحي او کاري بيمې نشتوالی له نورو هغه ستونزو څخه دي چې په دې برخه کې يې خبريالان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

وړانديز کېږي چې حکومت بايد د خبريالانو مدافع بنسټونو او رسنيو سره په همکارۍ په دې برخه کې عملي ميکانيزم په کار واچوي او له خبريالانو د ملاتړ صندوق فعال کړي.

له بل اړخه په هېواد کې د پاملرنې وړ رسنيو په شتون کې څېړنيزه خبريالي چې له جنګ او فساد ځپلو هيوادونو سره لويه مرسته ده هماغسې سړه ده او دغه بهير اوس هم نوی او محدود دی.

لازمه ده چې د افغانستان دولت د څېړنيزو راپورونو په تعقيب سره،  دا وښايي چې د څېړنيزو راپورونو موندنو ته غوږ دي او دغه راپورونو ته د فساد کموالي او د حکومت د بهبود په برخه کې د ګټورتيا په لرلو سره اهميت ورکوي.

د افغانستان خبريالانو مرکز له نړيوالې ټولنې هيله لري چې په افغانستان کې د ازادو رسنيو مخ پر زياتېدونکو ستونزو او ننګونو ته په کتو ددغو رسنيو تقويت ته زمينه برابره کړي تر څو د هيواد ځوانې رسنۍ وکولی شي د ولسي نظام او حکومت دارۍ بنسټي کولو کې سم عمل وکړي.