کلنی راپور-۱۳۹۷

کلنی راپور-۱۳۹۷

کابل، ۲۷ کب ۱۳۹۷

پېلامه

١٣٩٧کال د تېر کال په څېر د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو او په هېواد کې د جنګ زياتوالي سره مل و. د داخلي توليداتو زياتېدو او د صادراتو پراخوالي په برخه کې د حکومت کوښښونو ته په کتو، خلک او ځينې رسنۍ له مخکې د اقتصادي ستونزو او امنيتي ننګوونو د لا زياتېدو په اړه اندېښنه ښايي.

د دولتي او نړيوالو سرچېنو شمېرنې د هيواد سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت ښه والی نه ښايي.

 دې ته په پاملرنې او د افغانستان د وګړو د درامد کموالی دا ښايي چې د هېواد رسنۍ د مهمو اغېز لرونکو مګر تاواني شويو عناصرو په عنوان سږ کال له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخ وې.

په دې کال کې، تاوتريخوالی، تهديد او په خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو باندې فشار او رسنيو په کمي لحاظ له ١٣٩٦کال سره دومره توپير نه درلود، مګر د خطر او تهديد له اړخه د تېر کال په پرتله ډېر فاجع و.

د امنيتي سرچينو د معلوماتو په اساس، د هېواد د ځينو لويو رسنيو په وړاندې په طالبانو پورې تړلې حقاني شبکې تهديدونه لا تر اوسه پورې ندي ختم شوي، مګر داعش په افغانستان کې د يوې تازه پديدې په عنوان د داخلي او بهرنيو ځواکونو د فشارونو سره سره کوښښ کړی چې خپل تهديدات عملي کړي او په همدې لاره کې يې خبريالان او رسنۍ هم تر هدف لاندې راوستي دی.

په عين حال کې په ١٣٩٧کال کې د ازادو رسنيو په ګډون داخلي رسنيو اقتصادي ستونزې د څو کالو راهيسې د نړيوالو مرستو کموالي په ترڅ کې له مخکې زياتې شوي او دغه بهير د دولت له لوري د ملاتړي ميکانيزم په نشتون کې ددې سبب شوی دی چې يو شمېر رسنې وتړل شي او يا د رسنيو خاوندان کارکوونکي او يا هم د هغوی معاش کم کړي.

مګر په هېواد کې د حکومتولۍ څخه د نيوکو په لړ کې په داسې شرايطو کې د حکومت کړنې د خبريالانو د وضعيت ښه والي او اندېښنو په اړه تر يوه حده له پرمختګونو سره مل دی.

د حکومت او رسنيو ګډه کمېټه د خبريالانو او رسنيو د خونديتوب او امنيت په برخه کې د مياشتنيو ناستو په ترسره کولو سره دخبريالانو په وړاندې دتاوتريخوالي او تهديد پېښو ته د لاسرسي او بررسۍ په خاطر د حکومتي بنسټونو د ځواب ويلو د بهبود په خاطر زيات کوښښونه شوي دي.

د رسنيو د مالياتي جرمونو معافيت، د ولسمشر اوماليې وزير په مالي مرستې د ملاتړ صندوق پراخوالی له نورو هغه اقداماتو څخه و چې د ازادو رسنيو او په جنګ يا ځانمرګي بريدونو په ترڅ کې د وژل شويو خبريالانو د ملاتړ لپاره ترسره شول.

د راپور لنډیز

د افغانستان خبريالانو مرکز اوسنی راپور په ١٣٩٧کال کې د خبريالانو او رسنيو، د ستونزو د تشخيص، ننګونو، تاوتريخوالي، تهديدنو، د خبريالانو او رسنيو په وړاندې دفشار په اړه و.

دغه راپور د افغانستان خبريالانو مرکز د موندنو په اساس په کابل ولايت کې جوړ او تر بررسۍ لاندې نيول شوی و.

د افغانستان خبريالانو مرکز په تېرو ١٢ مياشتو کې، د ٩٢ په شاوخوا کې د تاوتريخوالي پېښې چې د قتل، فزيکي تاوتريخوالي، سپکاوي او رټنې، تهديد، په خبريالانو د فشار او ويرې او يا په رسنيزو مرکزونو بريدونه او په ازادو رسنيو او بيان ازادۍ باندې د يوې بالقوه تهديد په عنوان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ٦٤ پېښې ثبت کړي دي. چې د تېر کال د ١٦١ثبت شويو پېښو په نسبت يې کموالی کړی دی، مګر د هغه په نسبت ډېرې زيانمنې وې.

د افغانستان خبريالانو مرکز شمېرنې ښايي چې په ١٣٩٧ کال کې د رسنيو د کارکوونکو او خبريالانو وژنې پېښې د تېر کال په پرتله ډېرې زياتې شوي دي.

په دې کال کې ٢٠ تنه چې ١٨خبريالان او دوه د رسنيو کارکوونکي پکې شامل دي وژل شوي دي او شاوخوا ١٨ تنه نور زخمي شوي دي.

په ١٣٩٧کال کې يوازې د ثور په ١٠ په تروريستي پېښو کې ٩ خبريالان چې له جملې يې شاه مري فيضي د اسوشیتدپرس عکاس، یارمحمد توخی د طلوع نيوز کمره مين، غازي رسولي راپور جوړونکی، نوروز علی خموش د يک تلويزون کمره مېن، عبدالله حنان زی، محرم درانی، او سباوون کاکړ د ازادۍ راډيو راپور جوړونکي، علي سليمي کمره مين او د مشعل تلويزون راپور جوړونکی سليم تلاش ووژل شول او شپږ نور خبريالان زخمي شول.

په هماغه ورځ د بي بي سي خبريال احمدشاه په خوست کې وتښتول شو.

له هغه وړاندې په پنځم تاريخ د کابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند په کندهار کې د نامعلومه کسانو له لوري په ډزو ووژل شو.

د فرانسې اژانس دفتر موټروان محمد اختر په (۱ اسد)، د  فرهنګ/کلتور خبري اژانس دفتر راپور جوړونکی عطاء الله رحیمی(۲۳ اسد)، د طلوع نيوز راپور ورکوونکی صمیم فرامرز او کمره مين رامز احمدي (۱۴سنبله) له نورو هغه کسانو څخه دي چې طالبانو او داعش ته د منسوبو ځانمرګي بريدونو په ترڅ کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملي راډيو تلويزون کارکوونکی محمد داوود په (۱۹ اسد)  په قندهار کې د ملي تلويزون کمره مېن محمد سلیم انگار په(۲۶ میزان)، د هېواد د رسنيو دوه نور هغه قربانيان دي چې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

سربېره پر دې شفیق آریا راپور جوړونکی او حميد الله ارماني د همصدا راډيو مېجر د دلوې په ١٦ د تخار ولايت په مرکز تالقان کې په وسله وال بريد کې ووژل شول او ددې سلسلې وروستی نفر سلطان محمود خیرخواه و چې د حوت مياشتې په ٢٤ د وسله والو کسانو له لوري په خوست ښار ووژل شو..

د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو د وژنې شمېره د ١٣٩٦ کال په پرتله يو تن کم و، مګر په روان کال کې زياتره وژنې په هدفمنده ډول ترسره شوي دي، او ۱۳۹۷ کال د دغه ډول هدفمندو وژنو په لحاظ په هېواد کې د خبريالانو لپاره مرګونی کال و.

د افغانستان خبريالانو ثبت شوې شمېرې په ١٢ وروستيو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو په وړاندې د وېرې، فزيکي تاوتريخوالي او تهديد د زيات شمېر پېښې ښايي چې له جملې يې ١٨ پيښې په خبريالانو او رسنيزو تاسيساتو د بريد، ١٢ پيښې د وهلو ډبولو او حد اقل ١٠ پيښې د خبريالانو د توهين او سپکاوي په اړه دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښايي چې داعش د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو د قتل له ٢٠ پېښو څخه د ١٣ پېښو عامل ګڼل شوی دی او له دې ډلې وروسته نامعلوم وسله وال د ٥ وژنو او طالبان د دوه وژنو عاملين ګڼل شوي دي.

ددې راپور په اساس داعش د ١١ خبريالانو د ټپي کولو عاملين او نامعلومه وسله وال د ٧ تنو نورو د زخمي کولو عاملين ګڼل شوي دي.

له دې پيښو ور اخوا په ١٣٩٧ کال کې ١٨ پيښې په خبريالانو د رسنيزو تاسيساتو د بريد، ١٣ پيښې د نامعلومه وسله والو، ٤ د طالبانو او دوه پيښې د داعش ډلې له لوري ترسره شوي دي او د خبريالانو د وهلو ډبولو ١٢ ټولو پېښو عاملين د ملي امنيت د کارکوونکو په ګډون امنيتي ځواکونه ګڼل شوي دي.

سربېره پر دې د تهديد په ١٤ پيښو کې، ٥ د طالبانو، ٤ د دولتي کارکوونکو يا امنيتي ځواکونو او شپږ نور يې د هغې له جملې يوه د تښتولو پېښه د زور واکو وسله والو له لوري ترسره شوي دي.

په دې راپور کې په مرکزي حوزه کې د خبريالانو د تاوتريخوالي، تهديد او فشار شمېرې چې د کابل، پروان، پنجشېر، کاپيسا، باميان، غور، دايکندي، لوګر، او ميدان وردګ ولايتونه پکې شامل دي د ٤٢ په شاوخوا کې د تاوتريخوالي چې له جلمې يې ١٣ د وژنې دي او علاوه په دې ٢٦ د اطلاعاتو د نه ورکولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدوديت د ايجاد پېښې ثبت شوي دي.

دغه ناوړه بې سابقې پيښې په کابل او جنوبي ولايتونو کې چې د خبريالانو هدفمنده وژنې هم پکې شاملې دي چې د تروريستي فعاليتونو د زياتوالي سره يې پړه په طالبانو او داعش اچول کېږي.

شمالي حوزه چې د بغلان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، بلخ، سمنګان، فارياب او جوزجان ولايتونه پکې شامل دي هم د تاوتريخوالي د پېښو شاهد دي.

د وروستي يو کال په جريان کې د دوه وژنو په شمول، د وهلو ډبولو او همدارنګه د سپکاوي او اطلاعاتو ته د لاسري په برخه کې د محدوديت  ١٨ پيښې راپور شوي.

په لويديځه حوزه کې چې د بادغيس، هرات، فراه او نيمروز ولايتونه پکې شامل دي، ٢٥ پېښې چې په يوې رسنۍ راکېټي حمله، ٦ د سپکاوي او ١٩ نور اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدوديت په اړه دي ثبت شوي دي.

په ١٣٩٧ کال کې په جنوبي حوزه کې چې دهلمند، قندهار، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني، زابل، ارزګان ولايتونه پکې شامل دي ١٤ د تاوتريخوالي پېښې چې د پنځو تنو وژل، څو تنه د وهلو ډبولو، سپکاوي او ١٥ اطلاعاتو ته د لاسرسي پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله يې لږ زياتوالی کړی، چې زياتره يې د غزني، ارزګان، قندهار او هلمند کې واقع شوي دي او په زابل او يادو ولايتونو کې خبريالانو د رسنيو په ازاد فعاليت باندې د فشار څخه شکايت کړی دی.

په دې موده کې هلمند، قندهار او غزني ولايتونه د نا امنيو او د وسله والو مخالفينو د بريدونو د زياتوالي شاهدان و او خبريالان وايي دغه وضعيت دوی له ډېر محدوديت سره مخ کړي دي او ددغه وضعيت ادامه به د خبريالانو پر وړاندې د سانسور زمينه لا پراخه کړي.

په تېرو ١٢ مياشتو کې په ختيځه حوزه کې نا امنيو چې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولايتونه پکې شامل دي اوس هم له انديښنې خالي ندي، له داعش سره د جګړې شدت، د زورواکو او ځمکو د غاصبينو دفعاليتونو زياتوالی د رسنيو او ازادو خبريالانو پر فعاليت باندې سيوری غوړولی دی.

په ننګرهار کې په رسنيزو تاسيساتو باندې بريدونه وشول، او د خبريالانو مستقيم او غير مستقيم تهديدونه لا زيات شوي دي چې سانسور ته يې لا ډېره زمينه برابره کړې ده. په ١٣٩٧ کال کې ٦ د تاوتريخوالي او تهديد او ١٠ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدوديت پيښې ثبت شوي دي چې اکثره يې د ننګرهار په ولايت کې وې.                                                        

په ټوله کې د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښايي چې په ١٣٩٧ کال کې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو وژنه چې زياتره يې په هدفمنده ډول ترسره شوي په يو جدي خطر اوښتي دي.

په دې کال کې د خبريالانو د خونديتوب او امنيت په اړه د رسنيو او حکومت ګډې کمېټې کوښښونه ګټور ول او  کوم لومړني ګامونه چې د داخله چارو وزارت، امنيت ملي او څارنوالۍ له لوري اخستل شوي دي کفايت نکوي.

ستونزې، مبارزه او وړانديزونه

لکه څنګه وړاندې وويل شول، په ١٣٩٧ کال کې د تاوتريخوالي او تهديد ميزان د تېر کال په پرتله لږ کم شوی دی مګر د خبريالانو هدفمنده وژنه بې سابقې ده چې پر خبريالانو او رسنيو باندې يې فشار ډېر کړی دی.

په هېواد کې د تهديدونو زياتوالي او د قانون حاکميت ضعف ته په کتو، وړانديز کېږي چې حکومت بايد د خبريالانو او رسنيو د امنيت او خونديتوب په برخه کې جدي اقدام وکړي او همدارنګه دولتي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو ته بايد د هغوی له حقوقو دفاع او اطلاعاتو ته د لاسرسي په خاطر د ازادو رسنيو د فعاليتونو اهميت په اړه بايد معلومات ورکړل شي.

د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښايي چې په وروستو دوه لسيزو کې په هېواد کې ١٠٠ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي چې ددغو پېښو ٩٥ عاملين له جزا معاف شوي دي.

دغه وضعيت ته په کتو حکومت بايد د عدالت د تامين لپاره دغو پېښو ته په جدي توګه رسيدګي وکړي او له جزا څخه د بښلو کلتور پای ته ورسوي.

سربېره پر دې ليدل کېږي چې د نړيوالو مرستو په کموالي د رسنيو اقتصادي ستونزې لا زياتې شوي دي.

له رسنيو د ملاتړ په منظور د منظم ميکانيزم رامنځته کول او د د منظم برق او په متوازن ډول رسنيو ته د تجارتي اعلانونو سپارلو په شمول د کاري اسانتياو رامنځته کول به له ازادو رسنيو سره د سقوط په مخنيوي کې مرسته وکړي.

 د خبريالانو لپاره د صحي او کاري بيمې نشتوالی له نورو هغه ستونزو څخه دي چې په دې برخه کې يې خبريالان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

وړانديز کېږي چې حکومت بايد د خبريالانو مدافع بنسټونو او رسنيو سره په همکارۍ په دې برخه کې عملي ميکانيزم په کار واچوي د بېلګې په ډول د اوږد مهال لپاره د خبريالانو د ملاتړ صندوق ته چې د ولسمشر او ماليې وزرات په مالي مرسته جوړ شو، مالي مرسته ځانګړې کړي.

دغه صندوق د لازمې بوديجې په درلودلو سره د جنګ او تروريزم قرباني خبريالانو او د صعب العلاج ناروغانو او يا د اړو ناروغو خبريالانو سره مرسته کوي.

د خبريالانو د حقوقو او امتياز کموالی، د قرارداد مطابق د هغوی حقوق او امتياز نه ورکول، له دليل پرته له دندې لرې کول، جنسيتي تبعيض، ښځينه خبريالانو ته لفظي اذيت او د امنيتي او ټولنيز خونديتوب نشتون، د تقاعد له حقوقو محروميدل، د معياري قرارداد له حق څخه محروميدل، د افتخاري دورې نه مشخصوالی په هېواد کې د خبريالانو د نورو ننګونو څخه دي.

هر څومره چې رسنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي مګر حکومت د عمومي رسنيو د فعاليت د تاسيس مقررې په جدي عملي کولو کې کولی شي دغه ډول ستونزې او ننګونې حل کړي.

له بل اړخه په هېواد کې د پاملرنې وړ رسنيو په شتون کې څېړنيزه خبريالي چې له جنګ او فساد ځپلو هيوادونو سره لويه مرسته ده هماغسې سړه ده او دغه بهير اوس هم نوی او محدود دی.

لازمه ده چې د افغانستان دولت د څېړنيزو راپورونو په تعقيب سره،  دا وښايي چې د څېړنيزو راپورونو موندنو ته غوږ دي او دغه راپورونو ته د فساد کموالي او د حکومت د بهبود په برخه کې د ګټورتيا په لرلو سره اهميت ورکوي.

د افغانستان خبريالانو مرکز له نړيولې ټولنې غواړي چې د ازادو رسنيو دغو مخ پر زياتېدو ستونزو او ننګونو ته په پاملنرې دغو رسنيو تقويت ته زمينه پراخه کړي. تر څو د هيواد ځوانې رسنۍ وکولی شي د حکومت دارۍ او ولس سالارۍ نظام په بنسټيز کولو کې ونډه واخلي.

په وروستۍ کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې روانو مذاکراتو ته په پاملرنې، بايد وښودل شي چې د رسنيو ټولنه د سولې د راتلو غوښتونکي دي او په ټول توان له هغه ملاتړ کوي.

د افغانستان خبريالانو مرکز په تاکيد سره وايي هر ډول سوله چې په هغې کې ازادې رسنۍ او د بيان ازادۍ ته لومړيتوب نه ورکول کېږي د اجرا وړ نه ګڼي او د سولې مذاکراتو له دواړو خواو څخه غواړي چې د يوې تلپاتې سولې د تحقق لپاره په دې برخه کې د خلکو مشروع اندېښنو ته چې په هېواد کې د ازادو رسنيو او بيان ازادۍ لپاره دي، پاملرنه وکړي.