۲۰۲۰کال؛ په افغانستان کې د خبریالانو د ځاني سانسور او هدفي وژنو زیاتوالی

کلني راپورونه

۱۳ مرغومی ۲۰۲۰

کابل ـ د افغانستان دخبریالانو مرکز په ۲۰۲۰ کال کې په خبریالانو او د رسنیو په کارکونکو ۱۱۲ قضیې چې وژنه، پټي کیدل، فزیکي تاوتریخوالي، توهین او سپکاوی، ګواښ، فشار او ویره او برید پکې شامل دي ثبت کړي دي، چې دغه شمېرې د ۲۰۱۹ کال سره مساوي دی، خو د خبریالانو د هدفي وژنو د پېښو په خاطر  بې مخینې و.

د افغانستان دخبریالانو مرکز له لوري ثبت شوې شمېرې څرګندوي چې په ۲۰۲۰ کال کې ۸ نفره چې درې ویاندویان، دوه راپور ورکونکي، یو انځور اخیستونکی، یو تخنیکي او یو خدماتي کارکونکی پکې شامل دي، خپل ژوند بایللی.

صفر محمد اتل، په لښکرګاه کې د سمون راډيودویاند (جنوري۲)، احمد خان نوید، په فیروز کوه کې د غور غږ راډیو ویاند (می ۹)، میر واحدشاه(ضمیر)امیري راپور ورکونکی او شفیق ذبيح په کابل کې د خورشید تلویزون انځور اخیستونکي په (۳۰ می)، الیاس داعي په لښکرګاه کې د ازادۍ راډيو راپور ورکونکی (۱۲ نوامبر)، ملاله میوند د انعکاس تلویزون ويانده او طاهر خان په جلال آباد کې د دې رسنۍ ډریور (ډسمبر۱۰) او خپلواک انځور اخیستونکی (د الجزيرې تلویزویون او اسوشیټډپرس اژانس همکار) په غزني کې د(ډسمبر ۲۱) خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په تېر کال کې د طلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاوش په کابل کې د ماین په یوه هدفي چاودنه کې ووژل شو. مرحوم سیاوش هغه وخت د مرکزي بانک سره کار کاوه او تر اوسه د دې جنایت تړاو د هغه د پخواني کار سره ثابت شوی نه دی.

همدارنګه د اریانا نیوز تلویزون ویاند فردين اميني په اړه چې د تېر کال په وروستیو کې یې ژوند له لاسه ورکړ، د هغه د وژنې شاهد او یا د یو انساني عامل په واسطه او یا جنګ له امله نه دي او په همدې دليل یې نومونه د رسنیو د ټولنې د قربانیانو په نوملړ کې نه دي شامل. د افغانستان د خبريالانو مرکز په دواړو مواردو کې له حکومته غوښتي چې جدي او رڼې څېړنې ترسره کړي او د هغه پایلې د رسنيو له ټولنې سره شریکې کړي.

همدارنګه په ۲۰۲۰ کال کې حد اقل ۱۹ خبریالان او د رسنیو کارکونکي د هیواد په بېلابېلو ولايتونو کې په جنایي او همدارنګه تروریستي پېښو کې ټپیان شوي دي.

د اففانستان دخبريالانو مرکز له لوري ثبت شوې شمېرې ښایي چې په وروستیو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو د ټپي شويو او وژل شویو خبريالانو سربېره د خبريالانو د سپکاوي، تاوتریخوالي او تهديد د پام وړ پېښې ثبت شوي دي، چې ۴۵ د ګواښ، ۱۱ د فزیکي تاوتریخوالي، ۶ د نیونې، ۶ د تښتونې او په رسنیو او خبریالانو د وسله وال برید ۴ پېښې پکې شاملې دي.

د دې راپور په بنسټ داعش د دوه ویاندویانو یو تخنيکي او یو خدماتي کارکونکي په وژلو، طالبان د یو ریپورټر، یو انځور اخیستونکي په وژلو او نامعلوم وسله وال د دوه ویاندویانو په وژلو تورن شوي دي. همدارنګه د رسنیو د کار کوونکو او خبریالانو د ټپي کولو په پېښو کې داعش په ۹، نا پېژانده وسله وال په ۶ او وسله وال طالبان ۴ پېښو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو د ګواښ په ۴۵ قضیو کې، د دولتي چارواکي په ۱۲، طالبان په ۱۱، نامعلوم وسله‌وال په ۶، ملي امنیت په  ۵، زور واکي په ۴، پولیس په ۳، د ولسي جرګې او د ولایتي شورا استازي په یوه یوه، د ولسمشر ساتونکي، او د ملي اردو افسر په یوه قضیه تورن شوي دي.

د خبریالانو د سپکاوي په ۱۳ قضیو کې، پولیس په ۸، ملي امنیت او زورواکي هر یو په ۲ او د ولسمشر ساتونکي په یوه قضيه تورن دي. د موقتې نیونې (له یوې ورځې څخه تر څو میاشتو) په قضیو کې، سیمه ییز چارواکي، پولیس او ملي امنیت هر یو په دوه دوه پېښو کې رول درلود.

همدارنګه د تښتونې په پېښو کې ټولې ۴ پېښې د طالبانو له لوري ترسره شوي دي او خبریالان له یوې تر څو ورځو او حتی له یوې میاشتې زیات بندیان ول. په تېرو ۱۲ مياشتو کې په رسنیو او خبریالانو باندې د ناپېژانده وسله والو ۶ بریدونه هم ثبت شوي دي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د راپور په بنسټ د رسنیو د ټولنې د قربانیانو شمېر په ۲۰۲۰ کال کې، له ۲۰۱۹ کال څخه د یوې پېښې په توپیر زیاتوالی لري او د نورو پېښو د مجموعي شمېر له مخې د ګواښ د پېښو په شمول له تېر کال څخه ۵ پېښې کمې وې.

مګر له دې سره هممهاله؛ د افغانستان خبریالانو مرکز ارزونه د دې ښودنه کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو او د حکومت ضد نورو وسله والو ډلو له لورې د جنګ زیاتوالي چې د سولې خبرو سره په یو وخت یې دوام وکړ، د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ کچې په بې مخینې توګه زیاتوالی وکړ.

په دې کال کې د ګواښ ۴۵ پېښې ثبت شوې(د هغه متعددو شمېرو پرته چې خبریالانو د احتمالي ګواښ له ویرې نه دي ثبت کړي) چې له ۲۰۱۹ کال څخه ۱۳ پېښې زیاتې دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرايي رئیس احمد قريشي وایي:" ۲۰۲۰ کال دهغو زیانونو له امله چې د افغانستان د رسنیو ټولنې ته رسېدلي دي له ۲۰۱۹ کال سره یې توپیر درلود.

د رسنیو د کارکونکو د وژنې ۸ پېښو څخه یې ۶ تروریستي پېښې وې چې د ګواښ او د سازمان شويو پېښو د زياتوالي تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت د خبریالانو د ځاني  سانسور او ویرې زیاتوالي ته یې لمن وهلې ده.

هغه وویل:«په تېر کال کې د کویډ-۱۹ ناروغي هم د رسنیو ټولنې په ستونزو اضافه شوه.

حد اقل د رسنیو ۸ کارکونکو د دې ناروغۍ په وجه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او همدارنګه د عوایدو د کمښت له امله څو رسنۍ له فعالیته پاتې شوي او د پام وړ خبریالان یا بیکاره شوي او یا یې معاش کم شوی دی.»

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرايي رئیس زیاته کړه:« موږ د افغانستان له حکومته غواړو چې د نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د رسنیو ټولنې مخ په زیاتیدونکو اندېښنو ته په یوې عملي حل‌ سره رسیدګي وکړي.

دې اندیښنو ته هم باید له طالبانو سره د سولې په خبرو کې لومړیتوب ورکړل شي، که نه نو د دې وضعیت دوام به ټوله افغاني ټولنه باندې سیوری را ولي.»

خبریالانو سره د تاوتریخوالي، ګواښ، وسله وال برید، سپکاوي، بندي کول او یرغمل نیونې په اړه ثبت شویو شمېر ته د لاسرسي لپاره دې ادرس ته مراجعه وکړئ.