افغانستان سږکال بیاهم خبریالانو څخه ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک له پامه وغورځاوه.

افغانستان سږکال بیاهم خبریالانو څخه ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک له پامه وغورځاوه.

۱۷ میزان ۱۳۹۷

کابل ــ د بیان ازادۍ څخه ملاتړ او خبریالانو ته د امنیت او خوندیتوب برخه کې د حکومتي مشرانو د ژمنې سره سره افغانستان دې برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وروستی پریکړه لیک، چې د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت پای ته رسولو په موخه دی، ملاتړ نه دی کړی.

د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې له ۱۳۷۳ لمریزکاله تر ۱۳۹۷ کال پورې له ۹۵ ډیر خبریالان او رسنیو کارکونکي په افغانستان کې وژل شوي دي او پر دې سربېره په دې موده کې دوه افغان خبریالان پاکستان کې هم وژل شوي دي.

که څه هم د خبریالانو خوندیتوب لپاره د خبریالانو د فدراسیون او حکومت ګډه کمېټه جوړه شوې او په دې موخه کمېټې هڅې هم کړي دي؛ خو له بده مرغه د زیاتره دا ډول قضیو څیړنه نه ده شوې او مجرمین له سزا ورکولو معاف دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز دې وضعیت ته په کتو د نړیوال سازمان سره یوځای ((۱۹ آرټيکل))  یو پرانیستي لیک کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړي په توګه، چې غړي هیوادونه مکلفوي چې د خبریالانو امنیت او خوندیتوب برخه کې اقدامات وکړي او له جرمونو معافیت پای ته ورسوي، ننګه وکړي.

دا لیک د روان کال د تلې په ۵ (۲۷ سپتمبر ۲۰۱۸)  د بهرنیوچارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازې ثریادلیل او ملګرو متلونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل ته استول شوی دی.

د خبریالانو خوندیتوب برخه کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې دا څلورم پرېکړه لیک دی چې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا لخوا جوړیږي کوم کې چې له نړیوالې ټولنې څخه د خبریالانو خوندیتوب، خبریالانو سره د کیدونکي تاوتریخوالي مخنیوی او له دوی سره د کیدونکو جرمونو قضایي تعقیب په اړه یولړ مهمې ژمنې ترلاسه کوي او همدارنګه غړي هیوادونه باید د بیان ازادۍ لپاره د زمینې برابرولو برخه کې کار وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي وایي په دغه لیک کې د خبریالانوخوندیتوب، او خبریالانو سره د ترسره کیدونکو جرمونو معافیت سره مبارزې کول یاد شوي دي؛ افغانستان باید (A/HRC/39/L.7 ) پخواني پرېکړه لیک څخه ملاتړکړی وی او د ( Co-sponsor) پریکړه لیک سره همکار شوی وی خو بدبختانه دې ناسته کې د افغانستان استازي برخه نه ده اخیستې او بې پروایي یې کړې ده.

هغه زیاته کړه: « تیر کال موهم ورته غوښتنه درلوده چې بدبختانه هغې ته هم پاملرنه ونه شوه؛ خو روان کال مو هیله لرله چې د افغانستان حکومت مشران به په نړیواله کچه د افغان خبریالانو او بیان ازادۍ څخه ملاتړ برخه کې ژمنه ټولو ته ښکاره کړي؛ مګر د موضوع پر اهمیت او رسمي غوښتنې سربېره افغان دولت له دې پرېکړه لیک ملاتړ ونه کړ، چې زموږ د اندېښنو لامل شوی.»

خو د هغه په وینا افغانستان تر( د میزان ۲۰) ۱۲ اکتوبر پورې وخت لري چې د دې پرېکړه لیک همکارانو سره یوځای شي او د افغانستان خبریالانو مرکز هیله لري چې حکومتي چارواکي به دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي دفتر د افغانستان خبریالانو مرکزاندېښنې ته په غبرګون کې ویلي د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې وروسته به دې برخه کې اقدام وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي مشر وایي افغان حکومت چې تل د خبریالانو امنیت اوخوندیتوب او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شوو جرمونو معافیت پای ته رسولو خبره کوي باید ځواب ووایي او ښکاره کړي چې افغان دولت ولې په نړیواله کچه د خپلوژمنو برخه کې عمل نه کوي.