افغانستان سږ کال هم د خبريالانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک د ملاتړ غوښتنې ته بې پروايي وکړه.

افغانستان سږ کال هم د خبريالانو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک د ملاتړ غوښتنې ته بې پروايي وکړه.

۱۷ تله ۱۳۹۷

کابل- په هېواد کې د بيان د آزادۍ څخه د ملاتړ او د خبريالانو د امنيت د تامين او مصؤنيت په برخه کې د افغانستان د حکومت د رهبرانو د ژمنې سربېره هم  افغانستان په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د پرېکړه ليک؛ چې د خبريالانو په وړاندې د جرمونو معافيت ته د پای ټکي اېښودلو ژمنه ده، ملاتړ نه دی کړی.

د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښيي چې له ۱۳۷۳ لمريز کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې په افغانستان کې له ۹۵ زيات خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي او پر دې سربېره په دې موده کې په پاکستان کې هم دوه افغان خبريالان وژل شوي دي.

په دې حال کې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب لپاره د حکومت او د خبريالانو د فدراسيون د شويو هڅو سربېره هم له بده مرغه د دې دوسيو نږدې اکثريت ته رسېدنه نه ده شوې او عاملين يې له سزا معاف شوي دي.

د دې وضعيت په نظر کې نيولو سره د افغانستان د خبريالانو مرکز د ملګرو ملتونو سره په ګډه (آرټيکل ۱۹) په يو سرخلاصي ليک کې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له دې پرېکړه ليکه چې هېوادونه د خبريالانو د امنيت او خونديتوب په برخه کې اقدام کولو او په دې برخه کې د جرايمو معافيت ته دپای ټکي اېښودلو ته اړ کوي؛ ملاتړ وکړي.

دا ليک د روان کال د تلې په پنځمه (۲۷ سپتمبر ۲۰۱۸) د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني، د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازې ثريا دليل او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دايمي استازي محمود صيقل ته په خطاب لېږل شوی دی.

دا څلورم پرېکړه ليک دی چې د ۲۰۱۲ کال راهيسې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو په شورا کې مطرح کېږي او د نړیوالې ټولنې له خوا د خبريالانو د تأمين او خونديتوب په برخه کې د ډېرو اقداماتو، د خبريالانو په وړاندې د جرمونو وړاندوینې او د دې جرمونو د قضايي څارلو په نظر کې نيولو سره د مهمو ژمنو درلودونکي دي او دا چې غړي هېوادونه بايد د بيان د آزادۍ لپاره د ډاډ وړ خوندي چاپېريال د رامنځته کولو لپاره په اقداماتو لاس پورې کړي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز رئيس احمد قريشي وايي چې په دې ليک کې راغلي چې افغانستان د خبريالانو د خونديتوب د ښه کولو او د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د سزا څخه د معافيت سره د مبارزې لپاره؛ له (A/HRC/39/L.7 )   پرېکړه ليکه ملاتړ وکړي او د ( Co-sponsor) پرېکړه ليک همکار شي؛ مګر له بده مرغه د افغانستان استازي په هغې ناسته کې حضور نه درلود او د دې مسلې په وړاندې يې بې پروايي کړې ده.

هغه زياته کړه: «تېر کال مو هم ورته غوښتنه دلوده چې متاسفانه هغې ته بې پروايي وشوه، مګر تمه وه چې په روان کال کې به د خبريالانو او د بيان د آزادۍ پر ملاتړ د افغانستان د حکومت د رهبرانو د ټينګار په دوام به افغانستان په نړيواله سطحه په دې برخه کې خپله ژمنتيا ښکاره کړي؛ خو متاسفانه د رسمي غوښتنليک او د موضوع د اهميت پر ټينګار سربېره هم د افغانستان حکومت له دې پرېکړه ليکه ملاتړ ونه کړ چې زمونږ د جدي اندېښنې سبب شوې ده.

مګر د هغه په وينا پر دې سربېره د تلې ۲۰ مې پورې (۱۲ اکتوبر) فرصت دی چې افغانستان د دې پرېکړه ليک د مرستندويانو له ډلې سره يو ځای شي او د افغانستان د خبريالانو مرکز هيله من دی چې حکومتي مقامونه دې مسئلې ته رسېدنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ دفتر د افغانستان د خبريالانو د مرکز د اندېښنو په غبرګون کې ويلي، چې په دې برخه کې به د بهرنيو چارو وزارت د لارښوونې په صورت کې ګام پورته شي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز اجرايي رئيس وايي چې د افغانستان حکومتي چارواکي بايد په دې برخه کې ځواب ويونکي شي او دا څرګنده کړي چې د دې سره چې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب او د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د معافيت د پای ته رسولو په برخه کې د خپلې ژمنتيا خبرې کوي؛ مګر په نړيواله سطحه د دې ژمنتيا په برخه کې ګام نه پورته کوي.