په افغانستان کې له خبریالانو او د بیان ازادۍ د ملاتړ په اړ د نړیوالې ټولنې استازو ګډه بیانیه

په افغانستان کې له خبریالانو او د بیان ازادۍ د ملاتړ په اړ  د نړیوالې ټولنې استازو ګډه بیانیه

 ۱۱ غوای  ۱۳۹۷

کابل: د می دریمه چې د مطبوعاتو ازادۍ له نړیوالې ورځې سره سمون لري. په دې ورځ د مطبوعاتو د بنیادي اصولو نمانځنه، له رسنیو دفاع او د هغه خبریالانو څخه چې د خپلې وظیفې په دوران کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی، درناوی او نمانځنه کېږي.

په افغانستان کې په ورستیو ۱۸ کلونو کې د مطبوعاتو ازادۍ او د رسنیو حضور د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان لپاره یو لوی پرمختګ او بریالیتوب ګڼل کېږي.د افغانستان رسنۍ د سیمې د زیاتره هیوادونو په پرتله له زیاتې ازادۍ څخه برخمنې دي، چې د طالبانو په وخت کې دغې ازادۍ شتون نه درلود.  افغان زړور خبریالان د راپور جوړولو او د زورواکو د ځواب لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچوي. دغه پرمختګ باید د یو افتخار په ډول ونمانځل شي. د بیان او مطبوعاتو ازادي په نړۍ کې د دیموکراسۍ دوه حیاتي عاملونه دي. مونږ د دغې بیانیې امضا کوونکي د افغانستان مطبوعاتو او د بیان ازادۍ د دفاع لپاره کلک عزم لرو.

 

ډیری خلک د مطبوعاتو ازادۍ په اړه چې په وروستیو ۱۸ کلونو کې ترلاسه شوې ده، راتلونکي ته یې په اندېښنه کې دي. خبریالان اوس هم تر ګواښ او حملې لاندې قرار لري او د خپلو وظیفو د سرته رسولو لپاره وژل کېږي. له بده مرغه افغانستان تېر کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه هیواد و. تېر کال له ۱۵ زیاتو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هیوادونو او بنسټونو د افغانستان له پرمختګ او پراخوالي او په وروستیو اتلس کلونو کې په افغانستان کې د بنسټ جوړونې له بهیر څخه هرکلی کړی دی،  زمونږ لپاره د مطبوعاتو ازادي د دیموکراسۍ یو اساسي او فعاله برخه ده، دغه حقوق په افغانستان کې اوس منځته راغلي دي، مګر په دې لنډه موده کې افغان رسنیو د ګاونډیو هیوادونو لپاره د یوې نمونې په ډول ظهور وکړ.

يادو دولتونو د مطبوعاتو له ازادۍ څخه د ملاتړ قوي ژمنې او ملاتړي وښوده. دا ښکاره او روښانه ده چې د افغانستان خلک د بيان ازداۍ ته ارزښت ورکوي، د خپل هيواد راتلونکی تر بحث لاندې نيسي او خپل غږ د نړيوالو غوږونو ته رسوي.

که څه هم چې اوس مهال بايد زيات کارونه ترسره شي، مثلاً د ملکي تلفاتو خبر د هر خبريال لپاره فاجعه ده. داعش او طالبان بايد د خبريالانو د قتل په اړه وغندل  شي. ددې اونۍ په جريان کې مونږ د تېر کال اپرېل مياشتې حملې چې په هغه کې ۱۰ افغانو خبريالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ مونږ بايد هغه ياده کړو. مونږ په وضاحت سره وايو چې د يو خبريال قتل په ديموکراتيکو ارزښتونو حمله ده.

د دغو خطرونو باوجود خلکو ته د خبر رسونې په برخه کې د زړورو افغان خبريالانو سرښندنه يو زړور او عالي کار دی. د هغوی رول د دې هيواد په راتلونکي کې حياتي دی. هغوی زورواکي تر پوښتنې لاندې نيسي او هغوی ځوابوي، د فساد موارد برسېره کوي، شفافيت او ښه حکومتولي هڅوي او رواجوي، هغوی له هيواد سره مينه راژوندۍ کوي، او د يو قوي افغانستان او باثباته امنيت لپاره مرسته کوي.

د دغې داعيې د رامنځته کولو لپاره د هغوی ژمنه واقعاً الهام بښونکی ده. هغه قربانۍ او سرښندنې چې خبريالانو ورکړي دي بايد ضايع نشي.

د افغانستان دولت د خبريالانو د امنيت او ساتنې په برخه کې خپل کارونه ترسره کړي دي، چې يوه بېلګه چې يې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ګډې کميټې جوړيدل دي. مونږ د افغانستان دولت هڅوو هر څه يې چې په وس وي د خبريالانو د ساتنې په خاطر دې په کار واچوي او ډاډمن دې کړي چې پر خبريالانو باندې د بريدونو عاملين د معافيت وړ ندي. خبريالانو باندې د امنيتي ځواکونو او مليشه ځواکونو بريدونه بايد نور ختم شي. او د خبريالانو پر وړاندې هر ډول ګواښ د منلو وړ ندی. همدارنګه په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ قانون تطبیق د يادولو وړ کوښښونو څخه دی. معلوماتو ته لاسرسی په قانون کې ذکر شوی دی مګر په عمل کې ندی پلي شوی.

ښځينه خبريالانې په افغانستان کې له زياتو ننګونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول له ښاره لرې سيمو کې. هغوی غالباً د ښځينه توب او خبريالۍ په خاطر له تبعيض سره مخ دي. د پرمختګونو سربېره په ځانګړي ډول د ميرمنو د حقوقو په اړه، په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو تعداد محدود دی. مونږ ميرمنو ته په دې برخه کې د پرمختګ په شمول د هغوی ملاتړ کوو او د ژوند په ټولو چارو کې د هغوی له حقوقو څخه په دفاع تاکيد کوو.

ددې ننګونو باوجود، افغانان بايد د رسنيو لاسته راوړنې هېرې نه کړي. د سيمې ډیری نور هيوادونه کولی شي له دوی د خپلو دولتونو له ژمنو څخه د ننګونو پر وړاندې کار اخيستل ياد کړي. د افغان خبريالانو فزيکي او اخلاقي زړورتيا نړۍ ته د خبریالۍ او مطبوعاتو اهميت ښايي. ددغه کار رهبري د نړيوالې ټولنې په غاړه نه ده او تصميم يې د افغانستان د خلکو په لاسونو کې دی. د افغانستان له خلکو زمونږ غوښتنه دا ده چې خپل غږونه دې د نړيوالو غوږونو ته ورسوي او په افغانستان کې دې د مطبوعاتو او بيان ازادۍ راتلونکی تضمين کړي.

د بیانیی امضا کوونکي:

Nicola Gordon-Smith، په افغانستان کې د استراليا سفير  Zha Hyoung Rhee، په افغانستان کې د کوريا سفير

Giles Lever، په کابل کې د برتانيه سفارت ارشد استازی  Tobias Thyberg، په افغانستان کې د سويډن سفير

Dave Metcalfe، په افغانستان کې د کاناډا سفير John Bass، په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو سفير

Nicolaj Hejberg Petersen، په افغانستان کې د دنمارک سفير Pierre Mayaudoneu، د اروپا اتحاديې سفير

Hannu Ripatti، په افغانستان کې د فنلند سفير Tadamichi Yamamoto، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی.

David Martinon، په افغانستان کې د فرانسې سفير Sir Nicholas Kay، په افغانستان کې د ناټو ارشد ملکي استازی.

Peter Prugel، په افغانستان کې د المان سفير Ernst Noorman، په افغانستان کې هالنډ سفير

Kjell Tormod Pettersen، په افغانستان کې د ناروې سفير