د ميانمار رهبرې آنګ سان سوچي ته د سرخلاصې بيانې څخه د افغانستان خبريالانو د مرکز ملاتړ

د ميانمار رهبرې آنګ سان سوچي ته د سرخلاصې بيانې څخه د افغانستان خبريالانو د مرکز ملاتړ

۲۳ عقرب ۱۳۹۷

کابل- د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو د حقوقو او بیان ازادۍ له ۵۱ ملاتړو سازمانونو سره چې له مختلفو هيوادونو څخه و په يوه سرخلاصي ليک کې له آنګ سان سوچي د ميانمار رهبرې او ددغه هيواد  له حکومت څخه غوښتي دي چې د رویټرز د دوه خبريالانو د بندي کېدو حکم دې لغوه او ژر تر ژره دې راخلاص کړي.

په ميانمار (برما) کې محکمې د روان کار د سنبلې په ۱۲د رویټرز دوه خبريالان، ۳۲کلن وا لون، او ۲۷ کلن کياو سئو اوو په دې دليل چې محرمانه اسناد يې ترلاسه کړي دي په اووه کاله بند محکوم کړل.

دغه دوه خبريالان تورن شوي ول چې د څېړنې په وخت کې د روهينګان د مسلمانانو د وژلو په باره کې د ميانمار دولتي رازونو ساتنې ته پاملرنه نه ده کړې.

آنګ سان سوچي چې عملاً د میانمار غير نظامي رهبري په غاړه لري، په يو نړيوال اقتصادي کنفرانس کې چې د سنبلې په ۲۰- ۲۲ دد ويتنام په هانوي ښار کې داير شوی و، ددغو خبريالانو په اړه د ورکړي حکم څخه د دفاع په ضمن کې ويلي و هغه څوک چې د دغو دوه خبريالانو په اړه د ورکړي حکم په وړاندې اعتراض لري، د هغوی غير عادلانه توب دې ثابت کړي.

د دغې موضوع په غبرګون کې، له مختلفو هيوادونو څخه د خبريالانو د حقوقو او بيان ازادۍ ۵۲ مدافع بنسټونو د افغان خبريالانو مرکز په ګډون آنګ سان سوچي ته له سرخلاصي ليک څخه  ملاتړ اعلان کړ.

د يادې بيانې امضاء کوونکو ددغو خبریالانو د محکوميت او زنداني کولو په غندلو سربېره د ميانمار رهبرې ته په خطاب کې ویلي دي چې د رویټرز خبريالانو نيول د سوچي د ادعا خلاف د ازادو رسنيو او بيان ازادۍ د بهير محدودول دي. وا لون او کياو سئو اوو په ۱۳۹۶ لمریز کال د لیندۍ په ۲۱ مه ( ۲۰۱۷ دسمبر په ۱۲) د پټو/ محرم اسنادو ترلاسه کولو په تور د ياد هيواد په راخين ولايت کې ونیول شول.

په ياده بيانيه کې راغلي دي چې دغو دوه خبريالانو په راخين ولايت کې د لسو مسلمان سړيو او ماشومانو د اعدام په اړه څېړنه کوله او د دغو وژنو د اثبات لپاره د سرچينو په لټه کې و چې د څېړنې په وخت کې دوه پوليس افسرانو هغوی ته سرچينې ورپه ګوته کړې وې، مګر وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري د دولتي پټو اسنادو ترلاسه کولو په تور ونيول شول.

د خبريالانو د موندونو په اساس د رویټرز د خبريالانو نيول د ميانماري نظاميانو پر سر دي چې د سپتمبر په دويمه يې د عين الدين په کلي چې د راخين ولايت په شمال کې موقعيت لري له حملې وروسته لس مسلمانان بندي او بيا اعدام کړل.

ملاتړو بنسټونو ښودلې ده چې نه يوازې د خبريالانو د راپور اسناد محرمانه نه و، بلکې هغه معلومات و چې مخکې ورڅخه خلک خبر و، سربېره پر دې په  دې بيانيه  کې راغلي دي چې هيڅ داسې اسناد شتون نه لري څو دا په ډاګه کړي چې ترلاسه شوي معلومات د ميانمار دښمنانو ته ورکول کېدل.

ويل شوي دي چې خبريالان له نيول کېدو وروسته له ناوړه رفتار سره مخ شوي دي، تر ډېرې مودې يې له کورنۍ سره ټيليفوني تماس نه و شوی او له خوبه محروم شوي دي.

امضاء کوونکي بنسټونه د ميانمار له حکومته غواړي چې دغه دوه خبريالان دې له شرطه پرته خوشې کړي او د هغوی په اړه دې ورکړل شوي احکام باطل وشميري او سربېره پر دې دې هغه قوانين چې په دې هيواد کې د بيان ازادي له خنډ سره مخ کوي اصلاح کړي او له نړيوالو او معياري قوانينو سره دې هماهنګ کړي.

څه کم ۷۰۰ زره نفر چې د روهنګيا اقليت جوړوي له راخين ولايت څخه د ناوړه کړنو او حملو له امله تښتيدلي دي او بنګله ديش ته يې پناه راوړې ده. د بشري حقوقو بنسټونه د ميانمار حکومت د روهنګيايانو په قتل، تيري، شکنجه، جنسي زورونې، آزار او اذيت باندې تورن کړ. او وايي چې آنګ سان سوچي د ميانمار غيرنظامي رهبرې چې په دغه هيواد کې يې د ديموکراسۍ د راوستلو لپاره کلونه کار کړی او ۱۵ کاله په کور کې نظر بنده وه  د دغه ناورین د مخنيوي لپاره يې کار ندی کړی او د پوځ په څنګ کې ولاړه ده.