په انلاين فضا کې د خصوصي حريم د ساتنې په برخه کې د ۲۰ ډلې مشرانو څخه د افغانستان خبريالانو مرکز ملاتړ

په انلاين فضا کې د خصوصي حريم د ساتنې په برخه کې د ۲۰ ډلې مشرانو څخه د افغانستان خبريالانو مرکز ملاتړ

مطبوعاتي اعلاميې

۳۰ تله ۱۳۹۷

کابل – د افغانستان خبريالانو مرکز، د نړيوال جنګ په شروع کېدو، د نړۍ له ۲۰ اقتصادي رهبرانو ته له نړيوالې اعلاميې څخه ملاتړ وکړ. په دې ویناپاڼه کې د نړۍ له سترو اقتصادي ځواکونو څخه غوښتل شوي دي چې په ډیجټلي فضا کې د شخصي حريم له ساتنې او نورو په شمول لکه د بيان ازادي، انترنيټي سیالي ... د خلکو د حقوقو رعايت  په زمينه کې خپلو ژمنو ته ته ژمن پاتې شي.

دغه لیک د ارجنټاین د مدني حقوقو انجمن په نوښت او د ویب بنسټ ، (Web Foundation)، ای اس او سي ( ...) او د موزيل بنسټ (Mozille Foundation ) په مرسته جوړ شوی دی او د مختلفو هيوادونو ۱۱۰ بنسټونو د هغې له جملې د افغانستان خبريالانو مرکز لاسلیک کړې دی.

په دې بيانيه کې ويل شوي دي چې د ۲۰ ډلې غړي د رهبرۍ په خاطر په ديجتل وخت کې د باور لپاره هم فرصت او هم مسؤليت هم لري. او دغه ډله کولی شي ددغه هدف لپاره الهام بښونکی وي او لاسته راوړنې ولري، چې هيڅ ټولنه او يا فرد بايد ناديده ونه نيول شي او د هغوی حقوقو ته بايد احترام وشي.

ويل کېږي چې انټرنيټ هر کال تر اووه تريليونه ډالرو پورې له غړيو هيوادونو  اقتصاد سره مرسته کوي. ترسره شوې څېړنې ښیي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به په انټرنيټ کې يوازې د غړو هيوادنو يو ميليارد استعمالونکي اضافه شي.

امضاء کوونکي بنسټونه دغه سرخلاصې بيانيه ښکاره کړه چې نن ورځ د ۲۰ ډلې غړيو هيوادونو اقتصاد ډیجیټل، متصل او له يو بل سره تړلی دی. مګر سياسي ژمنې له دې واقعيت سره همغږې نه دي.

دغو بنسټونو انټرنيټ ته د لاسرسي په برخه کې د ټولو لاسرسی، د خلکو له شخصي او خصوصي حريم ساتنه، په مجازي نړۍ کې د بيان ازادۍ پياوړتيا، د سايبري امنيت ساتنه او په ډیجټل فضا کې د باثباته رقابت وړانديزونه مطرحه کړي دي. او د ۲۰غړيو هيوادونو څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې خپلو ژمنو ته وفادار و اوسي او عمل پرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د نړۍ د اقتصاد لوي رهبرانو ۲۰رسمي ناسته د روان ۲۰۱۸ميلادي کال په اخيرو کې په ارجنتاين کې ترسره شي.