خبرپاڼه: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغان خبریالانو پرانیستی لیک

«په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ترسره  شویو جرمونو څخه د سزا معافیت پای ته ورسوه»

کابل، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۹

په افغانستان کې د سولې هڅو له ګړندي کیدو سره یوځای او د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو په ترسره کولو کې په لاس لرلو تورنو کسانو او ډلو ته د احتمالي بخښنې له اندېښنې او له سزا څخه د معافیت کلتور د بنسټیز کیدو، ۲۰۰ خبریالانو په پرانیستي لیک کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه جدي غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې له سزا څخه د معافیت کلتور او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

 

په دې لیک چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په نوښت جوړ شوی راغلي دي، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتل شوي چې د رسنیو ټولنې امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د تیر کال په دویمه نیمایي کې د هیواد په اته زونونو کې د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت لپاره ښوونیز- مشورتي پروګرام پلی کړ.

ګډون کوونکو خبریالانو د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه معافیت د یوې جدي ننګونې په توګه یاد کړ او په دې برخه کې یې د افغانستان حکومت رهبرۍ ته د پرانیستي لیک د استولو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا لیک چې په ټول هیواد کې له ۲۰۰ ډیرو خبریالانو لاسلیک کړی دی، په افغانستان  کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه د معافیت کلتور په اړه خپله جدي اندېښنه ښکاره کړې ده او د دې کار دوام یې په هیواد کې د خبریالانو د مسلکي کار د پرمختګ او د وینا ازادۍ برخه کې زیان اړونکی ګڼلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي: « موږ د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې( د خبریالانو فدراسیون) هڅې چې د ولسمشر د دویم مرستیال په ریاست د خبریالانو د ګواښ او تاوتریخوالي د قضیو، په ځانګړې توګه د وژل شویو خبریالانو/ رسنیزو کار کوونکو دوسیو د برسۍ او څېړنې په برخه کې ترسره شوې دي ستاینه کوو، مګر په هیڅ دلیل یې کافي نه بولو.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د همکارو بنسټونو شمېرې د دې ښودنه کوي چې په وروستیو دوه لسیزو( له ۱۳۸۰لمریز کاله تر ۱۳۹۹ لمریز کال) پورې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي له زرو ډیرې پېښې رامنځته شوې دي، په ځانګړې توګه ۱۱۵ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي چې درې پېښې يې په روان کال کې شوي دي.

په پرانیستي لیک د افغانستان د لویې څارنوالۍ په وینا راغلي دي چې تر اوسه پورې د ۳۱ وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو پورې تړلې قضیې دې ادارې ته رسېدلې او برسي شوي دي، چې د هغې له جملې ۶ قضیو کې د ابتدائیه محکمې له لورې پرېکړې، ۲ قضیو کې د استناف محکمې پریکړې او یوه قضیه هم سترې محکمې راجع شوې ده او یواځې په ۶ قضیو کې وروستۍ پرېکړې اورل شوې دي.

دې شمېر ته په کتو، لیدل کېږي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه معافیت سلنه شاوخوا ۹۵ سلنې ته رسیږي.

موږ د دې لیک لاسلیک کوونکي خبریالان د افغانستان له دولت څخه غواړو، چې د افغانستان دولت رهبرۍ شورا باید د خبریالانو او رسنیو امنیت ته د جدي پاملرنې ترڅنګ، د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي څخه د معافیت کلتور په ځانګړې توګه هغه پېښې چې په وروستیو دوه لسیزو کې پېښې شوي او خبریالان پکې وژل شوي، د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې له لارې ورته په ګډه رسېدګي وکړي او په دې برخه کې دې د عمل یو داسې پلان چې معلوم وخت ولري اعلان کړي. کیدلای شي دا بهیر لاندې برخې ولري مګر محدود نه دي:

  • لکه څنګه چې د خبریالانو او رسنيزو کارمندانو په وړاندې ترسره شوې برخه په تروريستي او غېرقانوني وسله والو ډلو پورې تړل کېږي، او زياتره هغه موارد چې رسيدګي ورته نه ده شوې، همدا ډول پېښې دي. متهم شخص تر څېړنې لاندې ونيول شي او په هغه صورت کې چې د پېښې عامل ژوندی نه دی، نو سازمانوونکي اشخاص او يا اړونده ادارې دې وپېژندل شي او معرفي شي او په دې برخه کې دې د هېواد د قوانينو سره سم عدالت تامين شي.
  • د خبريالانو په ګواښولو او تاوتريخوالي تورن چارواکي، دولتي کارکوونکي، امنيتي ځواکونه او زورواکي دې پرته له استثناء له قانوني کړنو لاندې ونيول شي.
  • د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي قضیو د رسېدنې قانون د اجرا د څرنګوالي د څارنې لپاره دې د ثبت او معلوماتو وړاندې کولو يو ځانګړی مرکز آنلاین ډیټابیس د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې تر نظارت لاندې جوړ شي او هرې دوسیې ته د رسېدنې بهیر برخه کې دې له خنډ پرته د پرمختګ د اندازې په اړه دې معلومات ورسوي.
  • ولسمشر او د دولت رهبري ارګانونه دې د خبريالانو او رسنيو د ملاتړ لپاره دې خپل پرېکنده سياسي ژمنتيا څرګنده کړي او ډاډ دې ورکړي چې هغه خلک به مجازات شي چې د خبريالانو او رسنيو کارکوونکو په وړاندې د ترسره شويو جرايمو ته د رسيدنې قانون د اجرا په برخه کې بې غوري او يا کم کاري کړې ده.

وروستی یاداښت:

 (۱) د دې پرانیستي لیک یوه، یوه کاپي د ولسې جرګې د رئیس ښاغلي میر رحمانی رحماني، د سنا جرګې د رئیس ښاغلي فضل هادي مسلمیار، لوی څارنوال ښاغلي محمد فرید حمیدي او د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات ښاغلي سید یوسف حلیم او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییس اغلې شهزاد اکبر دفترونو ته استول شوي دي.

 (۲) همدارنګه د لیک کاپي په دافغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ(یوناما)؛ اروپایي اتحادیې، یونسکو، له ازادو رسنیو د ملاتړ سیاسي استازولۍ او د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو په واک کې ورکړې شوې ده.

 (۳)   د لاسلیک کوونکو ادرس

(۴) پرانیستی لیک پښتو

(۵)  پرانیستی لیک فارسی

(۶)  پرانیستی لیک انګلیسي

(۷) د افغانستان د خبریالانو مرکز د اجرائیوي رئیس د اړیکې شماره(رسنیو لپاره): ۰۷۰۸۱۹۸۶۳۴۴