عدالت غوښتنو نتيجه ورکړه او افغانستان د خبريالانو په اړه د نړيوال سازمان له پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ.

عدالت غوښتنو نتيجه ورکړه او افغانستان د خبريالانو په اړه د نړيوال سازمان له پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ.

۱۳۹۷ د تلې میاشتې ۱۹مه

کابل- د افغانستان خبريالانو مرکز د لويو غبرګونونو په پايله کې د افغانستان حکومت د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک څخه ملاتړ اعلان کړ. او له نورو هيوادونو سره د پرېکړه لیک د ملګري په توګه يو ځای شو.

 

د افغانستان خبريالانو مرکزموندنې ښېي چې له ۱۳۷۳ لمريز کال را په دېخوا تر ۱۳۹۷ کال پورې، له ۹۵زيات خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي او سر بېره پر دې په دغه موده کې دوه افغان خبريالان په پاکستان کې وژل شوي دي او په همدې ياده موده کې سلګونه نورې د تاوتريخوالي او يا ګواښ، فشار او ويرې پيښې ثبت شوي دي.

په دې اساس هر څومه چې د حکومت او خبريالانو فدراسيون ګډه  کمېټې د خبريالانو د امنيت او خوندي توب په برخه کې کوښښونه کړي دي د کمېټې له لوري په دې برخه کې، له بده مرغه اکثره داسې پېښو ته رسيدګي نه ده شوې او عاملين يې له مجازاتو څخه معاف شوې دي.

دغه وضعيت ته په کتو د افغانستان خبريالانو مرکز نړيوال سازمان سره په يو ګډ اقدام کې د «آرتیکل ۱۹»، په يو سرخلاصي ليک کې د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د پرېکړه لیک  له وړانديز څخه ملاتړ وکړي او د دغې پرېکړه لیک همکار شي.

دا لیک د روان کال د تلې په ۵ مه ( ۲۰۱۸ سپټامبر ۲۷ مه) د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، بشر حقونو شورا کې د افغانستان استازې ثریا دلیل او ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل ته په خطاب واستول شوه مګر له مخکنۍ خبرتیا او د دې لیک لېږلو سربېره د بشر حقونو شورا د غړي په توګه افغانستان له دې پرېکړه لیک څخه ملاتړ ونه کړ.

په دوه تېرو اونيو کې او د دغه کمپاين په دوام کې له دغې پرېکړه لیک څخه د افغانستان ملاتړ په برخه کې د خبر رسونې نور کوښښونه هم ترسره شوه او د افغانستان خبريالانو مرکز له حکومتي بنسټونو له جملې يې رياست جمهوري، خارجه چارو وزارت او اطلاعاتو او کلتور رياست سره اړيکه ونيوله او په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان خبريالانو مرکز رئيس احمد قريشي وايي: « له نېکه مرغه، سږ کال له دغه پرېکړه لیک څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانستان د هڅونې په پار شوي کوښښونه ګټور ول او افغانستان په نړيواله کچه له دغې پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ مګر اوس هم اړتيا ده چې حکومت په دې اړه خپلې کړې ژمنې په داخلي سطحه کې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو شورا د تلې تر ۲۰ مې ( اکتوبر ۱۲) وخت ټاکلی دی تر څو افغانستان له دغې قطعنامې سره وصل کړي. د افغانستان سربېره دغه پرېکړه لیک د نورو ۸۱ هیوادونو تر ملاتړ لاندې نیول شوی دی.

دغه څلورم پرېکړله لیک دی چی له ۲۰۱۲ کال څخه د بشر حقونو شورا له لوري د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې مطرح کېږي او له دولتونو څخه د مهمو ژمنو غوښتنې لکه د خبريالانو د امنيت په خاطر د تدابیرو په نظر کې نيول، د خبريالانو په وړاندې د جرايمو مخنيوی او د دغو جرمونو قضايي څېړنه پکې شاملې دي چې غړي هيوادونه بايد بيان ازادي لپاره د امن چاپيريال رامنځته کولو په خاطر اقدامات وکړي.

همدارنګه تازه پرېکړه لیک کې د امضاء کوونکو هيوادونو له قوانينو د ناسمې استفادې د مخنيوي په خاطر په مشخص ډول باندې هک او يا په حسابونو او ويب سايټونو باندې حمله ... او ددې نظارت په خاطر ژمنې شاملې دي. سربېره پر دې په دې پرېکړه لیک کې، بدنامول، ويره او يا د رسنيو او خبريالانو تهديد د زورواکو او سياسي څېرو له لوري غندل شوی دی او له دولت څخه غوښتل شوي دي تر څو د رسنيو د اهميت په اړه د خلکو د پوهاوي لپاره  جدي  کار وکړي.