د اروپا شورا ته د سايبري جرمونو د کنوانسيون تازه پروتوکول په برخه کې د يوه پرانیستي ليک څخه د افغانستان دخبريالانو مرکز ملاتړ

 ۲۳ وری ۱۳۹۷

کابل: د افغانستان دخبريالانو مزکر له يو نړيوال کمپاین سره په يو ځای کېدلو، په يو پرانیستي ليک کې د اروپا له شورا غوښتي چې د سايبري جرمونو د کنوانسينونو د پروتوکول د تصويب په بهير کې د مدني ټولنو بنسټونه دخيل کړي.

دا پروتوکول د قانون د تنفيذولو ځواکونو  لپاره په بهرني قلمرو کې د اروپا شورا غړيو هېوادونو څخه زېرمه شویو محکمو ته د لاسرسي شرايط ټاکي او د اوسني سيستم د دوه اړخيزو تړونونو په ځانګړي ډول د معلوماتو شريکولو ځايناستی کېږي او همدارنګه خصوصي حريم او محکمو ته د رسېدنې اړوند مقررات چې اوس وخت کې په ملي سطحه او دوه اړخيزه ده، له منځه ليرې کوي.

ددغې طرحې په غبرګون، د الکترونيکي حريم د بنسټ(The Electronic Frontier Foundation ) په نوښت د اروپا شورا ته ليک ليکل شوی دی چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بيان ازادۍ يو شمېر بنسټونو لاسليک کړی.

دغه ليک چې د اروپا شورا سرمنشي توربیورن یاګلند ته په خطاب ليکل شوی دی، راغلي دي: « داروپا شورا يو قوي تاريخ او د کاري روڼوالي يوه بېلګه لري او مدني ټولنې ته يې اجازه ورکړې ده چې په هغه کار باندې څارنه وکړي چې دغه بهير په اروپا او نوره نړۍ کې د اروپا شورا او بشري حقوقو  لپاره ګټوره ده.»

د ليک لاسليکوونکي وايی چې د اروپايي شورا ۱۸۵ کنوانسيون(د انټرنيټي جرمونو کنوانسيون)  په پام وړ ډول بريالی شوی دی چې نه يواځې د زيات شمېر شورا غړيو هېوادونو په واسطه، بلکې د نړۍ په سطحه د لويو او کوچنيو هېوادونو له خوا هم تصويب شوی دی.

مګر د لاسليک کوونکو بنسټونو په باور په انټرنيټي جرمونو کنوانسيون کې د دويم پروتوکول په برخه کې د شورا د غړيو هېوادونو اوسني مذاکرات د روڼتیا، ګډون، انعطاف منل، او ځواب ورکولو په برخه کې ګڼ شمېر ننګونې رامنځته کوي او دا د هغو جغرافیايي سيمو او هېوادونو د پراخه طيف په خاطر ده چې په احتمالي ډول اسنادو او مشورو ته د لاسرسي لپاره د اوسنيو هوکړو په واسطه او البته په وروستۍ هوکړې سره په دې برخه کې اغېزمن کېږي.

لاسليک کوونکو واضيح کړې ده، په داسې حال کې چې حساب ورکونه، روڼوالی، ګډون او انعطاف مننه، حياتي تضمين د اروپا شورا کار دی، هغوی او په ټوله کې خلک له هغه مهمو اسنادو څخه چې تر اوسه نشر شوي نه دي، د هغې له جملې T-CY (2017) ۱۹سند ته لاسرسی نه لري، او غواړي چې ټول اسناد له لنډون پرته نشري او د اروپا شورا بايد په دې ټينګار وکړي چې د روڼوالي په اړه به په دې برخه کې خپل کار ته د پخوا په څیر دوام ورکړي.

د دغه نړيوال کمپاین ملاتړ کوونکو د اروپا شورا سرمنشي ته په يو سرخلاصي ليک کې وویل چې د اروپا شورا له قصد څخه لکه څنګه چې په T-CY (2017) ۲۰ سند کې يې ستاينه شوې ده،د « مدني ټولنې له نژدې تعامل» هرکلی کوي او په دې باور دي چې دغه کار بايد يوازې د اروپا شورا تر راتلونکي کنفرانس چې د جولای مياشت کې دی محدود نه شي.

لاسليک کوونکو بنسټونو په عين حال کې داروپااتحاديې له سايبري جرمونو سره د مبارزې کمېټې  (T-CY) څخه غوښتي چې د هرې ناستې وروسته د پوښتنې او ځواب د ناستو لپاره له جزياتو سره يو پروګرام جوړ کړي او همدارنګه په نورو ناستو کې له مدني ټولنو په ځانګړي ډول وغواړي چې په دې ناستو کې ګډون وکړي.