د افغانستان دخبریالانو مرکز د ډله ییزو رسنیو د قانون د تعديل طرحې له ځنډېدلو هرکلی کوي

۲۶ چنګاښ ۱۳۹۹

 کابل- د افغانستان د خبریالانو مرکز د ډله ییزو رسنیو د قانون تعدیل پروسې په درولو کې د حکومت او د رسنیو د ګډې تخنیکې کمېټې له کاره هرکلی کوي چې په ډیر احتمال سره به د هغې له تصویب وروسته رسنۍ له جدي محدودیت سره مخ شوې وای او دا د افغان رسنیو ټولنې لپاره د عدالت غوښتنې برخه کې اړین او پرځای ګام ګني.

د روان کال جوزا میاشتې په ۲۴مه، رسنیو او د رسنیو یو شمېر بنسټونو ولسمشر ته په پرانیستي لیک کې د ډله ییزو رسنیو قانون د تعدیل له طرحې سره خپل مخالفت څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل دغه طرحه چې ملي شورا ته استول شوې را وګرځوي او د هغې د مرحلو ترسره کیدو مخه دې ونیسي.

له دې عدالت غوښتنې وروسته، حکومت یوه ۱۲ کسیزه تخنیکي ډله( ۶ تنه له خبریالانو د ملاتړو بنسټونو او ۶ تنه له حکومتي ادارو) جوړه کړه.

دې ډلې دنده درلوده چې د طرحې د برخليک په اړه د طرحې د تعديل د طی مراحلو ودرول، څېړلو او يا سمونې ته رای ورکول په کې شامل و؛ پرېکړه وکړي او په پای کې تخنيکې ګډې ډلې له څو کاري ناستو وروسته د تعديل بهير ودرولو ته رايه ورکړه.

د ډله ییزو رسنیو قانون په تیرو دوه لسیزو کې څلور ځلې تدوین او صلاح شوی دی.

اوسنی قانون چې په ۱۳۸۸ کال تصویب او توشیح شو- له نيمګړتياؤ سره سره د افغان رسنیو ټولنې له لورې ګټور او روان وضعیت ته ځواب ویونکی او اړین ګڼل کیږي او د هغې پلې کولو لپاره زیاتې هڅې هم شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیزو بنسټونو، رسنیو او د حکومت له ګډې تخنیکې ډلې له دې پریکړې څخه د هرکلي ترڅنګ، په اوسنیو شرایطو کې د ډله ییزو رسنیو د قانون تعدیل برخه کې هر ډول اقدام غیرضروري او ترڅنګ یې زیان اړونکی ګڼي.

د رسنيو او خبريالانو دا ملاتړی بنسټ په دې باور دی چې د تعديل طرحې د طی مراحل په صورت کې دا احتمال شته چې د هېواد سياسي او ناسم امنيتي وضعيت ته په پام سره به د رسنيو قانون چې د هېواد د مهمو لاسته راوړنو له جملې او د ولسواک نظام نښه ده؛ د زياتو بدلونونو سره مخ او په هېواد کې د رسنيو او خبريالانو د کار د محدودولو سبب شي.