د قیرقیزستان دولت ته په خطاب له يوې ګډې اعلاميې څخه د افغانستان دخبريالانو مرکز ملاتړ

د قیرقزستان پارلمان

۱۶غبرګولی ۱۳۹۷                                                                                                                 

کابل – د افغانستان خبريالانو مرکز له يو نړيوال کمپاین سره په یوځای کېدو، په قیرقیزستان کې د ازادو خبريالانو او رسنيو د ګواښ او فشار د بهير دوام غندلې او د دغه هېواد له دولت څخه يې غوښتي چې دغه د اندېښنې وړ بهیر ژر پای ته ورسوي.

قیرقیزستان يو وخت په منځنۍ اسيا کې د «ديموکراسۍ جزيرې» باندې مشهور و، مګر د تېر يو نيم کال په ترڅ کې د دغه هېواد وضعيت تغير کړی چې په دغه موده کې رسنۍ او خبريالان له زيات ګواښ او فشار سره مخ و.

د ۲۰۱۷ کال لومړنيو مياشتو څخه، د قرغزستان زياتې رسنۍ او خبريالان په مختلف ډول لکه درندې جريمې، د پانګې کنګل کول يا له سفره منع کولو په ډول تر ګواښ او فشار سره مخ دي.

په ۲۷ مليونه سوم (د قیرقیزستان پولي واحد) د مشهورې خبري ويب پاڼې zanoza.kg جريمه کول چې ۳۳۸ زره ډالر کيږي.

د پخواني ولسمشر الماس بک آتا مبایف د شکايت پر اساس د ۲۰۱۷ م کال د اپريل مياشت کې د اپوزسيون رهبر عمربک تکبايف په نيولو د نيوکې اړوند مقالې خپرولو لپاره او د دې رسنۍ د بنسټ ايښودونکو د شتمنۍ ځينې برخې کنګل کول، د سفر کولو بنديز او د روان کال (۲۰۱۸) د فبروري په ۲۲ د دې هېواد د سترې محکمې له خوا د کبای قره بکوف د پنځه مليونه سومه جريمې حکم تائيدول هغه نورې پېښې دي چې په دې هېواد کې رامنځته شوي دي.

په دې خبريال تورن دی چې په خپله ليکنه کې يې د اوسني ولسمشر سورنبای جين بيک اف شخصيت ته زيان اړولی دی.

په قیرقیزستان کې دغه وضعيت، هغه هېواد چې عموما په منځنۍ اسيا کې د « کميابو مثبتې بېلګې» باندې پېژندل کېږي؛ د دغه وضعيت د دوام په غبرګون، د افغانستان خبريالانو مرکز په ګډون د بيان ازادۍ او رسنيو ۲۹ ملاتړو سازمانونود قرغیزستان دولت ته په خطاب په يوه ګډه بيانيه کې د دغه هېواد له مقاماتو غوښتي چې پر رسنيو او خبريالانو باندې فشار او دهغوی ګواښوونه ودروي.

د رامنځته شويو دوسيو د خارجولو له وخته د انتقادي راپورونو، د قانون اصلاح، د نړيوالو معيارونو سره سم افترا ويل او د قانوني طرحې د سريزې رد کول چې د بيان  ازادۍ د محدودولو مقررراتو لمنه نوره هم پراخه کوي، د دې اعلاميې د لاسليکوونکو بنسټونو له عمده غوښتنو څخه دي.

دا اعلاميه د رسنيزې پاليسۍ انسټيټيوټ (MPI)  او د قیرقیزستان د خبريالانو عمومي ټولنې (PAJ)  په غوښتنه چمتو شوې او د دې هېواد دولت ته استول شوې ده.