د ژورنالیستانو فدراسیون: حکومت دې اطلاعاتو ته د نه لاس رسي په اړه د رسنیو غبرګون ته ځواب ووايي

 

۱۵ سلواغه ۱۳۹۸

کابل-- حکومت دې اطلاعاتو ته د نه لاس رسي په اړه د رسنیو غبرګون ته ځواب ووايي. د افغانستان یو شمير ملي او محلي رسنیو د حکومت له لوري پر اطلاعاتو  د محدودیت په اړه کلک غبرګون ښودلی.

 

نن په کابل کې د یو شمير رسنیو استازي چې د بیان ازادۍ د پراختیا په موخه را ټول شوي و د یو شمير دولتي ادارو څخه یې ګيله وکړه چې پر وخت مالومات نه ورکوي.

دغو رسنیزو بنسټونو زیاته کړه چې ستره محکمه، لویه څارنوالي، ملي دفاع، کورنیو چارو، عامې روغتیا او مالیې وزارتونو په شمول، د ولسمشر دفتر،  د تدارکاتو ملي کمیسیون، مرکزي بانک او ځینې نورې هغه ادارې دي چې رسنیو ته د اړتیا وړ  اطلاعات نه ورکوي.

رسنیزو بنسټونو د اعتراض په ډول وویل چې روان وضیعت د بیان د آزادۍ په اړه یو جدي ګواښ دی، او له افغان دولت، نړیوالې ټولنې او رسنیو له ملاتړو بنسټونو يې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزې ته ژر تر ژره ورسیږي.

د ژورنالیستانو ملاتړي بنسټونه او رسنیو فدراسیون پر طلاعاتو او معلوماتو  تر لاسه کولو محدودیت د قوانینو خلاف ګړنه بولي او د افغان  رسنیو د دغه غبرګون ملاتړ کوي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د رسنیو دغه اعتراض دې واوري او هر څومره ژر دې حل لارې ور پیدا کړي.

فدراسیون همدا ډول اطلاعاتو، کلتور وزارت او کابل ښاروالي په دې پړه بولي چې په تېرو ۳ کلونو کې ندي توانېدلي چې د بیان د ازادۍ څلی ورغوي، دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددغه څلي کار ژر تر ژه پیل او بشپړ کړي.