اطلاعاتو د ازاد لاسرسي د حق خلاف په پاکستان کې د خبريال ويب سايټ فلټر غندو

اطلاعاتو د ازاد لاسرسي د حق خلاف په پاکستان کې د خبريال ويب سايټ فلټر غندو

مطبوعاتي اعلاميې

۱۳۹۷ د لړم ۲۷ مه

کابل- د افغانستان خبريالانو مرکز، په پاکستان کې د خبريال تحليلي ويب سايت باندې د محدوديت د انټرنيت د سانسور او ازادو اطلاعاتو د لاسري د حق د محروميت په توګه غندو او ددغې رسنۍ دد فيلتر غوښتونکي يو.

د خبريال تحليلي – خبري ويب سايټ چې په پښتو ژبه فعالیت لري د مخاطبانو په نقل سره په خپل راپور کې ويلي دي چې دغه ويب سايټ په پاکستان کې د لاسري وړ نه دی.

تر اوسه پورې پاکستاني مقاماتو په دې اړه خپل نظر نه دی ورکړی. په دې راپور کې راغلي دي چې خبريال مخکې له دې د جولاي په مياشت کې ۲۰۱۲ ( ۱۳۹۱ سرطان) د څو مياشتو لپاره د پاکستان حکومت په امر بند شوی و او په دې هيواد کې د لاسرسي وړ نه و. مګر د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي په مداخله دغه محدوديت لرې شو.

د افغانستان خبریالانو مرکز د رسنيو او ازادو اطلاع رسونکو بنسټونو په توګه د خبریال ویب سايټ فلټر غندي.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرايوي رئیس احمد قريشی وایی:" په انترنيټ باندې د سانسور اقدام او ددغه هيواد د خلکو پر حق او اطلاع رسونې باندې د محدوديت ايجاد په شدت سره غندو".

هغه زياته کړه: "د خبريال ويب سايټ فلتر او هغه ته د پاکستان د خلکو د لاسرسي محرومول د بشرحقونو د نړویوالې اعلاميې د ۱۹ مادې په خلاف عمل دی چې د هغه له مخې هر څو ک حق لري چې پرته له کوم محدودیت څخه معلومات او افکار تر لاسه او د لاسرسي وړ وسیلو په واسطه یې خپاره کړي.

قريشي وښودله چې د افغانستان خبريالانو مرکز له پاکستان له حکومت غواړي چې د دغه هيواد وګړو او اطلاعاتو د هغوی د لاسرسي ته احترام وکړي او په  افغانستان کې د چليدونکي خبريال ويب سايټ  او نورو ويب سايټونو او ازادو رسنيو باندې د لږيدلي محدوديت په لرې کولو سره  دې د خبر رسولو مختلفو سرچینو ته زمينه برابره کړي.

خبريال ( خبرنګار) چې مرکزي دفتر یې د انګلستان په لندن کې دی فعالیت کوي. دغه رسنۍ د افغانستان پر وضعيت او پېښو باندې د پوښښ تمرکز لري. او په عين حال کې نړيوالې پېښې د پاکستان په شمول چې د خپرونو د پوښښ زياته برخه يې د پښتنو او په دغه هيواد کې د افغان مهاجرو په اړه ده هم فعالیت کوي.

د خبريال ويب سايټ لویه برخه پاکستاني مخاطبان خيبر پښتونخوا کې ژوند کوي. د دغه ايالت خلکو په ځلونو د پاکستان مرکزي حکومت په سيستماتيک تبعيض او د پښتنو حق خوړلو باندې تورن کړی دی. او ويلي يې دي چې پاکستاني رسنيو د خلکو د پراخه حرکتونو په اړه چې ددغه وضعيت په تړاو ترسره کېږي پاملرنه نه ده کړې او هغه تر پوښښ لاندې نه نيسي.