په ۱۳۹۹ کال کې د قربانيانو د شمېر دوه چنده کېدل او د رسنيو په کارکونکو د هدفي حملو بې مخينې زياتوالی

۱۳۹۹ کب ۲۷ مه

کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز، نن د خبریال ملي ورځې په ویاړ، خپل کلنی راپور خپور کړ چې په بنسټ یې په ۱۳۹۹ کال کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې ډیره برخه یې د هدفي بریدونو له امله وه.

 

دا راپور ښايي چې په ۱۳۹۹ کال کې د خبریالانو، رسنیو کار کوونکو او رسنیو پرضد د ټولو پیښو شمیر چې په هغې کې وژنه، ټپي کېدل، د فزیکي تاوتریخوالي ګڼې پېښې، سپکاوی، ګواښ، فشار، ډارول او پر هغوی باندې بریدونه شامل دي. په ۱۳۹۸ کال کې د ۱۱۶  ثبت شويو پېښو سره په پرتلنې دوه موارده کم دي؛ مګر د قربانیانو د شمېر له پلوه په چټکۍ مخ په پورته تللی دی.

په ۱۳۹۹ کال کې د قربانیانو شمېر د ۱۳۹۸ کال په پرتله چې پنځه تنه و، یواځې دا نه چې د شمېر له پلوه یې د لیدو وړ زیاتوالی کړی او ۱۱ تنو ته ورسېد؛ بلکې ډیرې یې په انفرادي توګه تر هدف لاندې نيول شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز له لورې ثبت شوې شمېرې ښايي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې، څلور ریپورټران، د خپرونو دوه ویاندویان، د دوبلې برخې درې کار کوونکي، یو تخنیکي کار کوونکی او يو موټر چلوونکي په هیواد کې چې زیاتره پېښې یې تروریستي وې، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې قربانیانو کې د غور غږ راډیو ویاند احمد خان نوید، د خورشید راډیو ټلویزیون ریپورټر میرواحدشاه (ضمیر) امیري او د تخنیک برخې کار کوونکی شفیق ذبیح، د ازادي راډیو ریپورټر الیاس داعي، د انعکاس تلویزیون ویانده او ریپورټره ملاله میوند او د انعکاس تلویزیون موټر چلوونکی طاهر خان، ازاد ریپورټر رحمت الله نیکزاد، د غور غږ راډیو مسؤل او ریپورټر بسم الله عادل ایماق او د انعکاس تلویزیون د دوبلې برخې کار کوونکې سعدیه سادات، مرسل وحیدي او شهناز رورفي شاملې دي.

قربانیان، چې ډیری یې ځوانان و په ډیرو سختو شرايطو کې یې کار کاوه او د خپلې کورنۍ اړتیاوې یې پوره کولې.

په ۱۳۹۹ کال کې لږ تر لږه ۱۶ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو په بېلابېلو تروریستي او جنایي پېښو کې ټپي شوي هم دي. په دې موده کې د ګواښ ۴۵ پېښې، د وهل-ټکولو ۱۳ پېښې، د سپکاوي ۱۲ پېښې، ۸ بریدونه (ډیری وسله وال)، د بندي کولو ۶ پېښې او ۳ د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو د یرغمل پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز، د معلوماتو په بنسټ داعش د ۷ خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو په وژنه، طالبان په ۳ پېښو او ناپېژانده وسله وال د یو رسنیز کار کوونکي په وژنه شکمن او یا هم تورن دي. همدارنګه د ټپیانو په قضیو کې داعش په ۷ پېښو، نا پېژانده وسله وال په ۵ او وسله وال طالبان په ۴ پېښو باندې تورن دي.

په ۱۳۹۹ کال کې د خبریالانو او رسنیو کار کوونکو د ګواښونې په ۴۵ پېښو کې حکومتي/دولتي چارواکي په ۱۲، طالبان په ۱۱، ناپېژانده وسله وال په ۹، ملي امنیت په ۵، پولیس په ۳ او د ملي شورا استازي، ولایتي شورا، د ولسمشر ساتونکي، (افسر) ملي اردو او زورواکي هر یو په یوه يوه پېښه کې په لاس لرلو تورن دي.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې د وهلو -ټکولو ۱۳ پېښې ثبت شوي دي چې په ۴ پېښو کې پولیس، په ۳ کې دولتي چارواکي، د ولسي جرګې د یو وکیل ساتونکي په ۲، د ملي امنیت ځواکونه، ملي اردو او نا پېژانده کسان او زورواکي هر یو په یوه یوه پېښه کې په لاس لرلو تورن شوي دي. د خبریالانو د سپکاوي او توهین په ۱۲ پېښو کې؛ ملي پولیس په ۷ پېښو، ملي امنیت او زورواکي هر یو په دوه دوه پېښو او د ولسمشر ساتونکي د یوې پېښې په ترسره کولو تورن دي.

همدارنګه په خبریالانو باندې د برید په ترڅ کې، ۷ پېښې د نا پېژانده وسله والو له لورې ترسره شوې دي او په یوه پېښه کې یو زورواکی تورن دی. د بندي کولو په پېښو کې؛ سیمه ییزچارواکي، پولیس او ملي امنیت هر یو یې په دوه دوه پېښو تورن دي او د یرغمل نیونې پېښو کې ۳ واړه پېښې د وسله والو طالبانو له لورې ترسره شوي دي او خبریالان له یوې ورځې تر څو میاشتو پورې په بند کې وو.

له بده مرغه د دې حالت د دوام سره سره، د افغانستان حکومت د خبریالانو پرضد د تاوتریخوالي او ګواښ دوسییو ته، په ځانګړې توګه د وژل شویو خبریالانو د قضیو په برخه کې جدي او اغېز لروونکی اقدام نه دی کړی او ډیری برخه دغه دوسیې په لومړیو مرحلو کې پاتې شوي دي او د دې جنایت ترسره کوونکي او پلانوونکي په هیواد کې د سزا څخه د معافیت کلتور نه ګټه اخلي.

دې حالت ته په کتو، تازه د افغانستان دخبریالانو مرکز د ملګرو ملتونو امنیت شوراته یو پرانیستی لیک استولی چې له ټولې نړۍ څخه دخبریالانو او رسنیو د ملاتړ ۴۰ بنسټونو لاسلیک کړی، او ملاتړ يې لري.

په ليک کې راغلي چې، اوسني وضعيت ته په  کتو اړینه ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سياسي نمايندګي (يوناما) د امنيت شورا د ۲۲۲۲ پرېکړه ليک او د ملګرو ملتونو سازمان د نورو مصوبومطابق، د هغې له جملې د خبريالانو په وړاندې د جرمونو د سزا څخه د معافيت کلتور او د خونديتوب موضوع، لپاره دې د ملګرو ملتونو سازمان د عمل پروګرام، په افغانستان کې د جنګ د ښکېلو غاړو څخه وغواړي چې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالي ته د پای ټکی کېږي.

د ليک، لاسلیک کونکو بنسټونو زياته کړې ده چې د امنیت شورا باید په افغانستان کې د خبريالانو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې زياتې کړي، په ځانګړي ډول؛ د افغانستان حکومت سره په ګډې همکارۍ د خبريالانو پر وړاندې د جرمونو د سزا څخه د معافيت کلتور د ختمولو لپاره په جدي ډول کار وکړي. سربېره پردې، د سولې خبرو اترو په پايله کې د هر ډول احتمالي سياسي بدلون په صورت کې دې، امنيت شورا له خپل ټول ډيپلوماټيک ځواکه د رسنيو د خپلواکۍ، خبريالانو او رسنیو کار کوونکو خوندیتوب څخه چې په افغانستان کې د ګواښ او ډار لاندې دي، د غیري نظامي ډلې په توګه د ملاتړ او ډاډ لپاره ګټه واخلي.

د رسنیو د خپلواکۍ خوندیتوب ته د افغانستان حکومت ژمن پاتې کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو مشروطول، او ګواښل شويو خبريالانو او د رسنيو کارکونکو لپاره د لاسرسي وړ او عملي ملاتړ د غښتلتیا په خاطر، لکه امن، پناه ځايونه او يا روغتیایي مرستو لپاره د نړيوالې ټولنې هڅونه، له نورو لویو غوښتنو څخه دې چې لاسليک کونکو سازمانونو، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته په خپل پرانیستي لیک کې مطرح کړي دي.