دنده

د افغانستان خبریالانو مرکز یو خپلواک، غیرې دولتي او غیرې سیاسي اداره ده چې د ډله ییزو رسنیو قانون له حکومونو سره سم فعالیت کوي. دغه بنسټ په ۱۳۸۸کال د ثور په مياشت کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د «افغانستان خبريالانو ملاتړ مرکز» په نوم د رسمي جواز په ترلاسه کولو په فعاليت شروع وکړ، مګر ۱۳۹۰ کال د ميزان په لومړۍ د رئيسه هيئت د فيصلې او اطلاعاتو او کلتور وزارت په موافقې د هغه نوم «افغانستان خبريالانو ملاتړ مرکز» څخه د «افغانستان خبريالانو مرکز» ته واوښت. د افغانستان خبريالانو مرکز له خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو څخه د ملاتړ او په هيواد کې د مطبوعاتو ازادۍ په بنسټي کولو په منظور رامنځته شوی دی.