نجیبه ایوبي «په خبریالۍ کې د زړه ورتیا» نړیوالې جایزې ګټونکې شوه

نجیبه ایوبي «په خبریالۍ کې د زړه ورتیا» نړیوالې جایزې ګټونکې شوه

كابل، ١٤ ثور ١٣٩٢

د ښځینه رسنیو نړیوال بنسټ د کلید ګروپ مشره نجیه ایوبي په ۲۰۱۳ م کال کې په «خبریالۍ کې د زړه ورتیا جایزې» ګټونکې اعلان کړه.

دې بنسټ اعلان وکړ چې ۴۵ کلنې اغلې ایوبي، له دوه لسیزو ډیر وخت راهیسې د افغان رسنیو په منځ کې د یوې خپلواکې رسنۍ لارښوونه په غاړه لري.

د ښځینه رسنیو نړیوال بنسټ معلوماتو په اساس، د ۲۰۰۴ م کال راهیسې د کلید ګروپ مشره د انتقادي راپورنو د نشر او ترې ځان ساتلو له امله په مسلسل ډول د موبایل او لیکونو په وسیله ګواښل شوې ده.

د دې بنسټ د خبر پاڼې په یوې برخه کې راغلي دي: « نجیبه ایوبي د بېلابېلو سرچینو له لورې د ګواښ سره مخ وه ـ سیاستوالو یې د کور دروازې ته وسله وال کسان ور ولېږل، نامعلومه وسله والو ویلي چې د کورنۍ غړوته به یې زیان ورسوي، او د هغې دا موضوع روښانه شوې ده او هغې د کار محدودولو هرې غوښتنې ته د رد ځواب ویلی دی.»

نجبې ایوبي د افغانستان خپلواکو رسنیو د ګډون(کنسرسیوم) او ازادو خبریالانو د سرچینو ملاتړ په موخه د بیان ازادۍ برخه کې د نوښتګرې طرحې بنسټ اېښودنه کړې ده.

له سوریې ۲۵ کلن خبري انځورګر نورکلز، له کمبودیا څخه ۲۹ کلن خبریال بوفا فورن په ۲۰۱۳ کال کې د دې بنسټ په خبریالۍ کې د جایزې نور ګټوونکي وو.

همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې د دې بنسټ د «یو عمر خبریالۍ جایزه» د زیمبابوې هیواد خبریالې ادنا مچیرورې ته ځانګړې شوې وه.

اغلې مچیروري خپل ۵۰ کاله عمر د خبریالۍ برخه کې تېر کړی دی.

له دې مخکې په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۸ کلونو کې شریفه اخلاص او فریدې نېکزاد هغه دوه افغان مېرمنې وې چې په خبریالۍ کې یې د زړه ورتیا جایزې  ترلاسه کړې دي.

د ښځینه رسنیو نړیوال بنسټ په ۱۹۹۰ میلادي کال د نړۍ په خبري رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ او غښتلیاپه موخه د امریکا په واشنګټن ښار کې د یو شمېر ښځینه خبریالانو له لورې جوړ شو.