د افغانستان خبریالانو مرکز د « مطبوعاتو د کمپاین نښان» نړیواله جایزه ترلاسه کړه

د افغانستان خبریالانو مرکز د « مطبوعاتو د کمپاین نښان» نړیواله جایزه ترلاسه کړه

۲۸ وږي ۱۳۹۸

ژنیو، سوېس: د « مطبوعاتو کمپاين نښان» نړیوال بنسټ چې مرکز یې په سوېس کې دی، له خبریالانو او رسنیو څخه د ملاتړ او دفاع په برخه کې  د دې سازمان د ۲۰۱۹ کال جایزه د افغانستان خبریالانو مرکز ته ورکړه.

دا جایزه نن ورځ په هغه مراسمو کې چې زیات شمېر خبریالانو، د بشر حقونو فعالینو، په ژنیو کې مېشت ملګرو ملتونو اونړیوالو سازمانونو ته د افغانستان دایمي استازې او سفیر هم ګډون کړی و د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي ته ورکړل شوه.

 

قریشي د دې نړیوال سازمان د « مطبوعاتو کمپاين نښان» د کلنۍ جایزې غوره کوونکې کمېټې څخه له دې امله چې افغانستان خبریالانو مرکز یې د دې سازمان د ۲۰۱۹ کال جایزې ترلاسه کولو لپاره ټاکلی دی د مننې تر څنګ وویل: « په داسې وخت کې د دې جایزې ورکړه چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له وژونکو پېښو، تاوتریخوالي، ګواښ او مخ پر زیاتیدونکي ډار سره چې د غیری مسؤله اشخاصو او ډلو او همدارنګه د تروریستي ډلو له لورې مخ په زياتېدو دی، زموږ لپاره خورا ارزښت لري، او د خبریالانو، ازادو رسنیو او همدارنګه په افغانستان کې د بیان ازدۍ لپاره زموږ د دفاع روحیې د لا غښتلې کیدو لامل کیږي.»

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس واضیح کړه چې د افغانستان خبریالان او رسنۍ د تاوتریخوالي، ګواښ او ډارونکو پېښو له دوام سره مخ دي چې دا حالت په وروستیو کلونو کې لا خراب شوی دی تر دې پورې چې افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو د کار لپاره د نړۍ په خطرناکو ځایونو تبدیل شوی دی.

قریشي وویل چې د ۱۹۹۴ میلادي(۱۳۷۳ هجري لمریز)  کال راهیسې تر دې دمه د هیواد رسنیو ټولنې د قربانیانو شمېر ۱۱۲ تنو ته رسیږي.

قریشي همدارنګه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو او د بیان ازادۍ د پټو او ښکاره دوښمنانو تر څنګ په هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې د سزا ورکوونې معافیت شتون د دې لامل شوی چې نه يوازې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی راکم نه شي بلکې همداسې پراخ او وژونکې شي چې په دې برخه کې موږ کولی شو د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د هدفي بریدونو زیاتوالي ته اشاره وکړو.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان حکومت د خپلو کوښښونو په پايله کې د خبریالانو د امنیت تامین او خوندیتوب لپاره د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه جوړه کړه چې دې حالت ته د رسېدو لپاره د کمېټې کار د پام وړ ګټه نه درلوده او د قناعت وړ نه دی.

د مطبوعاتو کمپاین نړیوال نښان(Press Emblem (Campaign) بنسټ عمومي منشي بلیز لمپن په دې مراسمو کې وویل: « د مطبوعاتو کمپاين نښان چې د جنګ لرونکو سیمو خبریالانو لپاره ځانګړی شوی دی، هر کال خپله جایزه هغه شخص یا ادارې ته ورکوي چې د خبریالانو ملاتړ او یا د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شوو جرایمو معافیت پرضد یې په زړه ورتیا سره مبارزه کړي وي.

سږ کال مو د افغانستان خبریالانو مرکز وټاکلو ځکه چې دا مرکز په مکمله توګه زموږ له معیارونو سره برابر دی او په دې برخه کې په نشتو امکاناتو کار کوي.»

هغه د بیان ازادۍ په برخه کې افغانستان کې شوو پرمختګونو او د هغه پر وړاندې شته احتمالي خطرونو ته په اشارې سره وویل: « افغانستان ( رسنیو او بیان ازادۍ برخه کې شته لاسته راوړنو په اساس) په یوه لاره کې واقع شوي دي؛‏ د رسنیو خپلواکي په خطر کې ده او تروریستي ډلې د خبریالانو پرضد په یو دوامداره ګواښ بدلې شوي دي.»

لمپن افغانستان کې په رسنیو او خبریالانو باندې د حملو او ګوښونې دوام په اړه د خبرداري ترڅنګ وویل چې که دغه چاره دوام پیدا کړي نو په دغه هیواد کې به د ازادو رسنیو نه شتون کې به په دې هيودا کې ډیموکراتیک بحث هم نه وای.

د مطبوعاتو کمپاين نښان عمومي منشي وویل چې دې حالت ته په کتو، دافغانستان له حکومت څخه غواړي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته او همکارۍ د خبریالانو او رسنیو ملاتړ او د هغوی امنیت او خوندیتوب په برخه کې هڅې زیاتې کړي.


 د « مطبوعاتو کمپاين نښان» نړیوال بنسټ او د دې معتبرې نړیوالې جایزې په اړه:

مطبوعاتو کمپاين نښان ملل سازمان کې د مشورتي حق په درلودلو سره يو نړيوال غیری دولتي بنسټ دی چې په ۲۰۰۴ ميلادي ( ۱۳۸۳ لمريز په لومړيو کې د مختلفو هيوادنو د يو شمېر مشهورو خبريالانو له لوري د سوئيس هيواد په ژنو ښار کې رامنځته شو.

د مطبوعاتو کمپاين نښان جایزه په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې پېل شوه.

دا جایزه هر کال هغه اشخاصو او بنسټونو ته ورکول کیږي چې له خبریالانو او رسنیو څخه د دفاع او له مجازاتو څخه د معافیت په برخه کې په نړیواله کچه ځلېدلي وي.

په (۲۰۰۹) کال کې فلسطیني مرکز د رسنیو د پراختیا او ازادۍ لپاره او د وخت د بشر حقونو د شورا رئیس لوئیس الفونسو دي البا او ژنیو کې د مکسیکو سفیر، په (۲۰۱۰) زیږدیز کال کې د هغه ۳۲ خبریالانو کورنیو ته چې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې په فلیپین کې ووژل شو، په (۲۰۱۱) کې د تونس خبریالانو د سنديکای رئیس ناجي البغوري، د مصر انقلابي ویبلاګ لیکونکو بنسټ او لیبیا د بشرحقونو د پېوستون شورا، په ( ۲۰۱۲) کال د سوریې د ډیموکراټیک بنسټ استازي توفیق چما، د سوریې د رسنیو او بیان ازادۍ مرکز رئیس مازن درویش، په (۲۰۱۳) کال کې د هندوراس هیواد د ازادو رسنیو کارتونیسټ الان مک ډونالډ، د ګواتمالا هیواد د اطلاعاتو مرکز رئیس الینا الا میلا، ملګرو ملتونو کې د سوېس او تریش هیوادونو سفیرانو، په (۲۰۱۴) زیږدیز کال کې مرکزي افریقا هیواد کې د هیر لونډ سویسي بنسټ د کار کردګۍ له امله، په ( ۲۰۱۵) کال کې د اروپا د امنیت او همکاریو په سازمان کې د رسنیو د چارو استازې دونجا میجاتویچ، د اوکراین د کیف اطلاعاتو مرکز  او د کریمیه څېړنیزې خبریالۍ مرکز رئیسې مېرمن لیئودمیلا  زلوبینا، په ( ۲۰۱۶) کال کې د روسیې د سیاسي مخالف رهبر بوریس نمتسوف چې په ۲۰۱۵ کې په روسیه کې ووژل شو لور ژانا نمتسوا ته، په (۲۰۱۷) کال په ترکیه کې د خپلواکې خبریالۍ یا P24 بنسټ رئیس حسن جمال او په ۲۰۱۷ کال کې د مالتا په هیواد کې د وژل شوې څېړنیزې ژورنالیستې مېرمن دافنه کاروانا والیسیا خور کروني ولا ته د مېرمنې والیسیا د کورنۍ په استازولۍ په تېرو ۱۱ کلونو کې د دې معتبرې نړیوالې جایزې ګټونکي دي.