د باميانو د پوليسو قومندانۍ د امنيت آمر له خوا د يو خبريال درې ساعته نيونه

د باميانو د پوليسو قومندانۍ د امنيت آمر له خوا د يو خبريال درې ساعته نيونه

۸ وږي ۱۳۹۴

باميان: په باميان کې يو خبريال د (پولیسو له خوا د عادي خلکو د وهلو ټکولو د صحنې د عکس او غږ ثبتولو د هڅې) په دليل د سارک د جشن په دويمه دوره کې د دې ولايت د قومندانۍ د امنيت د آمر له خوا له سپکاوي ډک چلند سره مخ شوی او د درې ساعتونو لپاره نيول شوی دی.

د اورال مجلې او بخدي خبرجوړونې خبريال زمان احمدي وايي: «د روانې مياشتې په دريم ماښام؛ کله چې د محلي خوړو او درې بعدي نور سره د صلصال مجسمې د نندارتون څخه د راپور جوړولو لپاره د جشن ځای ته ولاړم؛ نو د امنيتي ځواکونو له تند غبرګون سره مخ شوم او هغه ځای ته د داخلېدو مخه مې ونيول شوه.»

هغه وويل: «کله چې يې ونه شو کولای چې د محلي خواړو د جشن ځای ته داخل شي؛ نو په تمه پاتې شو؛ تر څو د درې بعدي نور سره د صلصال مجسمې نندارتون سرته ورسېږي؛ مګر امنيتي ځواکونو هڅه کوله تر څو د جشن له ځايه بهر هم د هغه د شتون مخه ونيسي.»

د احمدي په وينا، امنيتي ځواکونو له هغه خلکو سره چې د ياد نندارتون سرته رسېدو لپاره بهر په تمه و؛ له تاوتريخوالي ډک چلند کولو او تر دې چې ځينې يې په څپېړو، تيږو او د ټوپک په کونداغ هم وهل او ټکول.

د بخدي خبريال زياته کړه: «کله چې مې وغوښتل چې د امنيتي ځواکونو له خوا د خلکو د وهلو ډبولو له صحنې ويډيو او غږ ثبت کړم؛ د باميانو د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر محمد علي لګزي په ناوړه او توهينوونکي چلند ونيولم او د دې ولايت حوزې ته يې ولېږلم.»

هغه زياته کړه چې په امنيتي حوزه کې د دې تر څنګ چې د پوښتنو لاندې ونيولو، ټول هغه غږونه چې د خلکو سره د امنيتي ځواکونو له تاوتريخوالي ثبت کړي و؛ د پوليسو پواسطه پاک شوي دي.

په باميانو کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز استازی ظفر بامياني وايي چې له ټولو هڅو سره سره هم تر اوسه د دې ولايت د پوليسو قومندان په دې برخه کې ځواب ويلو ته نه دی حاضر شوی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د باميانو د پوليسو د دې کار د غندنې تر څنګ له کورنيو چارو وزارته غواړي، چې د دې موضوع د څېړنې تر څنګ د يادې پېښې عامل د ښاري حقوقو د نقض په دليل او د قانون ماتونې په خاص ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون؛ د څېړنو لاندې ونيسي.