د بامیان ولایت عدلي او قضایي بنسټونه دې د "ستاگیدیا" خبري اژانس مسؤل مدیر زمان احمدي غیري قانوني بندي کول پای ته ورسوي

۱۳۹۹ لیندۍ ۲۳ مه

بامیان- د افغانستان خبریالانو مرکز د "ستاگیدیا" اوونیزې او خبري اژانس مدیر زمان احمدي بندي کونه غیري قانوني ګڼي او د بامیان له عدلي او قضایي بنسټونو غواړي چې ژر ترژه دې دا خبریال را خوشې کړي.

په بامیانو ولایت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازی ظفر بامیاني وایي؛ چې د دې ولایت ابتدایه محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ۱۲ تنه مدني فعالان او زمان احمدي یې د پنجشنبې په ورځ د لندۍ په ۲۰ مه د څارنوالۍ په مرسته نیولي دي. هغه وویل چې  محکمې یې د نيول کېدو لامل « تخریب، د دولتي تاسیساتو سوځول او ملي شتمنۍ ته د څومیلونه افغانیو تاون اړول» په ګوته کړي دي.

د محکمې د اعلان په بنسټ، له دې کسانو، ځينې يې د باميان د پخواني والي محمد طاهر تر رياست لاندې د دې ولايت د نظامي مسوولانو د پرېکړې په بنسټ، د ۱۳۹۷ د لېندۍ د پنځمې لاريونونو د تاوتريخوالي څخه ډکې قضيه اصلي عاملين او تحريکوونکي پېژندل شوي وو. دا لاريونونه د حکومت له لوري د علي پور د نيول کېدو په اعتراض کې شوي وو. عبدالغني چې په علي پور مشهور دی، په ميدان وردګ کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو قومندان دی چې په هغه وخت کې له خلکو څخه د باج اخېستو په تور نيول شوی و.

د خبرپاڼې په ادامه کې راغلي دي چې د دې پېښې دوسيه د باميان ولايت د کورني او بهرني امنيت په وړاندې جرمونو سره د مبارزې څارندوالۍ له لوري طی مراحل شوې ده او محکمې د څارندوالۍ د غوښتنې په بنسټ، د تورنو د نيولو امر صادر کړی دی.

محکمې څرګنده کړې ده ټاکل شوې ده چې د تورنو کسانو محاکمه په علني ډول ترسره شي مګر د غونډې نېټه یې نه ده اعلان کړې.

مګر د ستاګیدیا اژانس خبریالې نظیفه حیدري د زمان حیدري باندې لګول شوي تور په ردولو سره وویل:« زمان احمدي یواځې دا نه چې په لاریون کې یې ګډون نه دی کړی او تر دې چې د لاریون پر وخت په دفتر کې و، زه او دوه نور همکاران یې شاهدان وو.»

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي وایي چې د زمان احمدي بندي کول د قانون سره په ټکر کې دي او هغه دې ژر تر ژره خوشې شي.

هغه وویل:« موږ د بامیان ولایت خبریالانو ټولنې اندېښنې درک کوو او د عدلي او قضایي بنسټونو څخه غواړو چې ژر تر ژره دې احمدي خوشې کړي او که چیرې له دې خبریال شکایت لري هغې ته دې درسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون له لارې رسیدګي وکړي.»

رسنيزو سرغړونو او شکايتونو ته د رسېدو لپاره ځانګړی کمېسیون، (په همدې نوم سره) د اطلاعاتو او کلتور وزير تر رياست لاندې او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د خبریالانو او حقوق پوهانو بنسټونو د غړیتوب په شمول ځانګړی کمېسیون فعالیت کوي.

دا کمېسيون چې د هېواد د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې رامنځته شوی دی، د خبريالانو او رسنیزو سرغړونو او شکايتونو ته رسېدنه کوي، او سرغړونکي ته، خبر، توصيه او يا اخطار ورکوي او يا د عدلي تعقيب لپاره اړوندو مراجعو ته ورپېژندل کيږي.