د مرکزي زون خبریالانو د لا خوندیتوب ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد

د مرکزي زون خبریالانو د لا خوندیتوب ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد

  ۱۳۹۸ جدې ۲ لومړۍ

بامیان- د مرکزي زون  د خبریالانو د امنیتي ودې روزنیز پروګرام چې د بامیانو، غور او ډایکنډي ولایتونو د خبریالانو په ګډون په بامیانو کې په لاره اچول شوی و، پای ته ورسېد.

 

د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایي رییس احمد قریشي وايي، دا روزنیز پروګرام د افغانستان د خبریالانو د مرکز د یوه ټولنیز پروګرام یوه برخه ده چې د هېواد د خبریالانو د امنیت لوړولو او خبري رسنیو په برخه کې رامنځ‌ته شوی او تر دې وړاندې په شمال ختيځ زون (کندز)، شمال (مزارشریف) کې ترسره شوې وه.

د ده په وینا، په یاد پروګرام کې د خبریالانو د امنیت لارښود روزنیز کتاب د تشریح او وېش برخې، د رسنیو د خبریالانو له یو بل سره د تجربو ګډول، د ګډون کوونکو د اندونو او وړاندیزونو راټولول، د رسنیو د امنیت تامینولو غوښتنه او د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت ته د پای ټکی اېښودل، پلي شوي دي.

قریشي زیاته کړه چې د خبریالانو د امنیت لارښود کتاب د فزیکي، انلاین او ډيجیټل امنیت او اروايي امنیت په برخو کې برابر شوي دي.

په بامیانو ولایت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازي ظفر بامیاني وویل چې په دې پنځه ورځني روزنیز پروګرام کې د مرکزي زون له ولایتونو لکه بامیان، غور او ډایکنډي څخه په بامیانو ولایت کې ۲۰ خبریالانو شرکت کړی و.

د بامیاني په وینا، د دې پروګرامونو یوه برخه د ټولو شرکت کوونکو په ګډون او بله برخه یې د رسنیو په دفترونو کې ترسره شوې دي. دا پروګرام تر اوسه تر دې وړاندې په شمال ختیځ زون (کندز)، شمال (مزارشریف) کې ترسره شوی و او ټاکل شوې د هېواد په پنځو نورو زونونو (جنوب، جنوب ختیځ، ختیځ، لویدیځ او کابل) کې تر دوو راتلونکو میاشتو کې ترسره شي.

د دې روزنیز پروګرام ګډون کوونکي، د بامیانو امنیتي وضعیت ښه و ارزولو خو له هغه سره یې یادونه وکړه چې په لېرې پرتو سیمو په ځانګړې توګه د کابل-بامیان په لویه لاره (په میدان وردګو پورې اړوندو سیمو) کې د تېرېدو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې امنیتي تهدیدونه شتته دي او اړینه ده چې مسوولې ادارې دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

د بامیان راډیو خبریاله نجیبه نجوا د خبریالانو د امنیت روزنیزې ناستې پر جوړولو خوښي څرګنده کړه.

دې دا پروګرام ګټور وباله او ویې ویل، د خبریالانو احتمالي خطرونو ته په پاملرنې سره په ځانګړې توګه د ولایت له مرکز بهر د پېښو د پوښښ پر مهال، اړینه ده چې د خبریالۍ بنسټونه د بامیانو د رسنیو مالي ستونزو په پام سره، خبریالانو ته د امنیتي وسایلو د کمښت رفع کولو په ځانګړې توګه واسکټ او مرمۍ ضد خولۍ ته پاملرنه وکړي.