بامیان ولایت کې خبریالانو سره د امنېتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډک چلند غندو.

بامیان ولایت کې خبریالانو سره د امنېتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډک چلند غندو.

۸ وږی۱۳۹۵

بامیان: د افغانستان خبریالانو مرکز بامیانو ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لورې د یوخبریال نیول او د دوه نورو وهل ټکول غندي او له حکومته دغه پېښو ته د رسیدنې غوښتنه کوي.

تېر ماښام د المان غږ راډیو(دویچوله) خبریال زمان احمدي د امنیتي ځواکونو له لوري د بامیانو په ښار کې ونیول شو.

همدارنګه بامیان ولایت ته د ولسمشرغني د سفر سره سم د روښنایي غورځنګ له لورې پیل شوو لاریون والو سره دامنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ولسمشر د ساتونکو له تاوتریخوالي ډک چلند څخه د خبري پوښښ پرمهال د سلام راډیو خبریال الیاس طاهري او د جمهوریت خبریال وهل او ډبول شوي دي.  

د افغانستان خبریالانو مرکز ولایتي مسوول ظفربامیانی وایي چې زمان احمدي نن مازیګر له زندانه خوشې شوی دی او امنیتي مسوولین وایي چې نوموړی په داسې وخت نیول شوی، چې د روښنایي غورځنګ لاریون والو په موټر کې ناست وو او شعارونه يې ورکول.

د بامیاني په خبره امنیتي ځواکونو د جمهوریت خبریال کامره ماته کړې او ترڅنګ یې اخیستل شوي انځورونه هم پاک کړي مګر د المان غږراډیو خبریال کامره یې بیرته ورسپارلې ده.

خوله دې ټولو سره سره د بامیان ولایت ویاندعبدالرحمن احمدي نه مني چې د کوم خبریال او یا هم کوم لاریون والو سره ناسم چلند شوی وي.

د افغانستان خبریالانومرکز بامیان ولایت خبریالانوسره د تاوتریخوالي ډک چلند د اساسي قانون، رسنیوقانون، ډله یزورسنیوقانون او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون خلاف بولي اوپه کلکو ټکویې غندي.

دا مرکزله ولسمشرغني څخه د خپلو هغو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه کوي، چې د بیان ازادۍ او خبریالانو په ملاتړ یې کړې وې؛ او غواړي چې د يادو پېښو جدي پلټنې وکړي او ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.