په بامیان ولایت کې د خبري رسنیو د امنیتي تګلارې(پالیسي) جوړونې ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد

۱۳۹۸ جدي ۲ لومړۍ

بامیان- د بامیان ولایت د خبري رسنیو لپاره د امنیتي تګلارې (پالیسي) ښوونیز پروګرام چې د خبري رسنیو د امنیت او د هغوی د خبریالانو د خوندیتوب لپاره پېل شوی وو، پای ته ورسېد.

 

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي وایي چې دا پروګرام د دې بنسټ د لویو پروګرامونو د یوې برخې څخه دی چې د خبریالانو او رسنیو د لا خوندیتوب په موخه پېل شوی دی.

د هغه په وینا، دا پروسه له دې مخکې په کندز او مزار شریف کې ترسره شوې ده او ټاکل شوې په راتلونکو دوه میاشتو کې په هرات، کندهار، خوست، جلال آباد او کابل ښارونو کې هم ترسره شي.

د ده په وینا، په یاد پروګرام کې د خبریالانو د امنیت لارښود روزنیز کتاب د تشریح او وېش برخې، د رسنیو د مسوول مدیرانو له یو بل سره د تجربو ګډول، د ګډون کوونکو د اندونو او وړاندیزونو راټولول، د رسنیو د امنیت تامینولو غوښتنه او د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت ته د پای ټکی اېښودل، پلي شوي دي.

قریشي زیاته کړ چې د خبري رسنیو د امنېتي تګلارې لارښوود د فزیکي امنیت، انلاین او ډیجټلي امنیت او رواني امنیت برخه کې چمتو شوی دی.

بامیان ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی ظفربامیاني وايي چې په دې درې ورځنۍ ښوونیزه دوره کې د بامیان ولایت د خبري رسنیو لس تنه مسوول مدیرانو ګډون کړای وو.

د هغه په وینا، د دې پروګرام ځینې برخې د ټولو ګډونوالو په شتون او ځینې نورې بیا د رسنیو په دفترونو کې عملي شوې دي.

بامیاني څرګنده کړه چې د افغانستان خبریالانو مرکز به په راتلوونکو دوه میاشتو کې د رسنیو مسوولانو سره د امنېتي پالسۍ د جوړولو په اړه همکاري وکړي څو وکولای شي له خپلو کار کوونکو سره په مشوره د خپلو امنیتي اندېښنو د ترتیب د یوه پروګرام پر بنسټ مطرح کړي او دې اندېښنو ته د رسېدنې لارې په پام کې ولري.