دایکندي: د خبریالانو ورځ ونمانځل شوه.

دایکندي: د خبریالانو ورځ ونمانځل شوه.

۲۷ کب ۱۳۹۶

نیلي: د خبریالانو د ورځې په ویاړ د دایکندي ولایت ۲۴ فعال خبریالان د مسلکي خبرونې هڅو او زیار په ستاینلیکونو وستايل شول.

دا غونډه چې نن ورځ د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې جوړه شوې وه؛ د والي او اطلاعاتو کلتور رئیس په ګډون یوشمیر نورو چارواکو او لسګونه سیمه ییزو خبریالانو ګډون کړی و.

دایکندي کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی وایي د لومړي ځل لپاره دې ولایت کې د خبریالانو د کار او هڅو ستاینې لپاره دا ډول پروګرام جوړیږي او د خبریالانو د ورځې او خبریالانو د کار نمانځنې موخه د دوی د کارونو ستاینه ده چې دوی ته د شته پېښو او ګواښونو سره سره خپل مسوولیت ترسره کوي.

هغه د ژونالیستانو د یولړ ستونزو په یادونې او په ځانګړې توګه  اطلاعاتو ته د لاس رسي محدودیت؛ له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته رسیدنه وکړي او دخبریالانو امنیت په خپلو لومړیتوبونو کې ونيسي.

 

journalist day dykundi 3

ځایي خبریال سیدعوض علي کاظمي وویل چې رسنۍ په ځانګړې توګه چاپي رسنۍ د سختو مالي ستونزو سره مخ دي او له دې امله د لمنځه تلو په حال کې دي.

د دایکندي والي په دې غونډه کې وویل چې محلي اداره له خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي.

هغه وویل د دایکندي خبریالان کم امکانات او تنخواګانې لري چې له دې امله یې باید ملاتړ وشي.

هممهاله والي له خبریالانو غوښتنه وکړه چې د کار پرمهال مسلکي چلند وکړي او د خبریالۍ اصولو ته ژمن اوسي.

د نیلي ښاروال نور محمدصداقت د خبریالۍ پر مسلکي توب پر ټینګار سره له خبریالانو غوښتنه وکړه د کره او سمو مالوماتو په اساس بې پرې راپور او خبر چمتو او ترخلکو ورسوي.