د بیان ازادۍ محدو دولو په موخه د دایکندي والي هڅې لاهم دوام لري

د بیان ازادۍ محدو دولو په موخه د دایکندي والي هڅې لاهم دوام لري

۱۰ زمری ۱۳۹۶

نیلي: دایکندي ولایت کې د ځایي رسنیو مسوولین وایي د دې ولایت والي اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون خلاف چې د ولسمشر له لخوا توشېح شوی هم دی، معلوماتو ته د خبریالانو د لاس رسي مخنیوي ته دوام ورکړی.

په تازه پېښه کې د والي دفتر ساتونکو دایکندي ولایت کې د غیري دولتي راډیو مسوول، سید محمد انور شهاب ته اجازه نه ده ورکړې چې د مرکې لپاره د والي دفتر ته ورشي.

هغه وایي نېت یې درلو د چې د ښاروالۍ وضعیت په اړه د دایکندي ولایت والي معصومه ستانکزۍ سره مرکه وکړم خو د والي ساتونکو وویل اجازه نه لري چې غږ ثبتونکی ماشین او یا نور اړوند وسایل دوالي دفتر ته له ځان سره یو سي.

د دایکندي ولایت والۍ معصومې مرادي په ۱۳۹۴ لمریز کال مرغومې میاشتې په ۲۳ مه په یو رسمي لیک کې ټولو اړونده ادارو ته ویلي و؛ چې د ده له اجازې پرته هیڅوک حق نه لري چې د رسنیو سره خبرې وکړي.

سید محمد انور شهاب وايي د خبریالانو له شکایتونو او د خبریالانو ملاتړو ادارو فشار وروسته، والي ژمنه وکړه چې مالوماتو ته د لاس رسي برخه کې به خبریالانو سره همکاري کوي.

خو د ۱۳۹۵ کال غبرګولې میاشتې په ۳۱ مه نېټه دا یکندي ولایت کې د درې شخصي راډیو ګانو مسوولینو په پرانیستي لیک کې د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي وو؛ چې والي خپلې ژمنې نه دي پوره کړې او په هیڅ صورت نه حاضریږي چې د دې ولایت رسنیو سره په مهمو مسایلو مرکه وکړي.

مګر د شهاب په وینا د دایکندي ولایت والي تر اوسه دېته هم نه ده اماده شوې، چې ځایي رسنیو سره مخا مخ د ټلیفون له لارې خبرې وکړي او د وخت په تېرېدوسره مالوماتو ته د لاس رسي برخه کې؛ خبریالان له ستونزو سره مخ کیږي او حتا کله نا کله د والي ساتونکي خبریالانو ته سپکاوی هم کوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز دوهم ځل لپاره د دایکندي ولایت والي غوښتنه کوي، چې د ولسمشر استازې په توګه د هیواد قوانینو په ځانګړې توګه مالوماتو ته د لاس رسي قانون ته، چې یو کال مخکې د ولسمشر لخوا توشېح شوی دی درناوی وکړي.

د بیان له ازادۍ او ازادو رسنیو ملاتړ دا بنسټ له ولسمشر څخه غواړي چې مالوماتو ته د لاس رسي قانون سره سم او همدارنګه د خپلو هغو پرلپسې ژمنو چې خبریالانو ته یې ویلي وو چې نور به مالومات د اشخاصو په انحصار کې نه وي کار وکړي.