حکومت دې د دایکندي امنیه قومندان له لورې خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي او سپکاوي ډک چلند ته رسیدګي وکړي

 ۱۳۹۹ لړم ۲۰

نیلي- د دایکندي ولایت امنیه قومندان د ولایتې کمېټې په هغه ځانګړې ناسته کې چې د هغه د یاور له لورې د یو سیمه ییز خبریال سره د تاوتریخوالي پېښې د برسۍ لپاره را بلل شوې وه، یواځې دا نه چې دې قضیې ته د سېدو لپاره حاضر نه شو؛ بلکې سیمه ییز خبریالان په ځانګړې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازی چې دې پېښې ته یې د رسېدو غوښتنه کوله ګواښلی دی.

دوه ورځې مخکې، د نسیم راډیو خبریال نسیم علي جوادي د یوشمېر هغه کسانو سره د مرکې پر مهال چې د شهرستان ولسوالۍ د برلان بند په سیمه کې د خپلو مالونو د غلا کېدو ادعا کوله، د امنیه قومندان یاور له لورې وهل ټکول شوی دی. د غلا شوي مال خاوندان وایي غوښتل یې چې د غلاشوي مال په اړه امنیه قومندان محمد صادق مرادي سره خپل شکایت چې هغه وخت په خپل استراحت ځای کې و شریک کړي.

جوادي وویل: « ما غوښتل د دې غلا او د « مال خاوندانو شکایت» په اړه چې امنیه قومندان ولې د هغې په اړه اقدام نه کوي پوښتنه وکړم؛ مګر کله چې مې د لاریون کوونکو څخه انځورونه اخیستل، یاور یې ووهلم او تر دې چې سپکاوی یې هم راته وکړ.»

په دایکندي کې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازی سید محمد انور چې اوسمهال د «کلي غږ» راډیو مسؤل مدیر هم دی وایي، چې هغه د نیسم راډیو خبریال سره د امنیه قومندان د یاور د ناسم چلند عیني شاهد دی.

شهاب وویل چې تیره ورځ د سلطان علي جوادي د وهل ټکولو قضیه د دایکندي د والي مرستیال محمد علي ارزګاني په مشرۍ د حکومت او رسنیو په ګډې کمېټه کې یاده شوه. د هغه په وینا؛ امنیه قومندن محمد صادق مرادي د دې پرځای چې په دغه ناسته کې د پېښې په اړه د کمېټې د غړو پوښتنو ته ځواب وایي، خبریالانو ته یې سپکاوی وکړ او د افغانستان دخبریالانو مرکز استازي ته چې دې قضیې ته یې د رسېدنې جدي غوښتنه کوله په بدو الفاضو سپکاوی وکړ او تر دې چې د فزیکي عمل نیت یې درلود.

شهاب وایي امنیه قومندان د خپل یاور له لورې د نسیم راډیو خبریال د وهلو پېښې په ردولو سره خبریالانو ته وویل چې:« تاسې په رسمیت نه پېژنم او لاس مو خلاص( څه مو چې له توانه پوره وي وه یې کړئ)»

د افغانستان دخبریالانو مرکز د دایکندي ولایت د امنیه قومندان له لخوا د افغانستان دخبریالانو مرکز استازي او د دایکندي ولایت خبریالانو سره د شوي غیري مسؤلانه چلند او ګواښ په غندلو سره د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې څخه، چې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ریاست فعالیت کوي غواړي چې دواړه قضیي په جدي توګه وڅیړي.

کورنیو چارو وزارت کې خبریالانو سره د تاوترویخوالي کمېټې مسؤل نجیب الله مقصودي د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې دواړه پېښې به په جدي توګه برسي کېږي او د هغې پایله به د ګډې کمېټې ناستې ته چې امکان لري په روانه اوونۍ کې ترسره شي، وړاندې شي.