د دایکندي خبریالانو د محلې ادارې خبري پوښښ سره پریکون وکړ.

د دایکندي خبریالانو د محلې ادارې خبري پوښښ سره پریکون وکړ.

۳۱ غوایي ۱۳۹۷

نیلي: دایکندي کې خبریالان وایي د نفوسو د ثبت ادارې له لوري د دوی همکار ته د شوي سپکاوي او اطلاعاتو ته د لاس رسي پر وړاندې د محدودیت له امله یې د محلي ادارې خبري پوښښ بند کړ.

د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د یوې خبري ناستې پرمهال نیوکه کوونکو خبریالانو پدې اړه خپل دریځ اعلان کړ.

د راه فردا راډیو او تلویزیون خبریال جاوید جویا او د نسیم محلي راډیو خبریال په دې خبري ناسته کې وویل:« تیره ورځ د راپور چمتوکولو لپاره د نفوسو د ثبت ادارې ته ورغلی وم، د حفیظ الله واردات دفتر ته د ننوتلو په وخت کې، د دې ادارې سرپست، په تندو الفاظو وویل چې تاسو خبریالان لیوني او مست یاست.»

جویا زیاته کړه چې دې دولتي مسوول په دې سره چې رسنۍ څه شی دي!؟، اطلاعاتو ته لاس رسی او قانون څه شی دی!؟ دی له خپلې کوټې بهرکړی دی.

د نسیم راډیو مسوول رضاو واحدي وایي:«  موږ په ځلونو داطلاعاتواو کلتور ریاست ته مکتوب استولی چې خبریالان اطلاعاتو ته لاس رسی نه لري خو یادې ادارې د وضعیت ښه کولو لپاره کوم کار ندی ترسره کړی»

نوموړي والي په بې کفایتۍ تورن کړ او زیاته يې کړه، چې والي تر اوسه خپل هغه حکم ندی عملي کړی چې ادارو ته یې په کراتو امر کړی چې رسنیو له لوري غوښتل شوي مالومات په خپل وخت ورکړي.

د دایکندي راډیو مسوول وایي تر هغو چې محلي اداره دې پېښې ته سمه رسیدګي ونه کړي او اطلاعاتو ته د خبریالانو د اسانه لاس رسي په برخه کې په اساسي توګه اقدام ونه کړي، د دایکندي رسنۍ به د محلي ادارې خبرونو خپرولو څخه ډډه وکړي.

دی وایي د خبریالانو اندېښنه یواځې اطلاعاتو ته د لاس رسي ترکچې محدوده نه ده بلکې د دایکندي رسنۍ د عدلي او قضایي ارګانونو څخه له دې امله ګیله منې دي چې تر اوسه یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښو، ګواښونو او د خبریالانو پر وړاندې د زور واکو فشارونو ته رسیدګي نه ده کړې.

د دایکندي د نفوسو د احوال ادارې رئیس اومحلي ادارې تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ورکړی.

د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو سره د هرډول ناسم چلند او د دوی سپکول که د هرې ادارې لخوا چې د انساني ارزښتونو خلاف وي غندي او اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د هر ډول چلند او محدودیت چې د قانون سره په ټکر کې وي د حکومتي ادارو مسوولینو د قانوني چلند وړ بولي.

د افغانستان اساسي قانون او د ډله ییزو رسنیو قانون اطلاعاتو د لاس رسي حق په رسمیت پېژندلی او څلور کاله مخکې اطلاعاتو ته د لاس رسي برخه کې افغانستان ځانګړی قانون هم تصویب کړی دی.

د افغانستان خبریالانومرکز د دایکندي محلي ادارې څخه غوښتنه کوي، چې د هیواد د قوانینوسره سم چې د بیان ازادي او اطلاعاتوته لاس رسی یې د درناوي وړ بللی، د خپل مسوولیت او مکلفیت سره سم د خبریالانو شکایتونو ته جدي رسیده ګي وکړي.

دا مرکز په ورته وخت کې د رسنیو او خبریالانو د فدراسیون د غړي په توګه خپله دنده بولي چې د دایکندي خبریالانو اندېښې او شکایتونه د ژورنالیستانو او حکومت د ګډې کمیټې له لارې هم تعقیب کړي.