خبریالانو سره دایکندي ولایت کې د پولیسو له خوا شوی تاوتریخوالی غندو

خبریالانو سره دایکندي ولایت کې د پولیسو له خوا شوی تاوتریخوالی غندو

۱۲ سلواغه-۱۳۹۶

نیلی: د نسیم راډیو مسوول مدیر او خبریال نن ورځ د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار کې د پولیسو له لورې وهل شوی او سپکاوی ورته شوی دی.

دایکندي ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی سید محمدانور شهاب وایي دا پېښه نن له غرمې مخکې هغه وخت، چې د بندیانو یوه پلې ډله د پولیسو په وسیله د استناف محکمې له ودانۍ څخه زندان ته بیول کیده پېښه شوې ده.

د هغې په وینا د نسیم راډیو مسوول رضاواحدي او ژونالیست سلطان علي جوادي، چې د بندیانو د لېږد څرنګوالي په اړه یې راپور جوړولو د انځور اخیستلو پروخت ډبول شوي او بد الفاظ ورته کارول شوي دي.

واحدی گفته است:" هنگام گرفتن تصویر، سربازان به من و همکارم حمله کرده و ضمن لت و کوب، به ما فحش دادند و حتی تلیفون های همراه ما را گرفتند و مانع تصویربرداری شدند."

واحدي ویلي دي: « د انځور اخیستنې پروخت، سرتیرو پرموږ برید وکړ او د وهل ډبولو سربېره یې موږ ته توند الفاظ وکارول او تر دې چې زموږ ټلیفونونه یې راڅخه واخیستل او د انځور اخیستلو مخه ېې هم راته ونیوله»

د نسیم راډیو خبریال سلطان علي جوادي ویلي د امنیت ساتوونکي د دې پرځای چې له موږ سره مرسته وکړي؛ زموږ د کار مخه یې ونیوله او همدا شان یې ده او همکار ته د کوڅه ډبو سپو خطاب هم کړی.

د دایکندي ولایت زندان چارواکي چې د امنیه قومندانۍ تر امر لاندې کار کوي په دې اړه د نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

دایکندي کې د افغانستان خبریالانو مرکز مسوول سیدمحمد انور شهاب وویل چې د پولیسو دا ډول چلند د بیان پر ازادۍ حمله او د ځان سانسور کونې پر لور یوه هڅه بولي او په کلکه یې غندنه کوي.

هغه وایي د دایکندي ولایت محلي ادارې څخه د دې پېښې جدي څیړنه غواړي او اجازه دې نه ورکوي چې دا ډول مسایل بیا تکرار شي.

دایکندي د هغه ولایتونو له جملې څخه دی، چې ډیر وخت خبریالان د ځایي چارواکو له ناسم چلند او اطلاعاتو ته د لاس رسي برخه کې ترې شکایت لري.

په تازه پېښه کې نا معلومه وسه والو د روان کال تلې میاشت په ۲۰ نېټه نیلي ښار کې د نسیم راډیو مسوول مدیر کورته ننوتي، هغه یې سخت وهلی او وروسته یې د دې رسنۍ مرکز چې د کور څنګ ته یې موقعیت لري د لاس بم په مرسته تر برید لاندې راوستی.