د دایکندي څارنوالۍ له لورې د یو سیمه ییز خبریال د جلب حکم غندو

دایکندی

۲۲ زمري ۱۳۹۹

نیلي- د افغانستان دخبریالانو مرکز د دایکندي ولایت څارنوالۍ له لخوا د نیسم راډیو خبریال د جلب کولو حکم غیري قانوني ګڼي او کلکو ټکو یې غندي.

 

د دې حکم په اساس چې یوه کاپي یې د افغانستان دخبریالانو مرکز ترلاسه کړې، د دایکندي ولایت د څارنوالۍ ریاست د نسیم راډیو له ادارې څخه د هغه خبریال د هویت ښکاره کولو او څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره د استولو غوښتنه کړې ده چې دایکندي بند خونه کې له بندیانو سره د مسؤلینو د غیري اخلاقي فساد او ناسم چلند په اړه راپور له نسیم راډیو څخه خپور کړی و.

په دې حکم کې همدارنګه یادونه شوې ده چې تورن خبریال دې د یادې موضوع په اړه خپل اسناد او ثبوتونه څارنوالۍ ته وسپاري.

د نسیم راډیو سرپرست سلطان علي جوادي د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې دې راډیو د غیرې اخلاقي فساد په اړه کوم راپور نه دې خپور کړې.

مګر هغې په ورته وخت کې د دې پخلی وکړ چې دې راډیو د یوشمېر بندیانو د لیک متن چې د بند په داخل کې د دوی د ستونزو په اړه یادونه پکې شوې وه خپور کړی دی.

دایکندي ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز د استازي سید محمد انور شهاب په وینا د بندیانو د لیک نشرولو موضوع تېر کال پورې اړه لري.

شهاب زیاته کړه چې په هغه وخت کې د زندان پخواني مدیر اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی محدود کړی و، نو نیسم راډیو په دې نه وه توانېدلې چې د زندانیانو د ستونزو په اړه د زندان مدیر نظر هم واخلي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د دایکندي څارنوالۍ له لورې ورکړل شوی دا حکم د ډله ییزو رسنیو قانون له ۴۴ او ۶ مادو سره په ټکر کې بولي او غندنه یې کوي.

د دې قانون د ۴۴ مې مادې په اساس د رسنیو په اړه شکایتونو ته رسېدنه « رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون» له لورې ترسره کیږي.

د دې کمېسیون له لورې د سرغړونې له تاید وروسته موضوع څارنوالۍ ته د عدلي او قضایي پلټنو لپاره استول کیږي.

له خبریالانو د ملاتړ دا بنسټ په دې باور دی چې هیڅ شخص او یا اداره له خپل واک څخه د ناسمې ګټې په اخیستلو سره نه شي کولای د جلب حکم ورکړي نو له همدې امله باید ژر تر ژر د دې کار دوام پای ومومي او په هغه صورت کې که چیرته د زندان پخوانی مدیر او یا کومه بله اداره په دې برخه کې نیوکه یا اعتراض ولري، هغه دې د رسنیزو سرغړونو ته د سیدنې کمېسیون له لارې تعقیب کړي.