د دايکندي چارواکي د نسيم راډيو پر مسوول مدير او ودانۍ د بريد څېړنو غوښتنې اړوند بې پروايي کوي

۱۸ لړم ۱۳۹۵

نيلي: د افغانستان د خبريالانو مرکز په ولايتي ادارې او په ځانګړي ډول امنيتي بنسټونو د نسيم راډيو د وروستي بريد د څېړنې په برخه کې د رسنيو ټولنې غوښتنې ته د نه پاملرنې له وجې؛ د سختې نيوکې تر څنګ د دې ولايت له امنيه قومندان غواړي چې هر څومره ژر کېږي د رسنيو فشار او ګواښ ته د پای ټکی کېږدي.

د روان کال د ميزان په ۲۰ ناپېژاندي وسله وال په نيلي ښار کې د نسيم راډيو مسوول مدير او د امتياز خاوند محمد رضا واحدي کور ته ننوتي او هغه يې سخت وهلی ټکولی دی او وروسته يې بيا د دې رسنۍ ودانۍ چې د واحدي د کور تر څنګ موقعيت لري؛ په لاسي بم سره تر بريد لاندې نيولې ده.

له دې سره چې د نسيم راډيو د امتياز خاوند په ځلونو ويلي چې له هيڅ شخص يا ډلې سره دښمني نه لري او نه پوهېږي چې په کوم دليل د ناپېژاندو بريدګرو موخه ګرځېدلی؛ مګر ځينې امنيتي مسوولينو هغه د دې پېښې په پلان کولو تورن کړی دی؛ مګر هيڅ داسې شواهد او مدارک چې خپله ادعا پرې ثابته کړي؛ نه دي وړاندې کړي.

 

radio nasim 2 copy

تېره ورځ د ديکندي امنيه قومندان جنرال سيد باقر مرتضوي په نيلي کې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ ناسته کې سيمه یيزې رسنۍ تورنې کړې، چې د امنيتي ځواکونو مثبتې لاسته راوړنې نه خپروي او د منفي نقطو په سپړلو پسې وي.

هغه ګواښ وکړ چې د هغو خلکو په وړاندې چې امنيتي ځواکونه سپکوي؛ ودرېږي او عدلي ارګانونو ته به يې وروپېژني.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې پېښې په برخه کې د ولايتي ادارې د بې پروايۍ په خاطر د سختې نيوکې تر څنګ د دې ولايت له امنيه قومندانه غواړي؛ چې تورونو د خپرولو او د خبريالانو د تورنولو پر ځای دې د خبريالانو او رسنيو د امنيت او خونديتوب په برخه کې د ده د ادارې لاندې د امنيتي بنسټونو د کارونو اړوند؛ ځواب ويونکی شي.

د بيان آزادۍ دا بنسټ د امنيتي ځواکونو د کاري فعاليتونو په برخه کې د دوی د هڅو د ستاينې تر څنګ د ولايت له امنيه قومندانه غواړي، چې له دې زيات دې د رسنيو ټولنې غوښتنو ته بې پروايي ونه کړي او د نسيم راډيو په ودانۍ بريد او د مسوول مدير له وهلو ټکولو لږ تر لږه د يوې مياشت تر تېرېدو وروسته دې په دې برخه کې د پوليسو موندنې له رسنيو سره شريکې کړي.

په دايکندي کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز استازی سيد انور شهاب وايي، چې د دې قضيې د رسيده ګۍ غوښتنې ته د امنيتي مسوولينو بې پروايي د دې سبب شوې ده چې ډېری خبريالان او د رسنيو فعالان د خپل خونديتوب او امنيت په هکله اندېښمن واوسي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز اراده لري چې په کابل کې د مسوولينو سره د دې موضوع په شريکولو؛ خپلې عدالت غوښتنې ته تر هغې ادامه ورکړي چې په دايکندي کې په دې برخه کې د خبريالانو او رسنيو اندېښنې نه وي رفع شوي.