په دايکندي کې پوليسو له خبريالانو سره د تاوتریخوالي ډک چلند کولو له امله بخښنه وغوښته.

په دايکندي کې پوليسو له خبريالانو سره د تاوتریخوالي ډک چلند کولو له امله بخښنه وغوښته.

۱۵ سلواغه ۱۳۹۶

نيلي: د دايکندي د زندان د ساتنې يوې ډلې پوليسو په رسمي ډول د دوه سيمه یيزو خبريالانو سره د خپل تاوتريخوالي ډک چلند لامله بخښنه وغوښته او په دې کار سره خبريالانو د هغوی پرضد خپل شکايت بېرته واخېستو.

دې سرتېرو تېره ورځ د يو شمېر محلي مسوولينو، د افغانستان د خبريالانو د مرکز استازي او شکايت کوونکو خبريالانو سره په يو ناسته کې د خپل ناسم چلند له کبله د نسيم راډيو له مسوول مدير او راپور جوړوونکي نه بخښنه وغوښته.

دا دوه خبريالان د سرتېرو د بخښنې غوښتنې په قبلولو او د يو سند په لاسليکولو سره په رسمي ډول له خپل شکايته تېر شول.

په دايکندي کې د افغانستان د خبريالانو د مرکز ولايتي مسوول سيد محمد انور شهاب وايي د نسيم راډيو خبريالان څلور ورځې وړاندې هغه وخت له تاوتريخوالی او سپکاوي سره مخ شول؛ چې د زندان ساتونکو پوليسو يوه ډله زندانيان پياده د استيناف محکمې له دودانۍ په نيلي ښار کې د ولايت زندان ته انتقالول.

د هغه په وينا د نسيم راډيو مسوول مدير رضا واحدي او خبريال سلطان علي جوادي چې اراده يې درلوده چې د دې زندانيانو د انتقال له څرنګوالي ويډيو وکړي، د پوليسو د منسوبينو له خوا سخت وهل ټکول شوي دي او په سپکو الفاظو توهين شوي دي.

دايکندي يو له هغو ولايتونو دی چې خبريالانو په کې په تېر يو کال کې د محلي مسوولينو او امنيتي ځواکونو له ناسم چلنده او اطلاعاتو ته د لاسرسي له محدوديته شکايتونو کړي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز له ټولو خبريالانو او د رسنيو له کارکوونکو غواړي په هغه صورت کې چې له ستونزې او يا ګواښ سره مخ کېږي؛ له دې بنسټ سره دې شريک کړي چې د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې له لارې يې تعقيب کړي.

دا کمېټه چې د ولسمشر د دوهم مرستيال په رياست کار کوي، هره مياشت د خبريالانو او رسنيو د امنيت او خونديتوب اړوند مسايلو په برخه کې او هغې ته د رسېدنې پر څرنګوالي ناستې جوړوي.