۲۰ غوایي ۱۳۹۹
فیروز کوه- د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د غورغږ راډیو ویاند احمد خان نوید د فیروزکوه په نني لاریون کې د ډزو له امله ووژل شو.
په غور ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی سید معروف سعیدي وايي چې احمد خان نوید په غورغږ راډیو کې د افتخاري همکار په توګه کار کاوه.
د هغه په وینا؛ هغه د پېښې پرمهال په خپل دوکان کې و چې مرمۍ پرې لګېدلې ده.
د ځایي سرچینو په وینا دا لاریونونه چې خلکو ته د دولت له لورې د خوراکي توکو د غیرې عادلانه ویش پرضد ترسره شوي، وروسته په تاوتریخوالي بدل شوي او زیات شمېر لاریونوال د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دا پروګرام د مرکزي حکومت له لورې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له امله د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې کې پېل شوې دی.
د غور والي ویاند محمد عارف عابر د دې پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې د پېښې څرنګوالی پېل شوی دی.
د غورغږ راډیو مسؤل بسم الله عادل وایي چې نوید له شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې دې راډیو سره د افتخاري کارکوونکي په توګه کار کاوه.
د غورغږ راډیو یوه سیمه ییزه رسنۍ ده چې شاوخوا درې کاله مخکې یې د فیروزکوه په ښار کې پر فعالیت پېل کړی. دا راډیو ټولنیزې، کلتوري او بوختوونکې خپرونې وړاندې کوي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په فیروزکوه کې په نني لاریونوالو د ځواک کارول په کلکه غندي، چې د احمد خان نوید په ګډون د خلکو د مرګ او ژوبلې لامل شوی دی او ترڅنګ یې ښاغلي نوید او نورو وژل شویو ته د بخښنې غوښتونکی دی او د کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله لري.
دا بنسټ له مرکزي حکومت غواړي چې د دې پېښې د رامنځته کیدو جدي پلټنه وکړي او د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ترسره کوونکي دې د عدلي تعقیب لاندې ونیسي.