د څلورو میاشتو وروسته د غور خبریالان بریالي شول چې، معلوماتو د نه لاسرسي ستونزې په اړه له والي سره وګوري

۱۳ تلې ۱۳۹۹

فیروزکوه- غور کې خبریالان له څلور میاشتې انتظار وروسته، د دې ولایت له والي سره په لیدنه کې د سیمه ییزې ادارې له لورې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

 

دا غونډه چې نن د غور ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د رسنیو ټولنې خپلې کاري ستونزې په ځانګړې توګه په دې ولایت کې معلوماتو ته د لاسرسي محدویت یادونه وکړه.

په دې ناسته کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز ولایتي استازي سید معروف سعیدي وویل چې خبریالانو تل د خپل کار پرمهال په نشت امکاناتو د دې ولایت پېښو له ډلې د سیمه ییزې ادارې او امنیتي بنسټونو چارو ته پوښښ ورکړی خو ځایي مسؤولین خبریالانو سره د اړتیا وړ معلومات نه شریکوي.

هغه د دې حالت دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د غور له نوي والي وغوښتل معلوماتو ته د لاسرسي قانون سره سم دې یادې ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي.

د غور والي نور محمد کوهنورد د معلوماتو رسونې برخه کې د دې ولایت د خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو د کړي کار ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خبریالانو دې اندېښنې ته به رسیدګي وکړي.

هغه وویل مسؤولینو سره به په اداري ناسته کې په دې اړه خبرې وکړي تر څو معلومات په خپل ټاکلي وخت د خبریالانو په واک کې ورکړي.

کوهنورد د غبرګولي میاشتې په لومړیو کې د غور ولایت د والي په توګه دنده پېل کړه، مګر خبریالان په تېرو څلورو میاشتو کې په دې ونه توانېدل چې د خپلو ستونزو په اړه له هغه سره وګوري.

د هیواد د ډله ییزو رسنیو او مالوماتو ته د لاسرسي قوانینو له مخې، مسؤل دولتي چارواکي چې په هر مقام او دندې باندې وي په دې باندې مکلف شوي دي چې د وینا ازادي او د معلوماتو لاسرسي ته درناوی وکړي او د خپل رسمي کار او یا اړوندې ادارې په اړه مخاطبانو په ځانګړې توګه خبریالانوته ځواب ووایي.

د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون په څلورمه ماده کې راغلي؛ " هر څوک د فکر او بیان د ازادۍ حق لري. په دې حق کې د دولتي مسوولانو له لوري له کوم ګواښ، لاسوهنې او محدودیت پرته د قانون له حکمونو سره سم د مالوماتو او څرګندونو غوښتل، ترلاسه کول او لېدل شامل دي. همدارنګه په دې حق کې د خپرندویه وسایلو ازاد فعالیت، د مالوماتو لېږد او ترلاسه کول هم شامل دي.

د دې مادې په دویم بند کې داسې ویل شوي دي:« دولت د ډله ییزو رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي. د دولت یا دولتي ادارې په ګډون هیڅ حقیقي او حکمي شخص نه شي کولای چې د خبري او معلوماتي رسنیو ازاد فعالیت منعې، بندیز، سانسور یا محدود کړي یا په بل عبارت د ډله ییزو او معلوماتي رسنیو په نشراتي چارو کې مداخله کول مګر د دې قانون له حکمونو سره سم.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي وایي تیرو کلونو ته په کتو هیواد کې معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی. د هغه په وینا دولتي چارواکي مکلف دي چې د قانون له حکمونو سره سم عمل وکړي او معلوماتو ته د خلکو په ځانګړې توګه د خبریالانو لاسرسي ته د زمینې په برابرولو سره دا څرګنده کړي چې د هغوی کارونه شفاف دي او خلکو ته ځوابویونکي دي.