د کله ګوش راډیو خبریال جعفروفا ماین چاودنه کې ووژل شو.

مهترلام، شنبه۲۱ لړم ۱۳۹۰

د نورستان ولایت کله ګوش شخصي راډیو ژورنالیست جعفروفا د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار اړوند بسرام نومې ساحه کې د سرک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شوو.

د نورستان والي محمد تمیم نورستانی جعفروفا هڅاند او بااستعداده خبریال یادکړ، هغه وویل د دې ځوان خبریال مرګ ټکان ورکوونکی او هیواد رسنیو لپاره یوه لويه تشه ده.

په دې پېښه کې ۷ تنه سوارلۍ چې ټول ملکي خلک او د دې ژونالیست خپلوان وو وژل شوي دي.

شل کلن جعفروفا د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ کرم کاج کلي اوسیدونکی وو، چې د خپل واده مراسیمو څخه دوه ورځې وروسته د دې ماین قرباني شو.

د کله ګوش راډیو مسوول مدیر محب الله وایي دې ځوان خبریال نورستان ولایت کې له یواځینۍ خصوصي راډیو سره له یو کال څخه زیاته موده دنده لرله.

جفعروفا په ۲۰۱۱ کې څلورم خبریال او درسنیو همکار دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.

د پرس ټي وي کامره مین فرهاد تقدسي په کابل، هرات ولایت کې د زده کوونکی فکر میاشتنۍ مسوول مدیرمحمد رفیق عزیزي او ارزګان ولایت کې د پژواک اژانس او بي بي سي راډیو سیمه ییزخبریال احمد امید خپلواک ۲۰۱۱ کال کې د رسنیو برخې نور قربانیان دي.