لغمان کې د خبریالانو مرکز ټولنې خپله لومړنۍ غونډه وکړه

لغمان کې د خبریالانو مرکز ټولنې خپله لومړنۍ غونډه وکړه

۱۶ وږي۱۳۹۸

مهترلام: هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د لغمان د خپلواکو ژورنالیستانو مسؤل انقلابي ځوان یوسفزي، د ملي راډیو ټلویزیون امر الحاج محب الله منګل، د والي ویاند اسد الله دولتزی، د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ د ا طلاعاتو امر عتیق الله قریشي، د ژورنالیستانو د دفاع کمیټې مسؤل شاولی نیازی، په ختیځ کې د ژورنالیستانو شورا مسؤل جاوید مسرور، د کاوون غږ خپلواکۍ راډیو، رغون راډیو، نوښت راډیو د نشراتو مدیرانو ، د لغمان  د ژورنالیستانو د بیلابیلو اتحادیو مسولینو او خبریالانو پکې برخه اخیستې وه.

 

پیل کې د افغانستان د خبریالانو مرکز ولایتي مسؤل محمد ګلاب ابراهیمي خبریالانو ته له ښه راغلاست وروسته په افغانستان کې د خبریالانو مرکز موخې او اهداف شریک کړل.

ابراهیمي وویل چې د افغانستان خبریالانو مرکز یو خپلواک، غیرې دولتي او غیرې سیاسي اداره ده چې د ډله ییزو رسنیو قانون له حکومونو سره سم فعالیت کوي. دغه بنسټ په ۱۳۸۸کال د ثور په مياشت کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د «افغانستان خبريالانو ملاتړ مرکز» په نوم د رسمي جواز په ترلاسه کولو په فعاليت شروع وکړ، مګر ۱۳۹۰ کال د ميزان په لومړۍ د رئيسه هيئت د فيصلې او اطلاعاتو او کلتور وزارت په موافقې د هغه نوم «افغانستان خبريالانو ملاتړ مرکز» څخه د «افغانستان خبريالانو مرکز» ته واوښت. د افغانستان خبريالانو مرکز له خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو څخه د ملاتړ او په هيواد کې د مطبوعاتو ازادۍ په بنسټي کولو په منظور رامنځته شوی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز ولایتی مسؤل وویل چې د لغمان خبریالان په خپلو کې سره ښه همغږي لري او دوی دلته په یو اتفاق او یوالې سره خپل ژورنالیستکې فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړي له ټولو مننه وکړه چې ددوی له غوښتې سره سم دې غونډې ته راغلل.

وروسته د کاوون غږ راډیو مشرتابه او پدې ولایت کې د خپلواکو ژورنالیستانو مسؤل انقلابي یوسفزي وینا وکړه په لغمان کې یی د ژورنالیسانو پر وړاندې په ستونزو او پرمختګونو مفصلې خبرې وکړې.

همداراز په وار سره د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي بیا په خپلو خبرو کې وویل چې د لغمان د هر ژورنالیست غږ ته رسیده ګې شوې ،اطلاعاتو امریت د خبریالانو  د هرې ستونزې د حل لاره چاره لټولې.

قریشي په لغمان ولایت کې د خبریالانو مرکز ولایتي مسؤل ګلاب ابراهیمي ته د مبارکۍ تر څنګ د هر راز خدمت ډاډ ورکړ.

وروسته په ختیځ کې د ژرنالیستانو مسؤل جاوید مسرو خبرې وکړې، نوموړي وویل چې د لغمان خبریالان ژمن خلک دي او تل یی د ټولنې غږ ته په خپل وخت انعکاس ورکړی، ده وویل چې د خبریالانو پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه ټول به سره په ګډه کار کوو او په ګډه سره به د ستونزو حل ته لاره پیدا کوو.

په غونډه کې د ژورنالستانو شورا مسؤل نجیب الله الکوزي، د دفاع کمیټې مسؤل الحاج شاولي نیازي د ولایت ویاند اسد الله دولتزي، د ملي راډیو ټلویزیون امر الحاج محب الله منګل او یوشمیر نورو هم خبرې وکړې ، دوی په لغمان کې د خبریالانو د ښه ژوند، دوی ته د کاري چاپيریال برابرولو، همداراز د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ په اړه بحثونه وکړل.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ غونډې شوي او لا به دوام لري