په لغمان کې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب کمېته میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

دوشنبه/ د مرغومي ۳۰ مه

مهترلام-- په لغمان کې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب کمېته میاشتنۍ غونډه د ولایت مرستیال په مشرۍ ترسره شوه. یاده غونډه د ولایت مرستیال په دفتر کې جوړه شوې وه، چې د ولایت مرستیال والي ترڅنګ په کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د ولایت ویاند، د داخلي امنیت د څارنوالۍ رییس، د ژورناليستانو د ملي اتحادیې ولايتي مسول، د خپلواکو ژورناليستانو د ټولنې ولايتي مسول، د خوندیتوب کمیټې ولایتي مسول، د خبریالانو مرکز ولايتي مسول، د دفاع کمیټې ولايتي مسول، د ملی امنیت، امنيه قومندانۍ، لومړۍ پلې لېوا د مطبوعاتو مسولینو او یو شمېر نورو ګډون کړی و.

غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فیضان الله پټان په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې په لغمان کې د رسنیو او ژورنالېستانو پر وړاندې ستونزې او خنډونه نشته.

نوموړي د افغانیو د ترویج په پروسه کې د رسنیو د رغنده فعالیتونو ستاینه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې تل په ملي برنامو کې ونډه واخلي.

نوموړي د کمیته له مشرتابه وغوښتل چې  خبریالانو ته هغه رهایشي نمرې ورکړي، کومې چې  وړاندې یې کاغذي کارونه خلاص شوي او یواځې یې د تعرفو د وېش لړۍ یې  پاتې ده.

په غونډه کې د ژورنالېستانو د ملي اتحاديې ولایتي مسول او د اطلاعاتو امر عتیق الله قريشي په خپلو خبرو کې د تېر څومیاشتو په لاسته راوړنو رڼا واچوله، نوموړي وویل چې په لغمان کې یوه رسنۍ د (سولې ارمان)  راډیو په نوم ایجاده شوې، د دې ترڅنګ د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې لخوا (د ژورنالېستانو خوندیتوب)  تر سرلیک لاندې او د (نی)  ادارې لخوا (اطلاعاتو ته لاسرسی، روڼتيا او عدالت غوښتنې)  تر سرلیک لاندې د لغمان ژورنالېستانو ته ښوونیز ورکشاپونه دایر شوي چې (۵۰)  تنه ژورنالېستان په کې روزل شويدي.

د ولایت ویاند اسدالله دولتزي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی تل د لغمان ژورنالېستانو ته د اطلاعاتو ته د لاسرسي  په برخه کې زمینه سازي کړې، نوموړي د لغمان له ژورنالېستانو وغوښتل چې د تل په څېر ورسره همکار پاتې شي.

وروسته  د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې ولايتي مسول انقلابي ځوان، د دفاع کمیټې ولايتي مسول شاولي نیازي، د افغانستان د خبریالانو مرکز ولايتي مسول محمد ګلاب ابراهيمي په وار سره په خپلو خبرو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د رهایشي نمرو د تعرفو د وېش غوښتنه وکړه.

د خبریالانو مرکز ولایتي مسؤل محمد ګلاب ابراهیمي هم د خپلې ټولنې پر لاسته راړونې خبرې وکړې زیاته یی کړه چې پدې میاشت کې د لغمان دری خبریالان په ختیځ کې د افغانستان دخبریالانو مرکز لخوا ښوونیز ورکشاپ ته معرفی کړي او ورسره یوځای یی په لغمان کې له خبریالانو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړي.

د ولایت مرستیال والي او د یاد کمیته مشر شهزاده مظلومیار په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې په لغمان کې د ژورنالېستانو او رسنيو پر وړاندې ستونزې او خنډونه نشته.

نوموړي د لغمان د ژورناليستانو، رسنیو د فعالیتونو ترڅنګ د ژورناليستانو د ملي اتحادیې وروستي فعاليتونو چې د ژورنالېستانو د روزنې په موخه یې دایر کړي و، قدرداني وکړه.

ښاغلي مظلومیار په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ د لغمان ژورنالېستانو ته چې کومې رهایشي نمرې په نظر کې نیول شوي، اړوندې ادارې ته به دنده وسپاري، څو د لغمان ژورنالېستانو ته د رهایشي نمرو تعرفې په واک کې ورکړي.

یاده دې وي چې په غونډه کې د داخلي امنیت د څارنوالۍ رییس، د ملي امنیت، امنيه قومندانۍ او لومړۍ پلې لېوا استازو په خپلو خبرو کې د لغمان ژورنالېستانو ته د هر راز همکارو ډاډ ورکړ.