په انعکاس راډيو تلوېزيون بريد غندو؛ حکومت بايد جدي تدابير ونيسي.

په انعکاس راډيو تلوېزيون بريد غندو؛ حکومت بايد جدي تدابير ونيسي.

۱۱ لېندۍ ۱۳۹۶

جلال آباد: د افغانستان د خبريالانو مرکز په جلال آباد ښار کې د انعکاس راډيو تلوېزيون پر ودانۍ راکټي بريد په کلکو ټکو غندي او له ولايتي ادارې غواړي چې د رسنيو او د هغوی د کارکوونکو د خونديتوب د تأمين لپاره په جدي تدابيرو لاس پورې کړي.

نن سهار شاوخوا يوولس بجې په يوې رکشا کې په اتومات ډول يو راکټ ځای پر ځای شوی و چې له نېکه مرغه هدف ته نه دی رسېدلی.

د انعکاس راډيو تلوېزيون د راپور پر اساس؛ د دې پېښې پسې دې رسنۍ ته نږدې درې نورې چاودنې رامنځته شوي چې په نتيجه کې يې له بده مرغه د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شوي او د ۹ تنو له جملې دوه عام وګړي، پنځه تنه ملي پوليس او دوه د ملي امنيت کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د انعکاس راډيو تلويزيون پر ودانۍ بريد د آزادو رسنيو پر وړاندې جنايت کارانه ګام ګڼي او په کلکو ټکو يې غندي.

د خبريالانو او رسنيو دا ملاتړی بنسټ په ورته وخت کې د دې پېښې له امله د وژل شويو او ټپيانو امنيتي ځواکونو د کورنيو سره د همدردۍ ښکاره کولو تر څنګ د ننګرهار له ولايتي ادارې غواړي چې د رسنيزو تأسيساتو او خبريالانو امنيت په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای کړي او د دا ډول پېښو د تکرار مخه ونيسي.

په وروستيو دوه کلونو کې په ننګرهار کې خبريالان او رسنۍ د ګواښونو، فشارونو، بريدونو او هدفي چاودنو زياتوالي سره مخ وې، چې د يوې برخې مسووليت يې طالبانو او داعش ډلې پر غاړه اخېستی.

په دې موده کې په جلال آباد ښار کې د څو رسنيو ودانۍ او يا د خبريالانو دفترونه د لاسي بمونو او يا د چاودېدونکو توکو موخه ګرځول شوي دي او تر دې چې خبريالان د نظام سره د مرستې په تور په ځلونو د وسله والو او تروريستي ډلو؛ په ځانګړي ډول داعش له خوا په مرګ ګواښل شوي دي.

په يوه تازه پېښه کې د روان کال په غوايي مياشت کې په جلال آباد کې د ملي راډيو تلوېزيون پر ودانۍ بريد کې چې داعش ډلې يې مسئوليت پر غاړه واخېستو؛ د دې رسنۍ څلور کارکوونکي او يو پوليس سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړو.