په جلال آباد کې د بي بي سي خبريال ونيول شو.

په جلال آباد کې د بي بي سي خبريال ونيول شو.

۹ غبرګولي ۱۳۹۵

جلال آباد: په ننګرهار کې د بي بي سي سيمه یيز خبريال نعمت الله کرياب؛ تېره ورځ بعد له غرمې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.

د نعمت الله ورور د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي چې دا خبريال د امريکايي ځواکونو له خوا د جلال آباد په ښار کې نيول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

هغه وويل چې تر اوسه د کرياب د نيول کېدو علت څرګند نه دی او د ننګرهار ولايتي مسوولين هم په دې برخه کې خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز له سيمه یيزو مسوولينو غواړي چې دا موضوع وڅاري او هر څومره ژر چې کېږي دا خبريال آزاد کړي.

دا بنسټ په ورته وخت کې له بهرنيو او يا افغان ځواکونو چې نعمت الله کرياب يې نيولی دی؛ غواړي چې د موضوع علت روښانه کړي او که چېرته په نوموړي کوم تور وي؛ نو د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې دې يې وڅاري.