د انعکاس تلویزیون ویانده او موټر چلوونکی په جلال اباد کې په یو وسله وال برید کې ووژل شوو

 

۱۳۹۹ لیندۍ ۲۰ مه

جلال اباد- د انعکاس تلویزیون ویانده  ملاله میوند او موټر چلوونکی طاهر خان یې نن سهار د نامعلومه وسله والو په په ډزو جلال اباد ښار کې ووژل شو.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل چې دا پېښه نن سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار اړوند عربانو ګولایي سیمه کې پېښه شوې ده. د هغه په وینا اغلې میوند او موټر چلونکی یې له کوره دفتر ته روان و.

د هغه په وینا تر اوسه د دې پېښې جزیات مشخص نه دي او پولیسو په دې برخه کې خپلې پلټنې پېل کړي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرائیو رئیس احمد قریشي وویل:« موږ دا جنایت کاره برید په کلکو ټکو غندو. ملاله میوند یوه زړه وره خبریاله وه او هغه د ننګرهار رسنیو ټولنې په ځانګړې توګه ښځینه ژورنالستانو لپاره یو سمبول و چې په یوه سنتي او محافظه کاره ټولنه کې یې د وینا ازادۍ حق څخه دفاع کوله او د خلکو له خبرونې څخه یې دریغ نه کاوه.»

هغه زیاته کړه:«افغانستان کې په خبریالانو باندې جنایت کاره بریدونه یواځې دا نه چې کم شوي نه دي؛ بلکې لا زیات او پیچلي شو دي.موږ له حکومت څخه غواړو د خبریالانو امنیت لپاره چې په حقیقت کې زموږ د کړېدلي ملت رسا غږ دی، کلک امنیتي تدابیر ونیسي او په ورته وخت کې جنایت کوونکي د محاکمې میز ته راکش کړي.»

د ملالې میوندې او د موټر چلوونکي له مړینې سره په روان کال کې د وژل شویو خبریالانو شمیر شپږ تنو ته ورسېد. دا په تیره یوه میاشت په خبریالانو باندې دریم برید دی.د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي او د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش د دې بریدونو نور قربانیان وو او تر اوسه یې وژنکي نه دي نیول شوي.