وسله والو کسانو د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کار کوونکې ووژلی

۱۳۹۹ کب ۱۲ مه

جلال اباد- د بیان ازادۍ او رسنیو ضد عناصرو نن یوځل بیا په جلال اباد کې جنایت ترسره کړ او په دوه جلا پېښو کې یې د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کار کوونکې په ډزو ووژلې.

د انعکاس راډیو تلویزیون رئیس زلمی لطیفي وایي دا پېښه نن له غرمې وروسته د څلورو بجو په شاوخوا کې په دوه جلا پېښو کې د جلال اباد ښار په دوه سیمو کې رامنځته شوې ده او بریدګر د جنایت له ترسره کولو وروسته د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي. په دې پېښه کې مرسل حبیبي، شهناز روفي او سعدیه سادات چې د انعکاس تلویزون د دوبلې برخې کار کوونکې وې خپل ژوند بایللی دی.

تر اوسه هیڅ کوم چا یا ډلې د دې پېښو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

تر دې وړاندې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۰ مه د انکاس تلویزون ویانده ملاله میوند په جلال اباد ښار کې هدف وګرځول شوه او ژوند یې له لاسه ورکړ. په دې پېښه کې د اغلې میوند موټر چلوونکی طاهر خان هم ووژل شو.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي وویل« موږ دا وحشیانه برید په کلکو ټکو غندو. په داسې حال کې د افغانستان رسنیو ټولنه د تروریستانو د پرلپسې بریدونو لاندې قرار لري او موږ قرباني ورکو، نړۍ زموږ د دردونو او غمونو ننداره کوي او د دې جنایت او د جنایت ترسره کوونکو پر وړاندې هیڅ عملي اقدام نه ترسره کیږي.»

هغه زیاته کړه:«افغانستان کې په خبریالانو او د رسنیو په کار کوونکو باندې یواځې دا نه چې هدفي بریدونه کم شوي نه دي؛ بلکې په ډیر شدت او پېچلتیا سره لا ډیر شوي دي. موږ د نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې له افغان حکومت سره په دې اړه له نیږدې ګډ کار وکړي او دې حالت ته دې د پای ټکی کېږدي او د جنایت کوونکو په محاکمه کولو سره دې له سزا څخه د معافیت کلتور ته چې د دې ډول جنایتونو د هڅونې لامل کېږي د پای ټکی کېږدي.»

په روان لمریز کال کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې زیاته برخه یې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي