ننګرهار کې یو محلي خبریال په مرموز ډول ووژل شو

۱۰ دلو ۹۴

جلال اباد- د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون خبریال او د ننګرهار والي کلتوري مشاور جسد تېره شپه د دې ولایت سره رود ولسوالۍ خرقله سیمه کې پیدا شو.

زبیر خاکسار له ۳۰ کلونو راهیسې د ملي راډیو تلویزیون خبریال او خپرونو جوړونکي په توګه کار کاوه.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې زبیر خاکسار خپل موټر کې په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل تر اوسه څرګنده نه ده چې هغه ولې دې ولسوالۍ ته تللی و؟ خو دا چې دی چا او ولې وژلې په اړه یې پلټنې پېل شوي دي.

دځایي راډیو تلویزیون رئیس انجنیر زلمي امریکا غږ ته ویلي، د دوی معلومات ښیې، چې زبېر خاکسار د ملګري کورته تللی او کله چې بېرته راځي د دې ولسوالۍ لارې اوږدو کې په ډزو خپل موټر کې وژل کیږي.

هغې وویل: « ښاغلي خاکسار له ۳۰ کالو راهیسې د ملي تلویزیون خبریال و او اوس یې د دې تلویزیون فرهنګي برخې مسوول په توګه کار کاوه.

ننګرهار کې د ځایي راډیو تلویزیون رئیس له حکومت وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د زبېر خاکسار وژونکي ونیسي او د قانونو منګولو ته دې وسپاري.

زبېر خاکسار پښتو ادبیات لوستي وو

د هغه ملګری محمد اصف شینواري امریکا غږ ته وویل چې حکومت باید د زبېر خاکسار وژونکي تر تعقیب لاندې ونیسي.

د زبېر خاکسار وژنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

په دې وروستیو کې د خبریالانو ګواښل زیات شوي او تر اوسه نه ده څرګنده چې زبېر خاکسار چا وژلی دی.

دا حمله د طلوع تلویزیون موبي ګروپ په موټر د شوي ځانمرګي برید لس ورځې وروسته وه شوه، په دې ځانمرګي برید کې ۸ تنه ووژل شول او شاوخوا لس تنه نور ټپیان شول.